وَقَالَ الَّذِينَ ۹۲۱ النمل

قِيلَ لَهَا ادْخُلِي الصَّرْحَ فَلَمَّا رَأَتْهُ حَسِبَتْهُ لُجَّةً وَكَشَفَتْ عَنْ سَاقَيْهَا قَالَ إِنَّهُ صَرْحٌ مُمَرَّدٌ مِنْ قَوَارِيرَ قَالَتْ رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي وَأَسْلَمْتُ مَعَ سُلَيْمَانَ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۴۴﴾ وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا إِلَى ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ فَإِذَا هُمْ فَرِيقَانِ يَخْتَصِمُونَ ﴿۴۵﴾

اوئیلی شو دیته ورننوځه بنگلی ته پس هرکله چه دی اولیدله گمان ئی اوکړو په هغی باندی د غُلئ د اوبو او اوچته ئی کړه جامه د پنډو خپلونه اوئیل هغه یقیناً دا بنگله جوړه کړی شوی ده دشیشو نه اوئیل هغه ای ربه ځما یقیناً ما ظلم کړی دی په ځان خپل باندی او اخلاص کوم دبندگئ په تابعدارئ د سلیمان علیه السلام کښی اللّه تعالٰی لره چه رب العٰلمین دی ﴿۴۴﴾
اویقیناً لیږلی دی مونږ ثمودیانو ورور دهغوی صالح علیه السلام چه بندگی کوئ‌ خاص د اللّه تعالٰی نودغه وخت دوی دوه ډلی شوی جگړه ئی کوله ﴿۴۵﴾

[۴۴] دا حکم دی ښځی ته د دوؤ وجونه - اوله وجه چه دا زنانه ده اوپه زنانه باندی لازم دی چه کورکښی دننه اوسی - دوهمه وجه داده چه سلیمان علیه السلام دیته خودله چه ځما ستا هدئی ته هیڅ حاجت نیشته بلکه مالره اللّه تعالٰی هغه نعمتونه راکړی دی چه تاله ئی نه دی درکړی هرکله چه هغی حکم اومنلو داخله شوه نوهغه محل دشیشونه یا دچمک کوؤنکی گټی نه جوړکړی شوی وؤ او دی‌ ښځی دا چیری نه وؤ لیدلی نوگمان ئی اوکړو چه دا داوبو غولی دی نوددی وجی نه ئی جامه دپنډو نه اوچته کړه نو سلیمان علیه السلام دنظرکولونه زر سترگی بل طرف ته واړولی اوهغه ئی په حقیقت پوهه کړله -
فائده ۱: داقول چه پیریانو سلیمان علیه السلام ته وئیلی وؤ چه ددی زنانه په پنډو باندی ویخته دی ددی سره نکاح مه کوه نوهغه دا محل ددی دپاره جوړکړو چه دهغی پنډو ته نظراوکړی دا صحیح نه ده ځکه چه انبیاء علیهم السلام دپردو زنانه پنډوته نظرنه کوی اودارنگ دا اسرائیلی روایات دی یهودیانو د سلیمان علیهم السلام د بدنامولو دپاره دا قصی جوړی کړی دی هرکله چه د بلقیس په معجزه او صدق د سلیمان علیه السلام باندی یقین راغی نود شرک نه ئی توبه اوکړه او دسلیمان علیه السلام تابع شوه -
فائده ۲: د بلقیس سره د سلیمان علیه السلام نکاح کول په صحیح دلیل سره ثابت نه دی اودارنگ بادشاهئ ته واپس لیږل اوپس داسلام نه دهغی بادشاهی کول په هیڅ صحیح دلیل سره ثابت نه دی بلکه قرآن ددی لفظ چه (ادخلی الصرح) نه روستو دهغی دخروج دپاره صریح نص نیشته - حکمتونه دادی (۱) عالیشان مکانات جوړول دضرورت مطابق جائز دی (۲) کله دانسان نظر خطا کیږی اگرچه هوښیاروی (۳) روستو دلائلو دحق نه باطل پریخودل ضروری دی (۴) دتوحید کمال بغیردتابعدارئ‌ درسول نه نشی کیدی -
[۴۵] دا دریمه قصه ده دا هم په ډیرو حکمتونو باندی مشتمل ده اولوی حکمت په کښی دادی چه انبیاء او اولیاء‌ په سلامتیا کښی اللّه تعالٰی ته محتاج دی نودوی بل چالره نجات او سلامتیا نشی ورکولی اودا رد شرک فی التصرف دی - حکمتونه ددی آیت دادی (۱) هرنبی په توحید باندی رالیږلی شوی دی (۲) د حق مسئلی په بیان سره ضرور اختلاف پیدا کیږی (۳) نسبت ددی تفرق او اختلاف داعی دحق نه شی کیدی - (يَخْتَصِمُونَ) ددی اختصام په سورة اعراف (۷۶،۷۵) کښی ذکر شوی دی -