وَقَالَ الَّذِينَ ۹۲۲ النمل

قَالَ يَا قَوْمِ لِمَ تَسْتَعْجِلُونَ بِالسَّيِّئَةِ قَبْلَ الْحَسَنَةِ لَوْلَا تَسْتَغْفِرُونَ اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿۴۶﴾ قَالُوا اطَّيَّرْنَا بِكَ وَبِمَنْ مَعَكَ قَالَ طَائِرُكُمْ عِنْدَ اللَّهِ بَلْ أَنْتُمْ قَوْمٌ تُفْتَنُونَ ﴿۴۷﴾ وَكَانَ فِي الْمَدِينَةِ تِسْعَةُ رَهْطٍ يُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ وَلَا يُصْلِحُونَ ﴿۴۸﴾ قَالُوا تَقَاسَمُوا بِاللَّهِ لَنُبَيِّتَنَّهُ وَأَهْلَهُ ثُمَّ لَنَقُولَنَّ لِوَلِيِّهِ مَا شَهِدْنَا مَهْلِكَ أَهْلِهِ وَإِنَّا لَصَادِقُونَ ﴿۴۹﴾ وَمَكَرُوا مَكْرًا وَمَكَرْنَا مَكْرًا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿۵۰﴾

اوئیل صالح علیه السلام ای قومه ځما ولی په تادئ غواړی عذاب مخکښی دایمان راوړلو نه ولی نه غواړئ بخښنه د اللّه تعالٰی نه ددی دپاره چه په تاسو رحم اوکړی شی ﴿۴۶﴾
دوی اوئیل سپیره حالت راغی په مونږباندی ستا په وجه اوپه وجه دهغه چاچه ستا ملگری دی اوئیل هغه سپیره حال ستاسو د اللّه تعالٰی طرف نه دی بلکه تاسو قوم ئی چه امتحان درباندی کیدی شی ﴿۴۷﴾
او وؤ په ښار کښی نهه کسان ورانی ئی کوؤ په ملک کښی اونه وؤ اصلاح کوؤنکی ﴿۴۸﴾
دوی اوئیل قسمونه اوکړئ په اللّه تعالٰی باندی خامخا دشپی به حمله اوکړو په ده باندی اوپه کوروالو دده باندی بیابه خامخا اوایو مونږ وارث دده ته چه مونږ نه یو حاضرشوی قتل کولو دکورنئ دده ته اویقیناً مونږرشتیا وایو ﴿۴۹﴾
اوچلونه جوړکړل دوی چلونه اوتدبیراوکړو مونږ تدبیر او دوی نه پوهیدل ﴿۵۰﴾

[۴۶] یعنی دوی طلب دعذاب کوؤ لکه اعراف (۷۷) کښی دارنگ دوی شرک کوؤ چه هغه سبب دعذاب دی اودتوحید په باره کښی ئی هیڅ سوچ نه کوؤ ددی وجی نه هغه ورته دزجر په طورسره اوئیل (لِمَ تَسْتَعْجِلُونَ بِالسَّيِّئَةِ قَبْلَ الْحَسَنَةِ) بیا ترغیب د استغفارئی ورکړو چه هغه سبب درحمت دی - حکمتونه دادی (۱) دعذاب داسبابونه ځان بچ کول ضروری دی (۲) درحمت سبب توبه او استغفار دی -
[۴۷] هرکله چه په دوی دکفراوشرک دوجی نه مختلف عذابونه راغلل قحط، خشک سالی، مرضونه وغیره نودوی ددی نسبت صالح علیه السلام ته کوؤ چه دا بدحالی ستا دنحوست دوجی نه ده یعنی په دی وجه چه ته د اولیاؤ او بزرگانو تصرفات نه منی هغه ورله جواب ورکړو حاصل دجواب دادی چه دا بدحالی ستاسو دبد اعمالو د وجی د اللّه تعالٰی دطرف نه په تاسوباندی عذاب دی - حکمتونه دادی (۱) دطیره عقیده دجاهلانو او مشرکانو عقیده ده تفصیل دطیره ابن کثیرلیکلی دی (۲) بدحالات دوجی د بد اعمالونه دی (۳) دبعضی عملونو سزا په دنیا کښی ورکیدی شی -
[۴۸] رَهْطٍ) نوم دجمع دی په دوی کښی دیویو شخص ډیرتابعدار وؤ ددی وجی نه رَهْطٍ ئی ورته اوئیل (يُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ) فساد ددوی په ډیروقسمونو سره وؤ (۱) شرک ته ددعوت ورکول (۲) دصالح علیه السلام دتابعدارئ نه منع کول (۳) دخلقو دعیبونو پسی تفتیش کول (۴) روپئ اشرفئ‌ په سود باندی ورکول اونورگناهونه کول (وَلَا يُصْلِحُونَ) په دی کښی رد دی دهغوی په زعم باندی چه هغوی خپل فساد ته اصلاح وئیله - حکمتونه دادی (۱) دحق پرستو په مقابله کښی همیشه مفسدان وی (۲) دمفسدانو تابعدار ډیروی اودحق پرستو کم وی -
[۴۹] دا ددوی دفساد کولو نمونه ده یعنی د صالح علیه السلام دقتل دپاره تدبیرونه جوړول اوپه قسمونوکښی حیلی او دهوکی کول (تَقَاسَمُوا بِاللَّهِ) داصیغه دفعل ماضی ده دباب تفاعل نه اوداحال دی معنیٰ داچه دوی اوئیل په داسی حال کښی چه قسمونه ئی اوکړل په کورنئ کښی - یاداصیغه دامرده دباب تفاعل نه معنیٰ داده دوی اوئیل یوبل ته قسمونه اوکړئ په اللّه تعالٰی باندی حاصل داچه دوی عزم اوکړو چه د صالح علیه السلام اودهغه په اهل باندی دشپی حمله اوکړو اوقتل به ئی کړوبیا چه دده متولی (وارث) په مونږباندی دعویٰ دقتل اوکړی نودده سره به گواهان نه وی نومونږ له به قسم راکوی نومونږبه قسم اوکړو چه قسم دی مونږد صالح علیه السلام داهل دقتل کولودپاره حاضرشوی نه وؤ اوپه دی قسم کښی مونږددی وجی نه رشتینی یو چه مونږخو په قصد د قتل د صالح علیه السلام راغلی یو نه په قصد دقتل د اهل دده اودا حیله ده په قسم خوړولو کښی لکه په دی زمانه کښی حیله گرملایان خلقو ته دقسم کولو داسی طریقه اوښائی چه مدعی په هغی باندی دهوکه شی - اوحال داچه قسم کوؤنکی دروغژن وی - حکمتونه دادی (۱) مشرکانوهم قسم په اللّه تعالٰی باندی کوؤ (۲) دحق پرستو دقتل کولو ارادی مفسدان خلق همیشه کوی (۳) په قسمونو کښی حیلی دهوکی دمفسدانو عمل دی -
[۵۰] ددغه حیله جوړولو نه روستو دوی د صالح علیه السلام په کورباندی دشپی حمله اوکړله لیکن اللّه تعالٰی دصالح علیه السلام حفاظت دملائکوپه ذریعه سره اوکړو داسی ابن کثیرلیکلی دی او اللّه تعالٰی داسی دخپلو پیغمبرانو حفاظت دملائکوپه ذریعه سره په ډیرواوقاتو کړی دی - حکمت دادی چه اللّه تعالٰی د خپلو نیکانوباندی دمفسدانو په مقابله کښی امداد کوی -