وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۲۸ الأحزاب
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَحْلَلْنَا لَكَ أَزْوَاجَكَ اللَّاتِي آتَيْتَ أُجُورَهُنَّ وَمَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ مِمَّا أَفَاءَ اللَّهُ عَلَيْكَ وَبَنَاتِ عَمِّكَ وَبَنَاتِ عَمَّاتِكَ وَبَنَاتِ خَالِكَ وَبَنَاتِ خَالَاتِكَ اللَّاتِي هَاجَرْنَ مَعَكَ وَامْرَأَةً مُؤْمِنَةً إِنْ وَهَبَتْ نَفْسَهَا لِلنَّبِيِّ إِنْ أَرَادَ النَّبِيُّ أَنْ يَسْتَنْكِحَهَا خَالِصَةً لَكَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ قَدْ عَلِمْنَا مَا فَرَضْنَا عَلَيْهِمْ فِي أَزْوَاجِهِمْ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ لِكَيْلَا يَكُونَ عَلَيْكَ حَرَجٌ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا ﴿۵۰﴾ تُرْجِي مَنْ تَشَاءُ مِنْهُنَّ وَتُؤْوِي إِلَيْكَ مَنْ تَشَاءُ وَمَنِ ابْتَغَيْتَ مِمَّنْ عَزَلْتَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكَ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ تَقَرَّ أَعْيُنُهُنَّ وَلَا يَحْزَنَّ وَيَرْضَيْنَ بِمَا آتَيْتَهُنَّ كُلُّهُنَّ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِي قُلُوبِكُمْ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَلِيمًا ﴿۵۱﴾
ای نبی یقیناً حلالی کړی دی مونږ تالره بیبیانی ستا هغه چه ورکړی دی تامهرونه دهغوی اوهغه وینځی چه مالک ئی دی ښی لاس ستا دهغه زنانؤ نه چه مهربانی کړی ده اللّه تعالٰی په تاباندی (دمال دکافرانونه) اولونړه دتره ستا او لونړه د تروریانو ستا او لونړه د ماما ستا او لونړه د ماسی گانو ستا هغه چه هجرت ئی کړی وی تاسره اوزنانه مؤمنه که چیری اوبښی خپل ځان نبی ﷺ ته که چیری غواړی نبی چه په نکاح سره واخلی هغی لره (دا) صرف تالره ده نیشته نورو مؤمنانولره یقیناً پوهه یو مونږه په هغه څیزچه فرض کړی دی مونږپه دوی باندی په باره دبیبیانو ددوی کښی اودهغه وینځو کښی چه مالک دی ښی لاسونه ددوی دپاره ددی چه نه وی په تا باندی تنگسیا اودی اللّه تعالٰی بخنه کوؤنکی رحم کوؤنکی ﴿۵۰﴾
(د نمبرنه) روستو کولی شی ته هغه بی بی چه غواړی ته ددوی نه اویوځای کولی شی دځان سره هغه چه غواړی اوهغه بی بی چه طلب کوی ته (یوځای کیدل) دهغی دهغه قسم نه چه جدا کړی وی تا (دنمبرنه) نونیشته گناه په تاباندی دا ښه نزدی ده چه یخیږی به سترگی ددوی اونه به خفه کیږی او رضا به وی په هغه څه چه ته ورکوی دوی ته دا ټولی او اللّه تعالٰی عالم دی په هغه څه چه په زړونو ستاسو کښی دی اودی اللّه تعالٰی پوهه او صبروالا ﴿۵۱﴾
[۵۰] دا خطاب دی نبی ﷺ ته په وسعت دمنکوحاتو اود وینځوسره دپاره ددی چه دین رَسَوَلو کښی هغه ته اسانتیا راشی په دی آیت کښی څلورقسمه ذکرکړی دی اول قسم هغه زنانه چه نبی ﷺ هغی سره په عوض دمهرسره نکاح کوی یائی کړی دی دوهم قسم هغه چه په مال غنیمت کښی حاصله شوی وی اوبیائی ازاده کړی وی اونکاح ئی ورسره کړی وی یا بغیر د آزادولو اود نکاح کولونه په طور دوینځی دهغی نه فائده اخلی لکه صفیه، جویریه، ریحانه رضی اللّه عنهم - دریم قسم دپلار دطرف نه خپلوانی یعنی تره یا دترورلونړه اودمورطرف نه خپلوانی یعنی دماما یا دماسی لونړه، داول مراد قریشیه دی اوددوهم نه مراد بنوزهره قبیلی دی اوهجرت ئی ددی وجی نه شرط کړی دی - چه بغیردهجرت نه ایمان ناقص وی اوپیغمبردپاره کمال والا په کار ده - څلورم هغه زنانه چه خپل ځان نبی ﷺ ته اوبخی بغیردمهرنه اوبغیردولی نه (خَالِصَةً لَكَ) یعنی حلال کیدل دبی شماره بیبیانو په دی څلورو قسمونوکښی خاص دی په نبی ﷺ پوری (مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ) یعنی نورو مؤمنانولره زیات دڅلورونه بیبیانی نه دی جائز اودارنگ بغیر دمهراود ولی نه نکاح دیوی ښځی سره دوی له نه دی جائز (فَرَضْنَا عَلَيْهِمْ) په باره د ازواجو کښی په مؤمنانوباندی مهراوگواهان د نکاح او ولی دنکاح فرض دی اوپه باره دوینځو کښی نفقه شرط ده (لِكَيْلَا يَكُونَ) دا حکمت دی دکثرت دزوجاتو د نبی ﷺ یعنی دبیبیانو ډیروالی سره د ډیروخاندانونو سره مصاهرت (سخرگنی) پیدا شی نود دین تبلیغ آسان شی بله داچه به عامو زنانوته ددین پوهه ورکوی خاص طورسره په هغه مسئلو کښی چه دنارینه نه پردئ زنانه دهغی تپوس نشی کولی -
[۵۱] داد مخکښی خطاب سره متعلق دی یعنی هغه آیت کښی فراخی په باره دنکاح کښی د نبی ﷺ دپاره ذکرکړی شوه اوس په دی آیت کښی فراخی په باره قَسم د بیبیانو دهغه کښی ذکرکوی دپاره ددی چه په نبی ﷺ باندی حرج نه وی - قسم د ازواجو په عام مؤمنانو باندی واجب دی یعنی که دیو سړی دیو نه ډیری بیبیانی وی نوپه حقوق ادا کولو کښی به عدل کوی اوپه شپه تیرولو کښی به هم مساوی حصه هریوی لره ورکوی هان نزدیکت حسب خواهش دی په هغی کښی مساوات امکان نه لری لکه چه دزړه بی اختیاره محبت کښی برابری دانسان دوس نه بهرده - په نبی ﷺ باندی قسم (ددی آیت په تقاضا) واجب نه وو لیکن سره ددی نه به هغه اهتمام دقسم کوؤ (وَمَنِ ابْتَغَيْتَ) مراد دادی که یوه بی بی تا دنمبرویستلی وی اوبیائی په نمبرکښی داخلول غواړی نوهم ستااختیاردی - لکه سوده رضی اللّه عنها خپل نمبر عائشه رضی اللّه عنها ته بخلی وؤ اود نمبرنه وتلی وه (ذَلِكَ أَدْنَى) په دی کښی فائدی بیانوی چه هرکله په تاباندی قسم واجب نه دی اوسره ددی نه دهغوی حقوق برابر اداکوی نوپه دی کښی دری فائدی دی -
اوله فائده: دا چه أَنْ تَقَرَّ أَعْيُنُهُنَّ، یعنی هرکله چه ته په خپله رضا دهغوی حق ادا کوی نوهغوی به خوشحاله شی -
دوهمه فائده: وَلَا يَحْزَنَّ، یعنی که څه وخت جدا شی نو خفگان به نه ورځی -
دریمه فائده: وَيَرْضَيْنَ، یعنی که ته لږ حق ادا کوی نوهم به رضا وی یعنی وائی به چه ځما خوپه ده باندی څه زوریا وجوب نیشته (وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِي قُلُوبِكُمْ) په دی کښی اشاره ده دزړه بی اختیارمحبت ته چه د یوی بی بی سره زیات وی اوبلی سره کم وی لیکن په حقوقو کښی فرق نه کوی -