قَالَتْ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ إِنِّي أُلْقِيَ إِلَيَّ كِتَابٌ كَرِيمٌ ﴿۲۹﴾ إِنَّهُ مِنْ سُلَيْمَانَ وَإِنَّهُ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ﴿۳۰﴾ أَلَّا تَعْلُوا عَلَيَّ وَأْتُونِي مُسْلِمِينَ ﴿۳۱﴾ قَالَتْ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ أَفْتُونِي فِي أَمْرِي مَا كُنْتُ قَاطِعَةً أَمْرًا حَتَّى تَشْهَدُونِ ﴿۳۲﴾
اوئیل (ښځی) ای درباروالو مشرانو یقیناً را غورځولی شوی دی ماته خط دعزت والا ﴿۲۹﴾
یقیناً دا د سلیمان علیه السلام دطرفه نه دی اویقیناً مدد غوښتل په نوم د اللّه تعالٰی سره دی چه عام مهربان او خاص رحمتونو والا دی ﴿۳۰﴾
(نو) لوئی اونه کړی ځما په مقابله کښی او راشئ ماته تابعداری کوؤنکی (د اللّه تعالٰی او درسول) ﴿۳۱﴾
اوئیل هغه ای مشرانو دقوم صلاح راکړئ ماته په باره دکار (تدبیر) ځما کښی نه یم زه فیصله کوؤنکی دیوکار تردی پوری چه تاسو حاضر ئی ﴿۳۲﴾
[۲۹] حکمتونه دادی (۱) اراکینوشوریٰ ته د مهم خبراطلاع ورکوی (۲) کرامت دخط په هغی باندی مهر لگول دی لکه چه زمونږ نبی ﷺ هم ددی مقصد دپاره مهرپه گوته کښی جوړ کړی وؤ (۳) اود محترم خط احترام کول په کار دی (كَرِيمٌ) کرامت ددی خط په مهرسره هم وؤ اود مضمون په لحاظ سره اوپه کلمه د بسم اللّه سره هم وؤ -
[۳۱،۳۰] دا تفصیل دخط دی په ذکردمرسِل اوذکردمضمون سره اومضمون مشتمل دی په دری غټوخبروباندی په طور داختصار سره اول بسم اللّه چه مکمل دعوت دتوحید دی مشتمل ده په توحید د الوهیت اوتوحید د اسماؤ صفاتو اوتوحید داستعانت - دوهم دعوت پس دمنلو ددی نه په (أَلَّا تَعْلُوا عَلَيَّ) سره یعنی ددین ځما مخالفت مه کوئ په لوئی او تکبرسره دریم دعوت دانقیاد پوره اسلامی نظام ته په (وَأْتُونِي مُسْلِمِينَ) سره -
فائده: صحیح داده چه إِنَّهُ مِنْ سُلَيْمَانَ دخط په آخرکښی یاپه یوطرف باندی لیکلی وؤ بسم اللّه نه وړاندی نه وؤ لیکن عادت دادی چه مرسل الیه اول دمرسِل نوم گوری داسی خطیب شربینی په تفسیر سراج المنیرکښی لیکلی دی - حکمتونه د خط لیکلو اداب دی (۱) د مرسِل خپل نوم لیکل (۲) دخط ابتداء په بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ سره (۳) اوکله تسمیئ پوره لیکل صرف بسم اللّه یا باسمه تعالٰی یاپه ابجدو کښی لیکل مناسب نه دی (۴) خپل مقصد په اختصار سره جامع لیکل -
[۳۲] هرکله چه شوریٰ والا هیڅ خبره اونه کړه نودی ورته اوئیل أَفْتُونِي مشوره دهغوی ته ئی فتویٰ اوئیل دوجی د جلدئ کولونه په فیصله کښی اوفتویٰ هغه مضبوط جواب ته وئیلی کیږی چه په یوحادثه کښی ضروری وی - أَمْرِي مراد ددی نه جواب ورکول دخط دی (مَا كُنْتُ قَاطِعَةً) په دی جمله کښی دهغوی تعظیم دی اوترغیب ورکول دی صحیح جواب ورکولو ته اودا دلالت کوی چه دا ښځه په امور سیاسیوکښی پوره هوښیاره وه - حکمتونه ددی آیت (۱) بادشاه لره اهل شوریٰ ضروری دی (۲) اهل شوریٰ له په کار دی چه صحیح مشوره ورکوی (۳) اوهرکله چه دوی اتفاق اوکړی په یوخبره باندی نوهغه دی په طریقه د فتوی جاری کولی شی -