فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۶۰ حٰمٓ السجدة
وَقَيَّضْنَا لَهُمْ قُرَنَاءَ فَزَيَّنُوا لَهُمْ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَحَقَّ عَلَيْهِمُ الْقَوْلُ فِي أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمْ مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ إِنَّهُمْ كَانُوا خَاسِرِينَ ﴿۲۵﴾ وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَسْمَعُوا لِهَذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ ﴿۲۶﴾ فَلَنُذِيقَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا عَذَابًا شَدِيدًا وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَسْوَأَ الَّذِي كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۲۷﴾
او جوخت لگولی دی مونږددوی سره ملگری (شیطانان) نو ښائسته کوی دوی ته هغه چه مخکښی دی ددوی نه او هغه چه روستو دی ددوی نه اوپوره شوی ده په دوی باندی فیصله (داخلیږی به) په هغه ډلو کښی چه تیری شوی دی مخکښی ددوی نه د پیریانو او انسانانونه یقیناً دوی تاوان والا دی ﴿۲۵﴾
او وائي کافران مه ږدئ غوږ دی قرآن ته او شور کوئ په مقابله ددی کښی دی دپاره چه زورآور شئ ﴿۲۶﴾
نو خامخا اوبه څکوؤ مونږ هغه چاته چه کفرئی کړی دی عذاب سخت او خامخا سزا به ورکړو مونږ دوی ته ډیره ناکاره سزا دهغه عملونو چه دوی کول ﴿۲۷﴾
[۲۵] ددی آیت نه دوهم باب دی تر (۴۴) پوری په دی کښی ذکرکوی سبب داعراض اود منع دقرآن بیا منع کول دقرآن نه ذکرکوی او دا دوهمه شبهه ددوی ده - اوجواب دهغی په تخویف اخروی سره دی بیا بشارت دی په استقامت باندی په وخت دشبهاتوکښی بیاطریقه ددعوت راوړی، بیا دوه عقلی دلیلونه بیا زجردی الحاد کوؤنکوته اوصدق د قرآن او تسلی رسول اللّٰه ﷺ ته ذکرکوی - په دی (۲۵) کښی سبب دکفرددوی ذکرکوی اودا سبب دی داعراض او دمنع کولو دقرآن نه اودا هم سبب دی دعذاب چه مخکښی ذکرشو اوپه دی کښی دوهمی شبهی ته اشاره ده حاصل دادی چه دوی ته اعمال دمشرکانو او کافرانو ښائسته ښکاری نودهغی دپاره په شیطانی وسوسو سره دلیلونه پیش کوی مثلاً وائی چه د اولیاؤ کرامت قدرت شته هرکله چه مونږورته رامدد شه اوایو نو قبرونو نه آواز راکوی کله راته لاس را اوباسی مصافحه راسره کوی کله راته په صحرا کښی راښکاره شی چه زه ستا مدد له راغلی یم کله راته په خوب کښی راشی اود مدد کولو وعدی راسره کوی اوکه چیرته مونږ ددوی نذرانه پریږدو نوپه مونږباندی په خوب کښی کټ اړوی او ویره راکوی نومعلومه شوه چه ددوی بندگی کول اودوی ته رامدد شه وئیل جائزدی حاصل دجواب دادی چه دا ټول شیطانی کارونه دی هغه شیطان ځان ته دولی نوم کیدی اودا کارونه شیطان ددی وجی نه کوی چه دی خلقو ته دشرک کارونه ښائسته ښکاره شی (فَزَيَّنُوا لَهُمْ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ) په دی کښی یوقول دادی چه داول نه مراد اموال ددنیا دی او ددوهم نه مراد آخرت او بعث بعدا لموت دی او دوهم ددی برعکس سره دی - ددنیا ښائسته کول دادی چه په هغی کښی داسی مشغول شی چه ددین او آخرت نه غافل شی او د آخرت ښائسته کول دادی چه دهغی نه ئی منکراوگرځوی - او دریم قول نیشاپوری ذکرکړی دی چه مراد دمابین ایدیهم نه عملونه دمفسدانو ددی زمانی دی او ما خلفهم نه مراد عملونه د مفسدانو مشرانو دی چه هغه شرکیات کفریات او خرافات دی اودوی ته ښائسته اوښه کارونه ښکاریږی -
[۲۶] دا زجر نتیجه ده دتیرشوی آیت دمضمون یعنی هرکله چه شیطانانو دوی ته شرکیات ښائسته کړی دی اوقرآن کریم خو ښکاره رد کوی په شرک باندی نوپه دی وجی سره دوی دقرآن نه خلق منع کوی (الَّذِينَ كَفَرُوا) په دی وصیت باندی تصریح ددی دپاره د اوکړه چه معلومه شی چه دقرآن آوریدلونه منع کوؤنکی کافردی که په هره زمانه کښی وی ځکه ابن کثیروئیلی دی چه دی آیت کښی داخل دی هغه څوک چه ددوی په مسلک باندی تلل کوی په وخت د آوریدلو دقرآن کښی (وَالْغَوْا فِيهِ) شور او شغب کول او عیبونه لگول او اعتراضونه کول او ټوقی کول ټولو ته دا لفظ شامل دی د قرآن په مقابله کښی په نورو علمونو کښی مشغولیدل اوشعرونه نعتونه وئیل او ریډوان غږول وغیره دا ټول په دی لفظ کښی داخل دی -
[۲۷] دا جواب د ماقبل قول دی په تخویف ورکولو په پنځه طریقو سره په دی آیت کښی دوه طریقی دی یوعذاب شدید په دنیا او آخرت کښی اودوهم تاکید په سزا ورکولو سره په حرف دلام او نون په لنجزینهم، کښی دارنگ په دی آیت کښی دقرآن منع کوؤنکو په باره کښی دوه حکمونه دی یوداچه دا کار دکفردی او دوهم داچه دا ډیرناکاره عمل دی -