وَقَالَ الَّذِينَ ۹۱۷ النمل

قَالُوا نَحْنُ أُولُو قُوَّةٍ وَأُولُو بَأْسٍ شَدِيدٍ وَالْأَمْرُ إِلَيْكِ فَانْظُرِي مَاذَا تَأْمُرِينَ ﴿۳۳﴾ قَالَتْ إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ أَهْلِهَا أَذِلَّةً وَكَذَلِكَ يَفْعَلُونَ ﴿۳۴﴾ وَإِنِّي مُرْسِلَةٌ إِلَيْهِمْ بِهَدِيَّةٍ فَنَاظِرَةٌ بِمَ يَرْجِعُ الْمُرْسَلُونَ ﴿۳۵﴾

دوی اوئیل مونږ طاقت والا یو اوخاوندان دجنگ سخت یو او اختیار تاته سپارلی شوی دی نواوگوره چه ته څه حکم کوی ﴿۳۳﴾
دی اوئیل یقیناً بادشاهان هرکله چه ورننوځی (په جنگ سره) یو کلی ته نو ورانه وی هغه کلی او گرځوی عزت مند اوسیدونکی دهغی ذلیلان او دغسی دوی کوی ﴿۳۴﴾
اویقیناً زه لیږونکی یم هغه ته څه هدیه (ډالئ) پس گورم چه په څه جواب سره واپس کیږی لیږلی شوی ﴿۳۵﴾

[۳۳] شوریٰ والا بغیردتحقیق نه مشوره ورکړه په جنگ کولوسره - په خپل قوت دمال او د فوج اوپه هنردجنگ باندی غرور ئی اوکړو اوحالات او قوت د دشمن ئی نه وؤ معلوم کړی اودا ددوی بی وقوفی ده، حکمتونه دادی (۱) مشوره پس دتحقیق نه ورکول په کار دی (۲) دخپل قوت مقابله کښی دبل طرف قوت ته هم نظر په کار دی (۳) پس دمشوری ورکولو نه اختیار دامیردی اوهغه پابند د شوریٰ نه دی -
[۳۴] دا تردید دښځی په مشوره داهل شوریٰ باندی اوتوجه ئی ورکړه هغوی له سوچ کولوته چه هرکله یوبادشاه ستاسو په ملک باندی حمله کول غواړی معلومیږی چه دهغه ډیرقوت وی نو ددی ملک به څنگه عاقبت وی؟ معلومه شوه چه ښځه ددی قوم نه په سیاسی نظرکښی قابله وه دارنگ ابن کثیرد حسن بصری رحمة اللّٰه علیه نه روایت راوړی دی حکمتونه دادی (۱) امیرلره په مشوره باندی عمل کول ضروری نه دی (۲) اومشوره په نرمه او مدلل طریقی سره رد کول په کار دی (۳) بادشاهان دی په جنگی امورو باندی ډیرسوچ او فکرکوی (۴) دجنگ دمسلط کولو دوه آثار دی - اول خرابی او فساد دوطن دوهم عزتمند خلق ذلیل کیدل -
[۳۵] دا ددغه ښځی سیاسی بصیرت دی حاصل ئی دادی چه دا خط رالیږونکی طلب گار ددنیا دی اوکه دنیا پرست نه دی بلکه په خپله دعویٰ کښی مضبوط‌ دی - اوددی معلومول په ذریعه دمال سره کیږی ځکه چه مال لویه فتنه ده که دی سړی هدیه اومال قبول کړو اوخپل مقصد ئی پریخودلو نودده نه په دی مال ورکولو سره په اسانه طریقه باندی خلاص شو اوکه هدیه ئی قبوله نه کړه نودداسی شخص سره جنگ کول گران دی اوس زمانه کښی هم اکثرجماعتونه په ملک کښی دشریعت نافذکولو شور کوی نو دنیوی بادشاهان هغوی له مال یا څه اقتدار ورکړی نوهغوی خپل احتجاج پریږدی نو معلومه شوه چه ددوی مقصد ددین نه دی بلکه دنیا ده -
فائده: هره زمانه کښی رشوت له نوم بدل کړی هدیه او ډالئ نوم ورله کیدی لیکن په نوم بدلولو سره حرام څیزحلال نه گرځی لکه دی ښځی هم رشوت له نوم دهدئی کیخودلو -