وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۲۷ الأحزاب

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا ﴿۴۵﴾ وَدَاعِيًا إِلَى اللَّهِ بِإِذْنِهِ وَسِرَاجًا مُنِيرًا ﴿۴۶﴾ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ بِأَنَّ لَهُمْ مِنَ اللَّهِ فَضْلًا كَبِيرًا ﴿۴۷﴾ وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ وَدَعْ أَذَاهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ وَكَفَى بِاللَّهِ وَكِيلًا ﴿۴۸﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نَكَحْتُمُ الْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِنْ قَبْلِ أَنْ تَمَسُّوهُنَّ فَمَا لَكُمْ عَلَيْهِنَّ مِنْ عِدَّةٍ تَعْتَدُّونَهَا فَمَتِّعُوهُنَّ وَسَرِّحُوهُنَّ سَرَاحًا جَمِيلًا ﴿۴۹﴾

ای نبی یقیناً لیږلی ئی مونږته بیان کوؤنکی او زیری ورکوؤنکی اوویره ورکوؤنکی ﴿۴۵﴾
اوبلنه کوؤنکی اللّه تعالٰی ته په حکم دهغه سره اوچراغ بلیدونکی ﴿۴۶﴾
اوزیری ورکړه مؤمنانوته چه یقیناً دوی لره د طرف د اللّه تعالٰی نه فضل لوی دی ﴿۴۷﴾
اوخبره مه منه د کافرانو او منافقانو اوپریږده ضرر ددوی او ځان سپاره په اللّه تعالٰی باندی اوپوره دی اللّه تعالٰی ذمه وار ﴿۴۸﴾
ای ایمان والو هرکله چه نکاح اوکړئ دمؤمنانو زنانوسره بیاطلاق ورکړئ تاسو هغوی لره مخکښی دیوځای کیدلونه دهغوی سره نونیشته تاسولره په هغوی باندی هیڅ عدت چه شمارئی تاسوهغی لره نوسامان ورکړی هغوی لره او رخصت کړئ هغوی لره په رخصتئ ښائسته سره ﴿۴۹﴾

[۴۸،۴۷،۴۶،۴۵] په دی ایاتونو کښی نبی ﷺ ته پنځه خطابات دی اود نبی ﷺ پنځه نومونه ذکر دی - (شَاهِدًا) مراد ددی نه شهادت دهغه دی په امت خپل باندی په رسالت اوتبلیغ سره یامراد ددی نه بیان کوؤنکی دی اودا دواړه معنی لسان العرب کښی لیکلی دی - دوهمه معنیٰ دلته غوره ده ځکه چه روستو دوه صفتونه تشریح دبیان کولو دی (سِرَاجًا) شمس یا قمرئی ورته نه دی وئیلی ځکه هغوی چه غائب شی نوبیائی فائده درنړا نه وی - اوسراج نه بل څوک ځان دپاره رنړا اخستلی شی اگرچه سراج مړشی لیکن رنړا ئی باقی وی اودغه شان د رسول اللّٰه ﷺ دی (وَلَا تُطِعِ) دا ذکردحال دهغه کسانودی چه محروم دی درنړا نه - اوهرکله چه په سبب دنکاح دزینب سره دکافرانو اومنافقانو دطرف نه (اذی) تکلیف ورکول وو نبی ﷺ اوپه هغه پسی بدی خبری کول ډیرشول نودلته ئی اوفرمائیل (وَدَعْ أَذَاهُمْ) یعنی ددوی بدوئیل اوطعنونه کول په هیڅ کښی مه شماره صبرپری کوه جواب هم مه ورکوه -
[۴۹] دا خطاب دی مؤمنانوته - ربط دادی چه دکافرانو او منافقانو په شان مه کیږئ په اذیت ورکولو کښی بلکه هغه بیبیانی چه تاسو ترینه هیڅ فائده نه دی حاصل کړی چه په هغوی باندی ستا هیڅ حق هم نه دی پاتی شوی لیکن دهغوی سره به احسان کوئ او اذیت به نه ورکوئ نومعلومه شوه چه دچانه تاسو فائده دینی حاصلوئ هغه ته به په هیڅ طریقه اذیت او تکلیف نه ورکوئ ددی وجی نه دلته حال دغیرمدخول بها ذکرکړو ځکه چه هغه ادنیٰ درجه ده نومعلومه شوه چه د مدخول بهاسره په طریق اولیٰ سره احسان کوئ (فَمَتِّعُوهُنَّ) دا شامل دی نصف مهرته که چیری مخکښی دطلاق نه مهرمقرر کړی وی اوکه نه وی مقرر نوصرف جوړه جامه، لوپټه، پیزار اوپړونی وغیره مراد دی او سراح جمیل دادی که څه ئی ورکړی وی نود حُسن اخلاق تقاضا داده چه هغه ترینه واپس نه غواړی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>