وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۲۶ الأحزاب

وَسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلًا ﴿۴۲﴾ هُوَ الَّذِي يُصَلِّي عَلَيْكُمْ وَمَلَائِكَتُهُ لِيُخْرِجَكُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَكَانَ بِالْمُؤْمِنِينَ رَحِيمًا ﴿۴۳﴾ تَحِيَّتُهُمْ يَوْمَ يَلْقَوْنَهُ سَلَامٌ وَأَعَدَّ لَهُمْ أَجْرًا كَرِيمًا ﴿۴۴﴾

اوپاکی وائی دهغه صبائی او بیگائی ﴿۴۲﴾
اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه پورته کوی شان ستاسو (په رحمتونوسره) او ملائک دهغه په دعاگانوسره دی دپاره چه اوباسی تاسولره د تیارونه رنړا ته اودی په مؤمنانوباندی خاص رحم کوؤنکی دی ﴿۴۳﴾
پیشکشی ددوی به په هغه ورځ چه مخامخ شی اللّه تعالٰی ته سلام به وی اوتیارکړی دی دوی لره ثواب عزت والا ﴿۴۴﴾

[۴۳] په دی آیت کښی سبب دی دپاره دماقبل یعنی ذکراوتسبیح ددی وجی نه کوئ چه هغه په تاسوباندی سره دملائکونه صلاة رالیږی یاد انتیجه او تفریع ده یعنی هرکله چه تاسوهروخت د اللّه تعالٰی ذکراوتسبیح کښی مشغول ئی نو اللّه تعالٰی په تاسو باندی صلٰوة را لیږی او صلٰوة د اللّه تعالٰی او ملائک سبب دی دپاره دوتلو دظلماتو نه نورته اوهغه بیا سبب دی دپاره دخاص رحمت الٰهیه - صلٰوة په اصل کښی رعایت او عنایت کول دی اوهغه د اللّه تعالٰی دطرف نه رحمت کول اونیک ذکردهغه په بندگانوکښی اشاعت کول اودملائکودطرف نه استغفارغوښتل دی ځکه چه ملائک مستجاب الدعوات دی (یعنی دهغوی دعاگانی قبلیږی) اودا استغفار سبب درفع درجات دی اود مؤمنانو دطرف نه دعا غوښتل په الفاظو د صلٰوة سره یاصرف دعا غوښتل دپاره درحم اللّه تعالٰی دی (الظُّلُمَاتِ) مرا ددی نه تیاری دمنافقت او اعتراضونه او طعنونه کول دی په اهل حق باندی اوکفراوشرک او جهل ته هم شامل دی اونورنه مراد یقین او کامل اوتوحید اوسنت دی -
[۴۴] په دی کښی بشارت اخرویه دی - تحیة هغه قول ته وائی چه سبب دخوشحالئ دمخاطب وی نو هغه دعا لفظ د حیَّاک اللّه ته شامل دی او السلام علیکم وئیلو ته شامل دی اود اللّه تعالٰی نسبت د ښائسته صفاتو ته شامل دی په دی ایت کښی مراد الفاظ دخوشحالئ دی اودسلام نه مراد سلامتیا او مبارکی ورکول دی په سلامتیا باندی دده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>