وَقَالَ الَّذِينَ ۹۱۸ النمل

فَلَمَّا جَاءَ سُلَيْمَانَ قَالَ أَتُمِدُّونَنِ بِمَالٍ فَمَا آتَانِيَ اللَّهُ خَيْرٌ مِمَّا آتَاكُمْ بَلْ أَنْتُمْ بِهَدِيَّتِكُمْ تَفْرَحُونَ ﴿۳۶﴾ ارْجِعْ إِلَيْهِمْ فَلَنَأْتِيَنَّهُمْ بِجُنُودٍ لَا قِبَلَ لَهُمْ بِهَا وَلَنُخْرِجَنَّهُمْ مِنْهَا أَذِلَّةً وَهُمْ صَاغِرُونَ ﴿۳۷﴾ قَالَ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ أَيُّكُمْ يَأْتِينِي بِعَرْشِهَا قَبْلَ أَنْ يَأْتُونِي مُسْلِمِينَ ﴿۳۸﴾

پس هرکله چه راغله ډالئ سلیمان علیه السلام ته اوئیل هغه ایا امداد کوئ ماسره په مال پس هغه چه راکړی دی ماته اللّه تعالٰی غوره دی دهغی نه چه تاسو ته ئی درکړی دی بلکه تاسو خپله ډالئ باندی لوئی کوؤنکی ئی ﴿۳۶﴾
واپس لاړ شه دوی ته پس خامخا رابه ولو دوی ته لښکری چه نه به وی طاقت دوی لره دمقابلی دهغی او خامخا اوباسو دوی لره ددوی دهغه کلونه کمزوری او دوی به سپک وی ﴿۳۷﴾
اوئیل سلیمان علیه السلام ای مشوری والو کوم ستاسو نه به راوړی ماته تخت دهغی مخکښی ددی نه چه راشی دوی ماته تابعداری کوؤنکی ﴿۳۸﴾

[۳۶] سلیمان علیه السلام هم پوهه شو چه دا ما درشوت په ذریعه مقصد نه اړوی نوځکه هغه هدیه ئی رد کړله (أَتُمِدُّونَنِ بِمَالٍ) یعنی تاسو ځما دنیوی مال زیاتی کول غواړئ اوحال داچه زما مقصد دین دی - (فَمَا آتَانِيَ اللَّهُ) نبوت او بادشاهی په جن او طیورو باندی د نورو بادشاهو نه غوره ده - حکمتونه ددی آیت (۱) انبیاء علیهم السلام فرق کوی په مینځ دهدیه او رشوت کښی دوجی دفراست نه هدیه (چه واقعی هدیه وی) او انبیاء علیهم السلام ئی قبلوی (۲) ددنیا په حصه باندی قناعت په کار دی (۳) په دنیا باندی فرح او خوشحالی کول دجاهلانو کار دی (فَلَمَّا جَاءَ) کښی ضمیرجنس رسول ته راجع دی اگرچه هغه ډیرکسان وؤ په دقرینه د المرسلون سره -
[۳۷] داتخویف دی هغوی ته د جنگ کولو په دی شرط چه هغوی انقیاد قبول نه کړی اوهدیه او رسولان دهغی ئی واپس کړل - نوآیت کښی تقدیردی یعنی، اِنْ لَّم یَاْتُوْا مُسْلِمِينَ فَلَنَأْتِيَنَّهُمْ بِجُنُودٍ ، یعنی که دوی انقیاد اونه کړی نوبیا به ورسره اوکړم - حکمت دادی (۱) ددعوت حق درد کولو نه روستو اعلان جنگ ضروری دی (۲) اودقتل نه باقی دشمنان د ملک نه ویستل په کار دی (أَذِلَّةً) بی ماله بی عزته (صَاغِرُونَ) مغلوب به کړی شی -
[۳۸] هرکله چه سلیمان علیه السلام خبرکړی شو چه هغوی د انقیاد په طورسره را روان شول نودغه وخت سلیمان علیه السلام خپل ارکان شوریٰ ته اوئیل دهغی دتخت دراوړلو په باره کښی اومقصد ددی راوړلو دادی چه سلیمان علیه السلام هغه ښځی او د هغی قوم ته معجزه اوښائی دپاره داثبات دنبوت خپل اودپاره داظهار دقدرت د عظیمه د اللّه تعالٰی دلیل په توحید باندی - کوم چه مفسرینو لیلکی دی چه مقصد ئی قبضه کول وؤ فقط نودا ددی نبی شان سره نه ښائیگی ځکه هغه هدیه دهغوی واپس کړله نوتخت ته ئی څه حاجت دی دا اسرائیلی روایات دی خاص د سلیمان علیه السلام دبدنامولو دپاره -
حکمتونه دادی: (۱) چه اسلامی مشاورت دپاره مجلس شوریٰ ضروری دی (۲) او شوریٰ باندی هم حکومت بعضی کارونه اچولی شی (۳) په نبی باندی اظهار دمعجزی ضروری وی او سلیمان علیه السلام چه څه کوی نو د اللّه تعالٰی په اذن سره ئی کوی -