وَلُوطًا إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ أَتَأْتُونَ الْفَاحِشَةَ وَأَنْتُمْ تُبْصِرُونَ ﴿۵۴﴾ أَئِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ شَهْوَةً مِنْ دُونِ النِّسَاءِ بَلْ أَنْتُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ ﴿۵۵﴾ فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا أَنْ قَالُوا أَخْرِجُوا آلَ لُوطٍ مِنْ قَرْيَتِكُمْ إِنَّهُمْ أُنَاسٌ يَتَطَهَّرُونَ ﴿۵۶﴾ فَأَنْجَيْنَاهُ وَأَهْلَهُ إِلَّا امْرَأَتَهُ قَدَّرْنَاهَا مِنَ الْغَابِرِينَ ﴿۵۷﴾ وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِمْ مَطَرًا فَسَاءَ مَطَرُ الْمُنْذَرِينَ ﴿۵۸﴾ قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ وَسَلَامٌ عَلَى عِبَادِهِ الَّذِينَ اصْطَفَى آللَّهُ خَيْرٌ أَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۵۹﴾ أَمَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَأَنْزَلَ لَكُمْ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَنْبَتْنَا بِهِ حَدَائِقَ ذَاتَ بَهْجَةٍ مَا كَانَ لَكُمْ أَنْ تُنْبِتُوا شَجَرَهَا أَإِلَهٌ مَعَ اللَّهِ بَلْ هُمْ قَوْمٌ يَعْدِلُونَ ﴿۶۰﴾
او (یادکړئ) لوط علیه السلام لره کله چه اوئیل هغه قوم خپل ته آیا کوئ تاسو بدکاری اوتاسو پوهیږئ ﴿۵۴﴾
آیا تاسو راتلل کوئ نارینوته په شهوت سره ورتیریږئ دزنانونه بلکه تاسو قوم د جهل کارکوؤنکی ئی ﴿۵۵﴾
نونه وؤ جواب د هغه قوم مگرداچه اوئیل هغوی اُباسئ کورنئ دلوط علیه السلام لره دکلی خپل نه یقیناً دوی خلق دی چه دپاکئ دعوی کوی ﴿۵۶﴾
پس بچ کړو مونږ ده لره او کورنئ دده لره مگر ښځه دده مقررکړی وه مونږ هغه دپاتی کیدونکونه ﴿۵۷﴾
اورا اوروؤ مونږپه دوی باندی باران نا آشنا نوناکاره وؤ باران د ویرولی شوؤ ﴿۵۸﴾
اوایه صفتونه دخدائی خاص اللّه تعالٰی لره دی او سلامتیاده (دعذابونو او افتونو د اللّه تعالٰی دطرف نه) په بندگانو دهغه باندی هغه چه غوره کړی دی آیا اللّه تعالٰی غوره دی (دپاره دالوهیت) اوکه هغه څوک دوی ئی د اللّه تعالٰی سره شریکوی ﴿۵۹﴾
آیا هغه څوک چه پیداکړی دی آسمانونه او ځمکه او راورولی دی تاسولره دآسمان دطرف نه اوبه نو زرغون کړی دی مونږپه هغی سره باغونه سره دتازگئ نه نشی کیدی تاسولره دا چه رازرغون کړئ بوټی دهغی آیا شته ددی کارونو واکدار د اللّه تعالٰی سره بلکه دوی قوم دی چه دحق نه اوړی ﴿۶۰﴾
[د ۵۴نه تر ۵۸] پوری دا څلورمه قصه ده په دی کښی هم ډیرحکمتونه دی، لوی حکمت په کښی دادی چه انبیاء او صالحین په نجات او سلامتیا کښی اللّه تعالٰی ته محتاج دی حکمتونه دادی (۱) استعمال درجالو او هلکانوپه شهوت سره داهم فاحشه ده (۲) او داد جاهلانو عمل دی (۳) حق پرستولره دوطن نه ویستل (۴) اوپه هغوی پوری مسخری کول داهم د جاهلانو کارونه دی (۵) داسی فواحش سبب دعذاب ددنیا دی (۶) باطل پرست کمال ته عیب وائی (وَأَنْتُمْ تُبْصِرُونَ) یعنی تاسو پوهیږئ چه دا فحش دی اوگناه ده یاداچه تاسو داعمل دیوبل په مخکښی کوئ یوبل نه پرده هم نه کوئ (إِنَّهُمْ أُنَاسٌ يَتَطَهَّرُونَ ) داپه طریقه دمسخری دی یعنی چه تاسو ځانونه پاک گنړئ اومونږپلیت نوپاک خود دپلیت نه لری کیدل په کاردی نور تفصیل ددی په سورة اعراف کښی ذکرکړی شوی دی -
[۵۹] ددی آیت نه ترآخردسورة پوری دریم باب دی په دی کښی دواړه دعوی دتوحید ذکرکوی اوپه مینځ دهغی کښی تفصیل د توحید دالوهیت دی په عقلی دلیلونو اعترافیو سره بیا زجرونه دی په کثرت سره بیا تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته اودا امورددعوت دی بیا تخویف اخروی دی په تفصیل سره اوآخرکښی وحی دلیلونه په رد دشرک فی العبادة او دعوت الی القرآن بیا تخویف دنیوی دی - په دی آیت (۵۹) کښی اوله دعویٰ ده یعنی انبیاء علیهم السلام په سلامتیا کښی اللّه تعالٰی ته محتاج دی دوی د اللّه تعالٰی سره شریک نه شی کیدی اوداتفریع ده په قصه د صالح او لوط علیهم السلام باندی اوتفسیرابن کثیرکښی ذکردی چه داطریقه د خطبی وئیلوده چه اول حمد د اللّه تعالٰی دی بیا سلام دی په انبیاء علیهم السلام باندی بیا تفصیل دتوحیدد اللّه تعالٰی دی په دلیلونو عقلیوسره اوداپه دی سورة کښی دوهم خطاب د نبی ﷺ دی (اصْطَفَى) دصفا نه اخستلی شوی دی ځکه چه انبیاء علیهم السلام دخیرودبشریت (یعنی دگناهونونه) پاک اوصاف وی (خَيْرٌ) دلته په معنیٰ دتفضیل نه دی ځکه چه مقابل کښی هیڅ خیرنیشته یاصیغه دتفضیل په عقیده د مشرکانوسره ذکرکړی ده چه هغوی په خپلو الٰهو کښی خیرگنړلو، او تقدیردعبارت دادی - اَعِبَادُةُُ اللّه خَيْرٌ اَم عِبَادُةُُ مَّا يُشْرِكُونَ، (آیا بندگی کول د اللّه تعالٰی غوره ده اوکه بندگی کول دشرکاؤ ددوی) اودا استفهام تقریری دی ځکه روایت کړی شوی دی چه نبی ﷺ به ددی آیت نه روستو وئیل (بَلِ اللّه خَیرٌوَّاَبقیٰ وَاَجَلُّ وَاکْرَمُ) -
[۶۰] ددی آیت نه دلیلونه عقلیه شروع شول په توحید او الوهیت باندی اودا اعترافی سکوتی دی ځکه چه تپوس کښی ئی (استفهام) ذکرکړی دی او جواب دخصم ئی نه دی ذکرکړی (أَمَّنْ) داپه اصل کښی اَم مَنْ دی او اَم په معنیٰ د بَل دی یعنی اول چه سوال ذکرکړوپه اللّه تعالٰی سره نودا تفصیل دی په ذکردصفاتود الوهیت سره اوپه دی آیت کښی دری ذکرکړی دی اوآیت کښی تقدیردی دمخکښی په شان یعنی اَعِبادَةُ مَنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ اه (خَيْرٌ) اَم عِبادَةُ مَايُشْرِكُونَ - دوهمه توجیه داده چه دا مستقل تپوس دی معنیٰ ئی داده (بلکه) آیا چا پیدا کړی دی آسمانونه او ځمکه (الٰی اخره) اوجواب حذف دی (لیقولن اللّه) أَإِلَهٌ مَعَ اللَّهِ دا مستقل تپوس دی یعنی هرکله چه دوی اومنله چه اللّه تعالٰی آسمانونه او ځمکه پیدا کړی دی نو آیا بل څوک (الٰه) شته چه په شان د اللّه تعالٰی داکارونه اوکړی شی ددی نه روستو هم جواب حذف دی یعنی لا (نیشته) او (بَلْ هُمْ قَوْمٌ يَعْدِلُونَ) زجردی په معنیٰ دعدول دی یعنی حق نه بی دلیله اوړی یاد عدل معنیٰ مساوات دی یعنی دوی د اللّه تعالٰی سره نورخلق برابروی اودا رنگ تشریح په دی روستو آیاتونو کښی تر (۶۴) پوری ده اوپه دی آیاتونو کښی د اِلٰه معنیٰ ته اشاره ده چه الٰه هغه ذات دی چه داکارونه (چه په دی پنځه آیاتونوکښی ذکرشوی دی) کولی شی اوهغه متصرف او کارساز ته وئیلی کیږی - نومعلومه شوه چه په دی آیاتونوکښی الٰه په معنیٰ دمتصرف او واکدار سره دی اودا ددی عامه معنیٰ ده (مَا كَانَ لَكُمْ أَنْ تُنْبِتُوا شَجَرَهَا) دا خطاب عام دی ټول مخلوق ته اولیاء په کښی داخل دی چه هیڅ څوک طاقت نه لری چه د ځمکی نه اونی بوټی زرغون کړی -