قَالَ عِفْرِيتٌ مِنَ الْجِنِّ أَنَا آتِيكَ بِهِ قَبْلَ أَنْ تَقُومَ مِنْ مَقَامِكَ وَإِنِّي عَلَيْهِ لَقَوِيٌّ أَمِينٌ ﴿۳۹﴾ قَالَ الَّذِي عِنْدَهُ عِلْمٌ مِنَ الْكِتَابِ أَنَا آتِيكَ بِهِ قَبْلَ أَنْ يَرْتَدَّ إِلَيْكَ طَرْفُكَ فَلَمَّا رَآهُ مُسْتَقِرًّا عِنْدَهُ قَالَ هَذَا مِنْ فَضْلِ رَبِّي لِيَبْلُوَنِي أَأَشْكُرُ أَمْ أَكْفُرُ وَمَنْ شَكَرَ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ رَبِّي غَنِيٌّ كَرِيمٌ ﴿۴۰﴾
اوئیل یو طاقتور دپیریانو نه زه به راوړم تاته هغه تخت مخکښی دپاڅیدلو ستا دخپل ځای نه اوزه په دی قوت لرم امانت داریم ﴿۳۹﴾
اوئیل هغه چاچه دهغه سره پوهه وه د کتاب زه به راوړم تاته هغه محکښی ددی نه چه واپس شی تاته نظر ستا پس هرکله چه اولیدلو سلیمان علیه السلام تخت لره ولاړ دهغه په خواکښی اوئیل ده دا د وجی دفضل درب ځما نه دی دپاره ددی چه په ماباندی ازمیښت اوکړی آیا شکرکوؤم اوکه ناشکری کوؤم اوچاچه شکراوکړو پس یقیناًدی شکرکوی دپاره دفائدی خپلی اوچاچه ناشکری اوکړه پس یقیناً رب ځما بی حاجته عزت والا دی ﴿۴۰﴾
[۳۹] معلومه شوه چه دهغه اهل شوریٰ جنات هم وؤ اوهغوی تابع وؤ دحکم د سلیمان علیه السلام -
حکمتونه دادی: (۱) جناتوکښی ډیرقوت والا شته چه درانه څیزونه پورته کولی شی (۲) جناتولره دا طاقت هم ورکړی شوی دی چه په لږ وخت کښی ډیرمسافت قطع کولی شی چه انسان ئی نه شی کولی (۳) دهرکار کولو دپاره دوه صفتونه په کار دی قوت او امانت (۴) دخپل قوت اظهارپه وقت دضرورت کښی جائزدی (عِفْرِيتٌ) په معنیٰ دډیرقوت والادی سرکش نه دی مراد ځکه هغه ځان ته امین وئیلی دی او سلیمان علیه السلام دهغه په صفت باندی تردید نه دی کړی (مَقَامِكَ) مراد ترینه مجلس دقضا د سلیمان علیه السلام دی چه هغه تروخت دغرمی پوری وؤ -
[۴۰] سلیمان علیه السلام اوفرمائیل چه دا تخت زر رارسول ضروری دی نو اوئیل عالم دکتاب زه به ئی د رپ دسترگونه وړاندی را اورسوم (الَّذِي عِنْدَهُ عِلْمٌ مِنَ الْكِتَابِ) کښی دری اقوال دی اول قول، دا آصف بن برخیاوؤ وزیر دسلیمان علیه السلام وؤ ولی اللّه وؤ - لیکن داقول ضعیف دی دیوڅووجونه اول داچه کرامت دولی په اختیارکښی نه وی نوهغه څرنگ ځان ته نسبت اوکړو د راؤړلو دتخت - دوهم داچه دنبی په داسی کارونوکښی ولی ته ضرورت نه وی ځکه چه صفت دنبوت دولایت نه غالب او قوی دی - دریم داچه داصفت الذی عنده علم من الکتاب داصفت په سلیمان علیه السلام کښی اقویٰ وؤ په نسبت دآصف باندی نو معهود په دی سره غیرقوی شخص څرنگ کیدی شی - دوهم قول دادی چه دا جبرائیل علیه السلام وؤ هغه حاضروو د سلیمان علیه السلام سره اوهغه لره اللّه تعالٰی ددی نه زیات قوت هم ورکړی دی اودعلم دکتاب نه مراد داچه د وحی الٰهی په نازولو باندی دی مقرر دی - اوهغه مستلزم دی علم د هغه لره - دریم قول دا سلیمان علیه السلام وؤ او خطاب ئی عِفرِیت ته اوکړلو اوداسی خطاب په وخت دمحاوره کیدی شی اودا معجزه ده د سلیمان علیه السلام اونسبت دمعجزی نبی ته کله کله مجازاً کیدی شی لکه په واقعه د عیسیٰ علیه السلام کښی - واُنبئکم بماتاکلون وماتدخرون فی بیوتکم العمران (۴۹) اودارنگ سورة یوسف (۳۷) کښی اوظاهردلیل دترجیح ددی قول دادی چه سلیمان علیه السلام روستو اوئیل (هَذَا مِنْ فَضْلِ رَبِّي لِيَبْلُوَنِي) داسی کلمات هغه وخت لوستلی کیدی شی چه دیو انسان نه لوی کارصادرشی - حکمتونه ددی آیت (۱) علم دکتاب الٰهی لوی قوت دی (۲) هرکله چه یو نعمت حاصل شی (اگرچه په ظاهرکښی په قدرت دانسان سره وی) خودهغی نسبت د اللّه تعالٰی فضل ته کول په کاردی اوداشکر دنعمت دی (۳) هرنعمت الٰهیه په انسان باندی ابتلاء ده (۴) هرنعمت باندی یود دوؤ نتیجونه تفریع وی یا شکرنا شکری (۵) اودهری نتیجی فائده یا نقصان انسان ته حاصلیږی -