قَدْ أَفْلَحَ ۸۵۵ النور
إِنَّمَا كَانَ قَوْلَ الْمُؤْمِنِينَ إِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ أَنْ يَقُولُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۵۱﴾ وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَخْشَ اللَّهَ وَيَتَّقْهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ ﴿۵۲﴾ وَأَقْسَمُوا بِاللَّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ لَئِنْ أَمَرْتَهُمْ لَيَخْرُجُنَّ قُلْ لَا تُقْسِمُوا طَاعَةٌ مَعْرُوفَةٌ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿۵۳﴾ قُلْ أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا عَلَيْهِ مَا حُمِّلَ وَعَلَيْكُمْ مَا حُمِّلْتُمْ وَإِنْ تُطِيعُوهُ تَهْتَدُوا وَمَا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ ﴿۵۴﴾
یقیناً ده وینا دمؤمنانو کله چه اوبللی شی اللّه تعالٰی ته اورسول دهغه ته دپاره ددی چه فیصله اوکړی ددوی په مینځ کښی چه وائی دوی واؤریده مونږه اوتابعداری کؤو مونږ او دغه کسان دوی بچ کیدونکی دی ﴿۵۱﴾
او چاچه تابعداری اوکړه د اللّه تعالٰی اودرسول دهغه او ویریږی د اللّه تعالٰی نه (په باره دتیرشؤو عملونوکښی) اوتقویٰ کی په راتلونکو عملونوکښی نودغه کسان دوی کامیاب دی ﴿۵۲﴾
اوقسمونه کړی دی دوی په اللّه تعالٰی باندی کلک قسمونه خپل که چیری ته حکم اوکړی دوی ته خامخا دوی به اوځی ته اوایه قسمونه مه کوئ تابعداری ستاسو معلومه ده یقیناً اللّه تعالٰی خبردار دی په هغه کارونو چه تاسوکوئ ﴿۵۳﴾
اوایه تابعداری کوئ د اللّه تعالٰی اوتابعدارئ کوئ درسول پس که مخ اوگرځؤو تاسو نو یقیناً دهغه په ذمه باندی هغه کاردی چه هغه ته سپارلی شوی دی اوپه تاسوباندی هغه دی چه تاسوته سپارلی شوی دی اوکه تابعداری اوکړئ دده نوهدایت به امومئ نونیشته په رسول باندی مگررسول دی ښکاره ﴿۵۴﴾
[۵۲،۵۱] په دی آیتونو کښی ذکردشپږ صفاتو او احوالو دمؤمنانو دی دپاره دفرق ښکاره کیدلو د منافقانو او بشارت دی دوی لره په فلاح او فوز سره - فرق ددی په مینځ کښی دادی چه (فلاح نیل الخیر والنفع اثرهٌ) حاصلول دخیراو اودداسی فائدی چه اثرئی باقی او همیشه وی او فوز (الخلاص من المکروه مع الوصول الٰی المحبوب ) بچ کیدل دمصیبت نه او مقصد ته رسیدل (از کتاب الفروق اللغویة لابی هلال العسکری) هرکله چه اول صفت دجنت د حصول دپاره کافی دی ځکه چه نفس ایمان دی نو هغی سره فلاح ذکرشوه اوپه دوهم کښی پوره ایمان سره دامتثال د اوامرو او اجتناب دمنهیاتو نه ذکر دی نوهغه سبب دپوره کامیابئ دی چه هغی ته فوز وائی نوددی وجی نه هغی سره ئی فوز ذکرکړی دی - (وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ) کښی اشاره ده دماموراتو تابعدارئ او (يَخْشَ اللَّهَ) په باره دهغه اعمالو کښی دی چه مخکښی ئی ذکرکړی دی دهغی سزانه ویریږی (وَيَتَّقْهِ) په باره دهغه عملونوکښی چه په آئنده ژوند کښی ئی کوی د مخالفت د اللّه اورسول نه ځآن ساتی -
[۵۳] په دی آیت کښی زجردی منافقانوته اودهغوی لسم صفت ذکرکوی یعنی هرکله چه په فرق بیانیدلوسره دوی بی اعتباره شول نوددی وجی ډیرتاکیدئی شروع کړو په قسم کولوسره په نوم د اللّه تعالٰی باندی ځکه چه قسم په غیراللّه باندی دوی په عام حالاتوکښی کوؤ لیکن قسم کول په نوم د اللّه تعالٰی سره ددوی په نیزباندی مضبوط قسم وؤ (لَيَخْرُجُنَّ) یعنی ته مونږته حکم کوی نو مونږستا په تابعدارئ کښی دکورونو نه اواهل وعیال اومالونونه اوځو اوستا حکم منو یامراد دا چه جهاد دپاره اوځو (طَاعَةٌ مَعْرُوفَةٌ) ددی اوله معنیٰ داده چه شرعی طاعت کول دقسم کولو نه غوره دی، دوهم داچه لازم دی په تاسوباندی طاعت شرعیه، دریمه معنیٰ داده ستاسو طاعت معلوم او مشهوردی چه هغه طاعت دی دخپل مفاد او خواهش دپاره لکه چه مخکښی تیرشو -
[۵۴] په دی کښی دعوت د اطاعت کامله دی دمنافقینو ته په اخلاص او په ترک دمنافقت سره اونقصان دتولی (اطاعت پریخودل) ئی ذکرکړی دی په فان تولوا آه سره (مَا حُمِّلَ) نه مراد دعوت اوتبلیغ او ادائیگی دخپلوفرایضوده (مَا حُمِّلْتُمْ) نه مراد قبلول داحکامو اوتابعداری د رسول اللّٰه ﷺ اواکرام دهغه دی اوفائده د اطاعت ذکرکړی ده په وان تطیعوا سره ددی ددی نه معلومه شوه چه په غیردتابعدارئ د نبی ﷺ هدایت نه حاصلیږی نوهغه پیران چه دځآن نه ئی طریقیت او حقیقت جوړکړی دی او وائی چه شریعت جدادی او طریقت جدا دی اوهغه بدعتیان چه دځان نه عقیدی او اعمال جوړوی اودهغی ثوابونه ذکر کوی داټول گمراهان دی ددوی سره هدایت نیشته -