قَدْ أَفْلَحَ ۸۵۳ النور

أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُزْجِي سَحَابًا ثُمَّ يُؤَلِّفُ بَيْنَهُ ثُمَّ يَجْعَلُهُ رُكَامًا فَتَرَى الْوَدْقَ يَخْرُجُ مِنْ خِلَالِهِ وَيُنَزِّلُ مِنَ السَّمَاءِ مِنْ جِبَالٍ فِيهَا مِنْ بَرَدٍ فَيُصِيبُ بِهِ مَنْ يَشَاءُ وَيَصْرِفُهُ عَنْ مَنْ يَشَاءُ يَكَادُ سَنَا بَرْقِهِ يَذْهَبُ بِالْأَبْصَارِ ﴿۴۳﴾ يُقَلِّبُ اللَّهُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَعِبْرَةً لِأُولِي الْأَبْصَارِ ﴿۴۴﴾ وَاللَّهُ خَلَقَ كُلَّ دَابَّةٍ مِنْ مَاءٍ فَمِنْهُمْ مَنْ يَمْشِي عَلَى بَطْنِهِ وَمِنْهُمْ مَنْ يَمْشِي عَلَى رِجْلَيْنِ وَمِنْهُمْ مَنْ يَمْشِي عَلَى أَرْبَعٍ يَخْلُقُ اللَّهُ مَا يَشَاءُ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۴۵﴾ لَقَدْ أَنْزَلْنَا آيَاتٍ مُبَيِّنَاتٍ وَاللَّهُ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ ﴿۴۶﴾ وَيَقُولُونَ آمَنَّا بِاللَّهِ وَبِالرَّسُولِ وَأَطَعْنَا ثُمَّ يَتَوَلَّى فَرِيقٌ مِنْهُمْ مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ وَمَا أُولَئِكَ بِالْمُؤْمِنِينَ ﴿۴۷﴾

آیا ته نه گوری چه یقیناً اللّه تعالٰی راشړی وریځی بیا جوړخ راولی په مینځ دټکړو دهغی کښی بیا اوگرځوی هغه لاندی باندی (غټه) نووینی ته غټ باران چه راؤځی دمینځ دهغی نه او را وروی اللّه تعالٰی دآسمان دطرف نه د (وریځونه) چه په شان دغرونودی وی په هغی کښی ځینی دگلئ‌ نه نورسوی دی لره هغه چاته چه اوغواړی او اړوی دهغه چانه چه اوغواړی نزدی وی پړق دبرښنا دهغه چه اوتختوی نظرونولره ﴿۴۳﴾
بدلوی رابدلوی اللّه تعالٰی شپه او ورځ لره یقیناً په دی نظام کښی خامخا عبرت دی عقلونووالو لره ﴿۴۴﴾
او اللّه تعالٰی پیدا کړی دی هر زنده سر داوبونه (نطفه) نوبعضی هغه دی چه گرځی په خیټه خپلوباندی اوبعضی هغه دی چه گرځی په دوه خپوباندی اوبعضی هغه دی چه گرځی په څلورو (خپو) باندی پیداکوی اللّه تعالٰی هغه څه چه اوغواړی یقیناً اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی قدرت لری ﴿۴۵﴾
یقیناً‌ نازل کړی دی مونږ آیاتونه ښکاره مضمون والا او اللّه تعالٰی رسوی چاله چه اوغواړی لاری نیغی ته ﴿۴۶﴾
اووائی دوی (منافقان) چه ایمان راوړی دی مونږ په اللّه تعالٰی اوپه رسول باندی اوتابعداری کؤو مونږ بیا مخ اړوی یوه ډله ددوی نه روستو ددی نه اونه دی دغه کسان مؤمنان ﴿۴۷﴾

[۴۳] دا دریم عقلی دلیل دی په ذکر داحوالو متوسطو سره په دی کښی وریځی جوړول اودهغی نه باران راورول ا وگلئ‌ راورول او چاته رسول او چانه اړول اوتیزی دبرښنا دبجلئ ذکرکړی ده (يُزْجِي) دځمکی او د شااوخوا او اطرافونه اجزاء راپورته کولو ته ازجا وائی (جِبَالٍ) دا استعاره ده ذکر دمشبه به اومراد ترینه مشَبَّه ده یعنی وریځی چه په شان دغرونو غټی وی اوپه دی آیت کښی بیان دملک او دتصرف د اللّه تعالٰی دی په بارانونو وغیره پیدا کولو سره -
[۴۴] دا څلورم دلیل دی په ذکر دنورو احوال متوسطو سره په دی کښی ذکردملک او تصرف د اللّه تعالٰی دی په زمانه اوزمانیاتو کښی -
[۴۵] دا پنځم دلیل عقلی دی په ذکرداحوال سفلیوسره یعنی احوال دځمکووالو سره - په اعتباردگرځیدلوسره په ځمکه باندی دری قسمه دی په خیټه باندی گرځی لکه مار، په دوؤ خپوباندی گرځی لکه انسان، مارغان په څلورو خپوباندی گرځی لکه عام ځناور (يَخْلُقُ اللَّهُ مَا يَشَاءُ) کښی زیاتو خپوته اشاره ده لکه زنزه (هزارپای ورته وائی) عنکبوت وغیره لیکن معلومه داده چه دوی هم په څلوروخپوباندی گرځی نوددی وجی نه ئی دامستقل قسم شمارکړی نه دی -
[۴۶] داترغیب دی قرآن ته اوامتثال ددی احکاموته اوهرکله چه تیرشوی آیاتونو کښی دعقیدی د توحید ذکراوشو ځکه ددی اختتام ئی په ذکر دصراط مستقیم سره اوکړو -
[۴۷] ددی آیت نه پنځم باب ترآخر دسورة پوری دی په دی کښی مقابله د صفاتو دمنافقانو او دصفاتو دمؤمنانو اوزجرونه منافقینوته اوبشارتونه اخروی اودنیویه مؤمنانوته بیا دری اداب دی دپاره ددفع دحرج دمؤمنانو نه بیا اخرکښی مقابله ده دصفتونو دمؤمنانو او منافقانو او زجردی اوتخویف دی منافقوته اواختتام دسورة په مسئله دتوحید سره دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>