فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۶۱ حٰمٓ السجدة
ذَلِكَ جَزَاءُ أَعْدَاءِ اللَّهِ النَّارُ لَهُمْ فِيهَا دَارُ الْخُلْدِ جَزَاءً بِمَا كَانُوا بِآيَاتِنَا يَجْحَدُونَ ﴿۲۸﴾ وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا رَبَّنَا أَرِنَا اللَّذَيْنِ أَضَلَّانَا مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ نَجْعَلْهُمَا تَحْتَ أَقْدَامِنَا لِيَكُونَا مِنَ الْأَسْفَلِينَ ﴿۲۹﴾ إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ الْمَلَائِكَةُ أَلَّا تَخَافُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِي كُنْتُمْ تُوعَدُونَ ﴿۳۰﴾
دا سزا دد شمنانو د اللّه تعالٰی ده اور دی دوی لره په هغی کښی کور دهمیش والی دی بدله ورکیدی شی په وجه ددی چه دوی دآیاتونو زمونږ نه انکارکوؤ ﴿۲۸﴾
او اوبه وائی کافران ای ربه ځمونږ اوښایه مونږ ته هغه دوه کسان چه بی لاری کړی وؤ مونږه دپیریانو او انسانانونه چه کیږدو دا دواړه لاندی د خپو زمونږ نه دی دپاره شی دوی ذلیلانو نه ﴿۲۹﴾
یقیناً هغه کسان چه وائی رب ځمونږ اللّه تعالٰی دی بیا پاخه شوی (په دی وینا) راکوځیږی په دوی باندی ملائک چه مه وریریږئ اومه خفه کیږی او زیری واخلئ په جنت سره هغه چه تاسو سره ئی وعده کیدی شوه ﴿۳۰﴾
[۲۸] په دی آیت کښی تخویف دی په دوه طریقو سره یوداچه ددوی سزا پوره اور دی ځکه چه النار، ئی معرفه ذکرکړی دی دپاره دکمال دوهم داچه دغه اور ددوی دپاره دارالخلد دی اودوه حکمونه ئی ذکرکړه یوداچه دا خلق د اللّه تعالٰی صریح دشمنان دی دوهم داچه دوی د اللّه تعالٰی دآیاتونونه عناداً انکار کوؤنکی دی -
[۲۹] په دی آیت کښی تخویف دی په یوطریقی سره هغه په اصل کښی ارمان کول دی په تقلید د مشرانو گمراهانو سره اودا اشاره ده تیرشوی آیت (۲۵) ته چه ددوی دپاره په دنیا کښی ناکاره قرناء دی او آخرت کښی به هغوی ته گمراه اوائي (لِيَكُونَا مِنَ الْأَسْفَلِينَ) یعنی لکه دوی په دنیا کښی مونږ ذلیل کړی وو او دوی به اوچت زمونږ په اوږو باندی ناست وو نن مونږ غواړو چه دوی زمونږ لاندی او ذلیل شی - لیکن دا قول ددوی صرف په طریقه د تمنا سره دی اوحال داچه نه به پوره کیږی -
[۳۰] هرکله چه حال دمخالفینو دقرآن ذکرکړی شو نو اوس حال دقرآن والو ذکرکوی په طریقه د بشارت سره (قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ) داد قرآن د تاثیرپه وجه سره ددوی عقیده جوړه شوی ده مراد ددی پوره ایمان او کمال توحید دی یعنی خالق او مالک او حق دار دبندگئ او د پالنی څیزونو پیدا کوؤنکی او ټول حاجتونوپوره کولو باندی قادر، دلته رب دی ټولو صفتونو ته شامل دی (ثُمَّ اسْتَقَامُوا) مراد ترینه په توحید او ایمان باندی پوخ پاتی کیدل دی ترمرگه پوری اوددی پوخ والی تفسیرکښی د ابوبکررضی اللّه عنه نه نقل دی چه په امر او نهی باندی کلک وی او دلومبړانو په شان یوخوا بل خوا نه پټیږی او دعثمان رضی اللّه عنه نه نقل دی چه اخلاص د هرعمل د اللّه تعالٰی دپاره کوی او دعلی رضی اللّه عنه نه روایت دی چه ټول فرائض ادا کوی - اودا بشارت ئی په اته طریقو سره ذکرکړی دی او دی ته کرامات د اولیاؤ وئیلی کیږی نو معلومه شوه چه تعریف د ولی هم دادی چه ربنااللّه وائی اوصفت داستقامت په کښی موجود وی - په دی آیت کښی بشارت په څلورو طریقو سره ذکردی - دا نزول په خوب کښی هم وی په رشتینو خوبونو سره اوپه وخت د زنکدن کښی به وی اوپه وخت د پورته کیدلو دقبرونو نه اوپه حشرکښی -