وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۲۵ الأحزاب
مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِنْ رِجَالِكُمْ وَلَكِنْ رَسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا ﴿۴۰﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا اللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا ﴿۴۱﴾
نه دی محمد ﷺ پلارد هیچ چا د نارینو ستاسونه لیکن رسول د اللّه تعالٰی دی او آخری دی د پیغمبرانونه او دی اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی علم لرونکی ﴿۴۰﴾
ای ایمان والو یادوئ اللّه تعالٰی په یادولو ډیروسره ﴿۴۱﴾
[۴۰] دا خطاب دی مؤمنانوته اوپه دی کښی جوابونه دهغه اعتراضونو دی چه خلقو په نکاح دزینب رضی اللّه عنها په وجی سره په نبی ﷺ کښی کول - اول اعتراض چه دی نبی دخپل ځوی دښځی سره نکاح کړی ده؟ نو جواب اوشو مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِنْ رِجَالِكُمْ، یعنی دنبی په نارینه اولاد کښی سړیتوب یعنی بلوغ ته هیڅ یو نه دی رسیدلی ځکه چه نارینه اولاد ئی په وړوکوالی کښی مړه شوی دی هان لونړه ئی څلور بلوغ ته رسیدلی وی او واده شوی وی او رِجَالِكُمْ، کښی اشاره ده چه ستاسو نه هیڅ څوک دهغه ځوئی نه شی جوړیدلی، نوپه دی کښی نفی دحقیقی بالغ ځوئی او مجازی یعنی دمتبنیٰ دواړو مراد ده - دوهم اعتراض چه څه ضرورت وؤ چه ده دزینب سره نکاح کوؤاگرچه انگور ئی نه ده خوخلق طعنونه کوی؟ جواب اوشو وَلَكِنْ رَسُولَ اللَّهِ، یعنی دا مسئله (چه رد درسم شرکی دی) رَسَوَل ضروری دی او دی پیغمبردی په ده باندی دا رَسَوَل فرض دی - دریم اعتراض: څه ضرورت وو چه ده دا خبره رَسَوَله بلکه دده نه روستو به بل پیغمبر راغلی وی نو هغه به رَسَوَلی وی؟ جواب اوشو و وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ، یعن دی آخری نبی دی دده نه روستو بل نبی نه راځی - څلورم اعتراض: چاته علم دی چه بل نبی روستو نه راځی کیدی شی چه راشی؟ جواب اوشو وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا، یعنی اللّه تعالٰی ته علم دی اوهغه دا خبرراکړی دی -
فائده: دآیت دمضمون او رواندش نه صریح معلومه شوه چه خَاتَمَ النَّبِيِّينَ نه مراد دادی چه دا اخری نبی دی دده نه روستو بل نبی راتلونکی نیشته اودارنگ په حدیث صحیح کښی راغلی دی - وانا خاتم النبین لانبی بعدی) (ابوداؤد) اوبل حدیث صحیح کښی دی : وانا لعاقب والعاقب الذی لیس بعده نبی، اوددی نه علاوه ډیراحایث شته نومعلومه شوه چه نبی ﷺ دخاتم معنیٰ په آخرسره کړی ده - اودارنگ په لسان العرب کښی (کتاب دلغت) کښی وئیلی دی چه خاتم النبین آخرهم، نودا آیت قطعی نص دی په دی باره کښی چه ځمونږ نبی آخری نبی دی دده نه روستو بل نوی نبی جوړیدونکی نیشته ددی نه انکار کول دقطعی نص نه انکارکول دی اودا ښکاره کفردی اود عیسیٰ علیه السلام په نزول باندی دآسمان نه احادیث متواترراغلی دی لیکن دهغه په راتللو سره ختم ته هیڅ نقصان نه رسی ځکه هغه زوړ مخکنی نبی دی اوهرکله چه راشی نونوی وحی به ورته نه راځی بلکه فیصله به ځمونږ د نبی ﷺ په شریعت سره کوی -
[۴۲،۴۱] ددی آیت نه تر آخردسورة پوری څلورم باب دی په دی کښی باقی پنځه خطابات دی نبی ﷺ ته (۵۹،۵۲،۵۰،۴۸،۴۵) کښی او اووه خطابات دی مؤمنانوته (۷۰،۶۹،۵۶،۵۳،۴۹،۴۲،۴۱) کښی او تخویفات دی په اته آیاتونو (۷۲،۶۸،۶۶،۶۵،۶۴،۵۸،۵۷) کښی اوزجردی منافقانوته په سوال غیرضروری باندی په (۶۳) کښی - په دی (۴۲،۴۱) کښی خطابات دی مؤمنانوته په دوه اوامرو سره - ذکرکثیر او تسبیح هروخت - ربط دمخکښی آیت سره دادی هرکله چه هغه وهمونه اواعتراضونه دفع کړل کوم چه په نبی ﷺ باندی خلقو کول نوپه دی ایتونوکښی دشکونو او وهمونو د زائل کولو دپاره علاج ذکرکوی (ذِكْرًا) دا عام لفظ دی عبادات بدنیه مالیه قلبیه، لسانیه ټولو ته شامل دی (كَثِيرًا) ډیرهغه دی چه په اخلاص دزړه اوپه سنت طریقی سره وی (بُكْرَةً وَأَصِيلًا) ددی دواړو وختونو فضیلت ډیردی ددی وجی نه ئی دا خاص ذکرکړل نوراوقات هم مراد دی یامراد ددی نه ورځ اوشپه ده اومراد تسبیح نه سبحان اللّه وئیل په ژبه باندی سره دعقیدی نه اودارنگ مونځ کولو ته شامل دی -