وَقَالَ الَّذِينَ ۹۲۰ النمل

قَالَ نَكِّرُوا لَهَا عَرْشَهَا نَنْظُرْ أَتَهْتَدِي أَمْ تَكُونُ مِنَ الَّذِينَ لَا يَهْتَدُونَ ﴿۴۱﴾ فَلَمَّا جَاءَتْ قِيلَ أَهَكَذَا عَرْشُكِ قَالَتْ كَأَنَّهُ هُوَ وَأُوتِينَا الْعِلْمَ مِنْ قَبْلِهَا وَكُنَّا مُسْلِمِينَ ﴿۴۲﴾ وَصَدَّهَا مَا كَانَتْ تَعْبُدُ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنَّهَا كَانَتْ مِنْ قَوْمٍ كَافِرِينَ ﴿۴۳﴾

اوئیل سلیمان علیه السلام نا آشنا کړئ‌ دی (بلقیس) لره تخت ددی گورو مونږ آیا هدایت موندلی شی اوکه ده دهغه کسانونه چه هیڅ هدایت نه مومی ﴿۴۱﴾
پس هرکله چه دا راغله اوئیلی شو آیا داسی دی تخت ستا اوئیل هغی گویا که دا خو هغه دی او راکړی شوی دی مونږته علم (ستادنبوت) مخکښی ددی نښی نه اوشو مونږ تابعدار ﴿۴۲﴾
اومنع کړی ده دی لره (دتوحید نه) بندگئ دهغه چاچه دی ورله بندگی کوله سیوا د اللّه تعالٰی نه یقیناً دا وه دقوم کافرانونه ﴿۴۳﴾

[۴۱] دا عمل ددی دپاره دی چه استعداد دبلقیس معلوم شی چه آیا دا ددی معجزی (دراوړلودتخت) نه هدایت فائده اخستلی شی یا نه شی اخستلی ځکه هرمبلغ او داعی لره دخلقو استعداد معلومول په کار دی اوداپه آیت کښی یوحکمت دی اوددی آیت په ذیل کښی اسرائیلی روایات لیکلی شوی دی چه سلیمان علیه السلام دهغی عقل ددی دپاره معلومولو چه نکاح ورسره اوکړی داغیرمناسب دی -
[۴۲] په دی آیت کښی حکمتونه دادی (۱) دسوال ابتلائی په الفاظوکښی اخفاء دمقصد لکه چه اوفرمائیل أَهَكَذَا، اَهٰذَا ئی نه دی وئیلی (۲) په جواب کښی هم حکمت او هم ترتیب دی اول کلمه دشک اوبیا یقین - كَأَنَّ دپاره دشک دی او هُوَ دپاره دیقین دی (۳) روستو ددلیل لیدلونه انقیاد او استسلام ښکاره کول - (أُوتِينَا) ظاهرداده چه دا قول دبلقیس دی مطلب داچه ددی تخت راوړلونه هم ستا نبوت معلوم شو لیکن ددی نه وړاندی دخط دمضمونه نه اوبیا دهدیی دواپس کولونه معلومه شوی ده چه سلیمان علیه السلام نبی دی (وَكُنَّا مُسْلِمِينَ) یعنی مونږ په اراده د انقیاد او تابعدارئ سره راروان شوی یو -
[۴۳] په دی آیت کښی دفع دوهم کوی چه هرکله دا عاقله او هوښیاره وه نودڅه وجی نه په شرک کښی مبتلاوه؟ جواب دی په ذکرکولو ددوه اسبابوسره - اول سبب، دشرک عقیدی او اعمالو (په سبب د جهل) دتوحید نه غفلت پیدا کړی وؤ ځکه دانسان طبیعت دادی چه په یو نظریه اومسلک کښی مشغول وی نودهغی نه علاوه تحقیق نه کوی - دوهم سبب، قوم ددی ټول کافراو مشرک وؤ یعنی په ماحول ددی کښی توحید اودحق هیڅ آواز نه وؤ - ددی نه څوحکمتونه معلوم شول (۱) یو مذهب او مسلک انسان لره دنورو مذهبونو نه غافل کوی (۲) ماحول لره دانسان په عقیده او عمل باندی اثروی ددی وجی نه دغلط مجلس او ناکاره ملگرونه ځان ساتل ضروری دی -