فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۶۲ حٰمٓ السجدة
نَحْنُ أَوْلِيَاؤُكُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَشْتَهِي أَنْفُسُكُمْ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَدَّعُونَ ﴿۳۱﴾ نُزُلًا مِنْ غَفُورٍ رَحِيمٍ ﴿۳۲﴾ وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِمَّنْ دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ ﴿۳۳﴾
مونږ ستاسو ملگری یو په ژوند دنیوی کښی اوپه آخرت کښی او تاسو لره په دی کښی هغه څیزونه دی چه غواړی ئی نفسونه ستاسو او تاسولره په دی کښی هغه دی چه ارمان کوئ تاسو ﴿۳۱﴾
میلمستیا تیاره ده دطرف د بخنه کوؤنکی رحم کوؤنکی نه ﴿۳۲﴾
او څوک ډیر ښائسته دی په وینا کولو کښی دهغه چانه چه دعوت کوی اللّه تعالٰی ته او عمل کوی دسنت برابر او وائی چه یقیناً زه دمسلمانانو دډلی نه یم ﴿۳۳﴾
[۳۱] په دی آیت کښی بشارت په دری طریقوسره دی (نَحْنُ أَوْلِيَاؤُكُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ) د مؤمنانو دپاره ملائک ملگری دی په دنیا کښی الهام دخیرورته کوی او دمونځ دپاره ئی دخوب نه بیداره وی نورمضرات شیطانی ترینه لری کوی لکه چه، له معقبات من بین یدیه ومن خلفه یحفظونه من امراللّه، رعد (۱۱) کښی تیرشوی دی (وَفِي الْآخِرَةِ) ملائک په آخرت کښی هم ملگری او دوستان وی شفاعت به مؤمنانو لره کوی او سلامونه به ورته کوی -
[۳۲] په دی کښی یوبشارت دی (نُزُلًا) هغه څیزونه خوراک څکاک مکان وغیره چه د میلمه دپاره تیاریږی یعنی ددنیا په شان به نه وی چه د میلمه دپاره تکلف صرف دری ورځی کوی اوبیا به عام خوراک خوری لیکن په جنت کښی به هروخت اعزاز او اکرام د میلمه په شان وی -
[۳۳] دا بیان دصفت د استقامت دی چه دعوت الی اللّه کوی اوپه طریقه د زورنی سره دی هغه کسانو ته چه دقرآن د آوریدلو نه خلق منع کوی یعنی قرآن ډیر ښائسته دعوت دی نوددی نه ولی خلق منع کوئ؟ اوپه دی آیاتونو کښی د دعوت الی اللّه آداب ذکرکوی په دی آیت کښی دری آداب دی - اول ادب (دَعَا إِلَى اللَّهِ) یعنی مقصد او منشور ددعوت دده (الی اللّه) دی او ددی نه دعوت توحید په ټولو اقساموسره او دعوت اطاعت د اللّه تعالٰی او درسول ته او دعوت عمل دسنت ته په ټولو حالاتو کښی مراد دی، دوهم ادب (وَعَمِلَ صَالِحًا) دا ادب دپاره د تاثیر ددعوت دی په زړونو دخلقو کښی - او عمل صالح شامل دی پوره تابعداری کول دسنت د رسول اللّٰه ﷺ اود صحابه کراموته ، دریم ادب (وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ) دائی د دعوت کولو نه روستو ذکرکړو اشاره ده چه دا ټول په وخت دضرورت کښی دی مثلاً چه خلق تپوس اوکړی چه ای داعی ته دکومی ډلی سره تعلق لری نودا جواب دی اوکړی یا مراد د اسلام نه اخلاص دی یعنی که خلق گمان اوکړی چه دده به په دی دعوت کښی ددنیا مال وجاه وغیره مقصد وی نو جواب به اوکړی په اظهار د اخلاص سره -