قَدْ أَفْلَحَ ۸۵۶ النور

وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ ﴿۵۵﴾ وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿۵۶﴾

وعده کړی ده اللّه تعالٰی دهغه چاسره چه ایمان ئی راوړی دی ستاسونه اوعلمونه ئی کړی دی نیک (په تابعدارئ دنبی سره) خامخا خلافت به ورکوی دوی لره په دنیا کښی لکه چه خلافت ئی ورکړی ؤوهغه کسانوته چه د دوی نه مخکښی ؤو او خامخا کلک به کړی دوی لره دین ددوی هغه چه غوره کړی دی ددوی دپاره اوخامخا بدل به کړی دوی لره روستو دویری نه امن په داسی حال چه بندگی کوی زما شریک نه جوړوی ماسره هیڅ څیزاو چاچه کفراوکړو روستو ددی نه نودغه کسان دوی نافرمان دی ﴿۵۵﴾
اوپابندی کوئ‌ دمونځ اوورکوئ زکوٰة اوتابعداری کوئ درسول ددی دپاره چه رحم اوکړی شی په تاسوباندی ﴿۵۶﴾

[۵۵] په دی آیت کښی بشارت دنیویه دی مؤمنانولره - یعنی اجراء د احکامو اوقوانینوددی سورة دپاره به اللّه تعالٰی مؤمنانو ته خلافت ورکوی اوپه هغی کښی تذلیل راځی دمنافقانو اوپه آیت کښی دری اسباب د بشارت ئی ذکرکړی دی - ایمان، عمل صالح، عبادت د اللّه تعالٰی دهرقسم شرک نه خالی، اودری بشارتونه ئی ذکرکړی دی استخلاف، تمکین ددین اسلام، امن، مقصد دخلافت غالب کول ددین اسلام دی اوغلبه ددین اسلام سبب دامن دی نوځکه ئی په ترتیب سره ذکرکړل اوهرکله چه کفرلوی سبب دخروج د طاعت د اللّه تعالٰی نه دی چه فسق دی او فسق سره دخلافت زوال راځی ددی وجی نه دآیت په اختتام کښی الْفَاسِقُونَ ئی ذکرکړو (الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ) نه مراد بنی اسرائیل دی روستو دهلاکت دفرعون نه دهغوی خلافت شروع شوی وو اوزمان د داؤد او سلیمان علیه السلام په کښی دخلافت بهترمثال دی -
فائده: د منکم لفظ دلالت کوی چه دا وعده دهرمؤمن سره نیشته دبعضو مؤمنانوسره د ارادی د اللّه تعالٰی موافق ده بیا دا وعده د نبی ﷺ دوخت نه شروع شوه په ژوند د نبی ﷺ کښی اسلام غالب شو په مکه، خیبر، بحرین جزیرة العرب، یمن، هجر، برمن اطراف دشام اوعمان، حبش، څوک فتح کړی شول اوپه چاباندی جزیه مقررکړی شوه - په زمانه د خلیفه اول ابوبکرصدیق رضی اللّه عنه کښی دجزیرة العرب نه مرتدین ختم کړی شول اوبصره، دمشق، حوران اوبلادمصر اوبعضی علاقه دفارس فتح کړی شوه - په زمان د خلیفه ثانی عمربن خطاب رضی اللّه عنه کښی شام مصر، اکثربلاد فارس اوروم فتح کړی شول اودکسریٰ قیصرخزانی په مسلمانانوکښی تقسیم کړی شوی په زمان دخلافه ثالث عثمان بن رضی اللّه عنه کښی مغرب دبحرمحیط پوری اوپه مشرق کښی عراق خراسان اهواز کابل وغیره ته خلافت اسلامیه را اورسیدلو اودهغوی نه روستوهم ددنیا عام اطرافو سند او هند باندی هم دمسلمانانوقوت غالب شو -
فائده: اللّه تعالٰی خپله وعده پوره کړی ده لیکن هرکله چه مسلمانانو تمسک په کتاب اللّه اوسنت رسول اللّٰه باندی پریخودلو او شرکیاتواو مشابهت دکفاروته ئی دین اوئیل اودشرعی قوانین په بدل ئی نورقوانین غوره کړل نومعامله برعکس شوه یعنی کفارپه هرملک کښی په مسلمانانوباند مسلط شول اوذلیل او مغلوب شول - (اللّهم وفقنا لما تحب وترضیٰ وانصرنا علٰی اعداءنا و اعِنَّا علیهم و امکرنا علیهم ولا تسلِّطهم علینا (امین) -
[۵۶] په دی آیت کښی دبقا دخلافت دپاره دری اوامرذکردی اقامة الصلوٰة ایتاء زکوٰة اواطاعت درسول دژوند په ټولو لمحاتوکښی اوخصوصاً په طریقه دمونځ او زکوٰة دهغه طاعت واجب دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>