فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ مَكْرِهِمْ أَنَّا دَمَّرْنَاهُمْ وَقَوْمَهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۵۱﴾ فَتِلْكَ بُيُوتُهُمْ خَاوِيَةً بِمَا ظَلَمُوا إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ ﴿۵۲﴾ وَأَنْجَيْنَا الَّذِينَ آمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ ﴿۵۳﴾
پس اوگوره چه څنگه شو انجام دچل ول ددوی یقیناً هلاک کړل مونږ اوقوم ددوی ټولو لره ﴿۵۱﴾
پس دغه دی کورونه ددوی راپریوتلی دی په سبب دظلم ددوی یقیناً په دی کښی خامخا عبرت دی دپاره دهغه قوم چه پوهیږی ﴿۵۲﴾
اوبچ کړل مونږ هغه چالره چه ایمان ئی راوړی وو اودوی تقویٰ کوله ﴿۵۳﴾
[۵۱] دابیان د مَكَرْنَا دی یعنی د اللّه تعالٰی دطرف نه تدبیردادی (دَمَّرْنَاهُمْ وَقَوْمَهُمْ) دجدا جدا ذکر نه معلومیږی چه ددغه نهه کسانو عذاب جدا وؤ اودباقی قوم عذاب جدا وؤ - حکمت دادی چه څوک د بل خلاف مکرونه کوی نووبال دهغی به په مکرکوؤنکی باندی راځی - متل دادی چاه کن را چاه درپیش (فارسی) من حفربیٔرا لاخیه فقد وقع فیه - (عربی)
فائده: دا آیت ئی مصدر کړو په فَانْظُرْ سره اشاره ده دواقعی لوئ مقصد عذاب دمنکرینو او نجات د مؤمنانودی -
[۵۲] (خَاوِيَةً) خالی داوسیدونکونه یا غورزیدلی شوی (فَتِلْكَ) په دی سره په حقیقت کښی اشاره کیږی هغه څیزته چه محسوس او موجودی وی نو کهنډرات دمداین صالح موجود دی او (لَآيَةً لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ) ئی ځکه اوفرمائیل چه ددی قوم خالی کهنډرات په مدائن صالح کښی قریب لاری دتبوک ته اوس هم موجود دی - حکمت دادی چه ډیر قومونه هلاک شی اوکهنډرات ئی پاتی شی دپاره ددی چه روستو خلق ترینه عبرت حاصل کړی -
[۵۳] دا دلیل دی چه سبب دنجات ایمان او تقویٰ ده اوداددی قصی لوی حکمت دی چه صالحین په نجات کښی اللّه تعالٰی ته محتاج دی -