قَدْ أَفْلَحَ ۸۵۴ النور

وَإِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ إِذَا فَرِيقٌ مِنْهُمْ مُعْرِضُونَ ﴿۴۸﴾ وَإِنْ يَكُنْ لَهُمُ الْحَقُّ يَأْتُوا إِلَيْهِ مُذْعِنِينَ ﴿۴۹﴾ أَفِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ أَمِ ارْتَابُوا أَمْ يَخَافُونَ أَنْ يَحِيفَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَرَسُولُهُ بَلْ أُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ﴿۵۰﴾

اوکوم وخت چه اوبللی شی دوی اللّه تعالٰی اورسول دهغه ته ددی دپاره چه فیصله اوکړی په مینځ ددوی کښی دغه وخت دغه یوه ډله ددوی نه مخ گرځوی ﴿۴۸﴾
اوکه چیری وی ددوی دپاره فائده (دنیوی) راځی هغی ته زرقبلوونکی ﴿۴۹﴾
آیا ددوی په زړونوکښی مرض دی بلکه دوی ښه شکیان دی بلکه ویریږی چه ظلم به اوکړی اللّه تعالٰی په دوی باندی اورسول دهغه بلکه دغه کسان دوی ظالمان دی ﴿۵۰﴾

[۵۰،۴۹،۴۸] دنور دتوحید ذکر کولو نه روستو هغه منافقانو ته زجرونه ورکوی چه ددی د نوردمړکولو کوششونه کوی په دی آیاتونو کښی دمنافقانو نهه صفات ذکرکړی دی په اول آیت کښی دری صفتونه دوهم آیت کښی یوصفت، دریم آیت کښی یوصفت څلورم آیت کښی څلورصفتونه (ثُمَّ يَتَوَلَّى) مطلب دادی چه عملونه دمقتضی دایمان نه مخالف کوی (مُذْعِنِينَ) په تلوار سره قبلوونکی دی لیکن دا قبولیت دحق پرستئ دوجی نه نه دی بلکه دمفاد پرستئ او خواهش پرستئ په وجی سره دی اوددی صفت مصداق په دی زمانه کښی هغه خلق دی چه په یومعامله کښی دقرآن او سنت (شرعی) فیصلی ته را اوبللی شی نوکه فائده او گټه ئی نه وی نووائی چه مونږ دملک په قانون (غیرشرعی) باندی عمل کوؤ اوکه فائده او گټه ورته ملاویږی نووائی چه زه په شریعت فیصله کوم - دارنگ هغه ملایان چه متعصب مقلدین دی چه قرآن اوسنت په مقابله کښی فقهی روایات بی دلیله منی اووائی چه مقلدباندی قرآن او سنت ته رجوع منع ده اووائی ځکه چه مشران زمونږ نه ښه پوهیدل اوکه ددوی څه مفاد په کښی ښکاریږی، نوبیا په قرآن باندی حوالی ورکوی (مَرَضٌ) ددی نه مراد ضعف دایمان دی اَم په معنیٰ دبل سره دی (ارْتَابُوا) یعنی دقرآن اوسنت په احکامو کښی شک کوی اودازوال دایمان دی (أَمْ يَخَافُونَ) یعنی بلکه فیصلو دقرآن او سنت ته نسبت دظلم او وحشیت کوی لکه وائی چه حد شرعی د زنا او غلا وغیره ظلم یا وحشی سزاگانی دی اوداسی وئیل عین کفردی (بَلْ أُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ) کښی اشاره ده چه دقرآن او سنت په فیصلوکښی هیڅ ظلم نیشته بلکه ددی مخلوق په خود ساخته قوانینو او رواجونو کښی صریح ظلم دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>