قَدْ أَفْلَحَ ۸۵۲ النور

أَوْ كَظُلُمَاتٍ فِي بَحْرٍ لُجِّيٍّ يَغْشَاهُ مَوْجٌ مِنْ فَوْقِهِ مَوْجٌ مِنْ فَوْقِهِ سَحَابٌ ظُلُمَاتٌ بَعْضُهَا فَوْقَ بَعْضٍ إِذَا أَخْرَجَ يَدَهُ لَمْ يَكَدْ يَرَاهَا وَمَنْ لَمْ يَجْعَلِ اللَّهُ لَهُ نُورًا فَمَا لَهُ مِنْ نُورٍ ﴿۴۰﴾ أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُسَبِّحُ لَهُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالطَّيْرُ صَافَّاتٍ كُلٌّ قَدْ عَلِمَ صَلَاتَهُ وَتَسْبِيحَهُ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِمَا يَفْعَلُونَ ﴿۴۱﴾ وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَإِلَى اللَّهِ الْمَصِيرُ ﴿۴۲﴾

بل مثال ددوی په شان د ډیرو تیارو دی په دریاب ډونگی کښی چه پټ کړی وی هغه لره چپی دپاسه ترینه بله چپه وی دپاسه ترینه وریځ وی تیاری دی بعضی دپاسه دبعضو نه هرکله چه را اوباسی دی لاس خپل نزدی نه ده چه هغی لره اوینی اوهغه څوک چه ورنه کړی اللّه تعالٰی هغه ته نور نونیشته هغه لره هیڅ نور ﴿۴۰﴾
آیا ته نه گوری چه یقیناً اللّه تعالٰی تسبیح وائی هغه لره هغه څوک چه په آسمانونو کښی دی اوځمکه کښی دی اومارغان غوړؤونکی د وزرو دی هریو ښه پیژنی اللّه تعالٰی مونځ دهغه او تسبیح وئیل دهغه او اللّه تعالٰی پوهه دی په هغه کارونو چه دوی ئی کوی ﴿۴۱﴾
او خاص اللّه تعالٰی لره ده بادشاهی د آسمانونو او دځمکی او خاص اللّه تعالٰی ته دی ورگرځیدل ﴿۴۲﴾

[۴۰] دامثال ددوهم قسم اصحاب ظلمات دی چه جاهلان مقلدین دی یا مثال دی دبدو اعمالو دمشرکانو - تطبیق دمثال دادی لکه چه یو کس په سمندر ډونگی کښی وی دایوظلمت دی - راگیرکړی وی یو موج دادوهم ظلمت دی دپاسه نه بل موج وی دادریم ظلمت دی دپاسه پری وریځی دی داڅلورم ظلمت دی په داسی ظلماتوکښی دځان نه هم خبرنه وی خپل لاس هم نه شی لیدلی دارنگ دا کافرپه ظلمت دجهل کښی دی بیاپه جهل باندی هم نه پوهیږی دابل ظلمت دی بیا دی په دی ظلمت دتقلید کښی دی اودده امام پیشوا هم جاهل مشرک اومبتدع دی دابل ظلمت دی، دی دځان دپاره هیڅ لار دنجات نه شی موندلی ځکه چه اللّه تعالٰی ده ته نورنه ورکوی نوبل څوک به ئی څه ورکړی - دوهمه طریقه دمثال: چه یو ظلمت دشرک دی بل ظلمت د انکار جهلی یاعنادی دی دریم ظلمت دفسق او فجور داعمالو او اخلاقو دی څلورم ظلمت په خلقو باندی دظلمونوکولو دی اوبیا هم ده ته خپل گناهونه محسوس کیږی نه - ددی وجی نه نورداللّه تعالٰی دطرف نه نه ورکیږی (لُجِّيٍّ) کښی اشاره ده چه د لاندی دطرف نه دظلمتونو انتها نه ده معلوم (مِنْ فَوْقِهِ سَحَابٌ) په دی کښی اشاره ده چه نمر، سپوږمئ دستورو رنړا هم دده د سترگونه په وریځو سره بنده ده (إِذَا أَخْرَجَ يَدَهُ) انسان ته خپل لاس د نظرکولو دپاره ډیرنزدی وی لیکن هغه هم نه شی لیدلی نوبل هیڅ څیزلیدلی نه شی -
[۴۱] دنور دحاصلولو او دظلماتو نه دبچ کیدلو دپاره عقلی دلیلونه په توحید باندی ذکرکوی، دااول دلیل دی (صَافَّاتٍ) په دی حال کښی مارغان ښکاریږی انسانانوته ځکه ئی خاص ذکرکړل یاپه داسی وخت کښی مارغان ډیره تسبیح وائی (كُلٌّ قَدْ عَلِمَ صَلَاتَهُ وَتَسْبِيحَهُ) صلات متعلق دی د ملائکو او جناتو او انسانانوسره او تَسْبِيحَهُ متعلق دی په مارغانوپوری یاتسبیح بیان دی دصلات او (قَدْ عَلِمَ) کښی ضمیرراجع دی اللّه تعالٰی ته یعنی اللّه تعالٰی دهرچا په صلات او تسبیح عالم دی ځکه ورپسی عموم دعلم د اللّه تعالٰی ذکرکړو داتوجیه غوره ده یاضمیردعلم راجع دی دغه مخلوق ته یعنی هریو دملائکو او جناتو او انسانانواومارغانو نه دصلاة او د تسبیح پوهه لری په هغه طریقه چه اللّه تعالٰی ورته خودلی ده -
[۴۲] دا دوهم دلیل عقلی دی اوپه اسم د اللّه تعالٰی باندی دوه کرته تصریح دپاره دتاکید ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>