قَدْ أَفْلَحَ ۸۵۱ النور
لِيَجْزِيَهُمُ اللَّهُ أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا وَيَزِيدَهُمْ مِنْ فَضْلِهِ وَاللَّهُ يَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ ﴿۳۸﴾ وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍ بِقِيعَةٍ يَحْسَبُهُ الظَّمْآنُ مَاءً حَتَّى إِذَا جَاءَهُ لَمْ يَجِدْهُ شَيْئًا وَوَجَدَ اللَّهَ عِنْدَهُ فَوَفَّاهُ حِسَابَهُ وَاللَّهُ سَرِيعُ الْحِسَابِ ﴿۳۹﴾
دپاره ددی چه بدله ورکړی دوی لره اللّه تعالٰی ښائسته بدله دعملونو ددوی اوزیاتی ورکړی دوی لره دفضل خپل نه او اللّه تعالٰی روزی ورکوی چالره چه اوغواړی بی حسابه ﴿۳۸﴾
اوهغه کسان چه کفرئی کړی وی عملونه ددوی په شان دپړقیدونکی شگی دی په میدان کښی چه گمان کوی په هغی باندی تږی سړی داوبوترهغی پوری چه هرکله راشی هغی ته اونه مومی هغی لره هیڅ څیز اوامومی اللّه تعالٰی لره دهغی په خواکښی نوپوره به کړی ده ته حساب دده او اللّه تعالٰی زرحساب کؤونکی دی ﴿۳۹﴾
[۳۸] په دی آیت کښی بشارت دی (أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا) دلته احسن مقابل دحسن نه دی بلکه هرعمل چه په اخلاص او اواتباع سنت سره وی نوهغه احسن دی (وَيَزِيدَهُمْ مِنْ فَضْلِهِ) مرا ددی نه زیادت د جزاء دنیک عمل دی دلس چندونه زیات دهغی انداز معلوم نه دی یاداچه داعمالودعوض نه علاوه زیاتی هم ورکوی (وَاللَّهُ يَرْزُقُ) ددی نه مراد رزق دجنت دی چه دهغی حساب نیشته اوانداز ئی هم نیشته -
[۳۹] روستو دمثال داصحاب نورنه مثالونه داصحاب ظلمات ذکرکوی اول مثال داعمال صالحه (په اعتباردظاهرسره) او اعمال خیردمشرک دی لکه مونځونه صدقات روژی یا احسانات کول دمخلوق سره لیکن ورسره ئی شرک گډکړی دی اودوهم مثال دبدو اعمالواوظلمونه کول دمشرک او کافردی یاداچه اول مثال دهغه کافرانو مشرکانودی چه دعوت ورکوی شرک اوکفرته یعنی مقتداء دکافرانو دی اودوهم مثال دمشرکانوجاهلانو دی چه تقلید شرکی کوی - دادوهمه توجیه تفسیرابن کثیرذکرکړی ده - تشریح: دمثال اول داده (كَسَرَابٍ) سراب دی ته وائی چه په غرمه موسم داوړی کښی صحراء او میدان ته انسان نظرکوی نودلری نه هغه ته اوبه ښکاریږی لیکن هغه اوبه نه وی دارنگ ریگستان ته په غرموکښی نظرکوی نودشگودچمک دوجی نه اوبه ښکاریږی هغی ته عرف کښی شگئ گل وائی یعنی سراب نوم دمعدوم شی دی (بِقِيعَةٍ) صاف میدانونوته وائی (حَتَّى إِذَا جَاءَهُ لَمْ يَجِدْهُ) داضمیرونه راجع دی سراب ته یاداضمیرونه عمل دکافرته راجع دی یعنی عمل به ئی بربادوی (وَوَجَدَ اللَّهَ عِنْدَهُ) بناپه اوله توجیه باندی په کلام کښی تقدیردی یعنی (لم یجده شیٔاً فکذالک الکافرلایجد من جزاء عمله شَیْئاً بل وجداللّه عنده) اوبنا په دوهم توجیه باندی تقدیرته حاجت نیشته اوعنده ضمیر عمل ته راجع دی اومراد دادی چه د اللّه تعالٰی سره به مخامخ شی په وخت دجزاء دعمل دده کښی - تطبیق دمثال دادی څنگه چه دغه گمان کؤونکی د اوبو چه تږی دی په سراب پسی منډی اووهی اومحنت اوکړی لیکن هغه محنت ئی بی فائدی شی دارنگ کافرمشرک دنیکو عملونو کوشش کړی دی اوگمان ئی دادی چه په دی باندی ثواب او جنت ملاویږی لیکن دجنت نه په سبب دشرک سره محروم شی اومحنت ئی برباد شی - دا رنگ مقتداء دکفراوشرک چه په دعوت کفراوشرک سره اقتداراوعزت ددنیا ئی حاصل کړی دی دده خیال دادی چه په اخرت کښی به هم مالره عزت حاصل شی لیکن په ورځ دحساب دا گمان به ئی غلط ثابت شی -