قَدْ أَفْلَحَ ۸۵۷ النور
لَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مُعْجِزِينَ فِي الْأَرْضِ وَمَأْوَاهُمُ النَّارُ وَلَبِئْسَ الْمَصِيرُ ﴿۵۷﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِيَسْتَأْذِنْكُمُ الَّذِينَ مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ وَالَّذِينَ لَمْ يَبْلُغُوا الْحُلُمَ مِنْكُمْ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ مِنْ قَبْلِ صَلَاةِ الْفَجْرِ وَحِينَ تَضَعُونَ ثِيَابَكُمْ مِنَ الظَّهِيرَةِ وَمِنْ بَعْدِ صَلَاةِ الْعِشَاءِ ثَلَاثُ عَوْرَاتٍ لَكُمْ لَيْسَ عَلَيْكُمْ وَلَا عَلَيْهِمْ جُنَاحٌ بَعْدَهُنَّ طَوَّافُونَ عَلَيْكُمْ بَعْضُكُمْ عَلَى بَعْضٍ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۵۸﴾
گمان مه کوه په هغه کسانو باندی چه کفرئی کړی دی بچ کیدونکی د عذاب د اللّه تعالٰی نه په ځمکه کښی اوځای ددوی داوردی اوخامخاناکاره ځای دورتللو دی ﴿۵۷﴾
ای ایمان والو په کاردی چه اجازت غواړی تاسو نه هغه کسان چه مالک دی پری ښی لاسونه ستاسو اوهغه کسان چه نه دی رسیدلی بلوغ ته ستاسو دری وخته مخکښی دمونځ دصبانه اوکوم وخت چه کیږدئ تاسو جامی ستاسو دغرمی په وخت کښی او روستود مونځ د ماسختن نه دا دری وختونه دپردی ستاسودی نیشته په تاسوباندی اونه په دوی باندی گناه سیوا ددی (وختونونه) ډیرتلونکی راتلونکی دی په تاسوباندی بعضی ستاسو په بعضوباندی دغسی بیانوی اللّه تعالٰی تاسوته حکمونه او اللّه تعالٰی پوهه دی حکمتونووالا دی ﴿۵۸﴾
[۵۷] په دی آیت کښی تخویف دی مخالفینودمؤمنانوته او تسلی ده رسول او ایمان والوته چه کافران ستاسو نه خلافت نه شی اخستلی ځکه چه اللّه تعالٰی سره دوی مقابله نشی کولی -
[۵۸] هرکله چه مقصد د خلافت امن دی سره دحرج لری کولو دمؤمنانونه اوبنیاد دامن عفت او محبت دی نواوس دری قوانین ددی دپاره ذکرکوی - په دی آیت کښی اول قوانین دهغی نه ذکرکوی - په دی کښی اسیتذان داولاد اودخادمانوذکرکوی او مخکښی (۲۷) کښی ئی استیذان داغیارو ذکرکړی وؤ مطلب ئی دادی چه دری وختونه داسی دی چه انسان دعام عادت په وجه په دغه اوقاتوکښی بی پردی اوبی پرواهی سره ناست وی دصبا دمانځه نه مخکښی، دغرمی په وخت، اود ماسخوتن دمانځه نه روستو په دی اوقاتوکښی د غلامان خادمان او نابالغ اولاد (چه مراهق وی په عوراتوباندی پوهیږی) د داخلیدلودپاره اجازت غواړی، اوبغیر ددی اوقاتونه د اجازت اخستل فرض شی نوحرج به راشی او اللّه تعالٰی په دین کښی حرج نه غواړی، ابوداؤد د ابن عباس رضی اللّه عنهم نه روایت راوړی دی چه په دی آیت باندی اکثرخلق عمل نه کوی (اومنسوخ نه دی) او زه خو خپلی وینځی ته هم دا امرکوؤم (ابن کثیر) (ثَلَاثَ مَرَّاتٍ) مراد ددی نه دری وختونه دی په شپه اوورځ کښی (وَحِينَ تَضَعُونَ ثِيَابَكُمْ) مراد ددی نه ټولی جامی دی لکه بعضی خلق دآرام کولو په وخت کښی ټولی جامی اوباسی یامراد ددی نه زیاتی جامی دی په داسی طریقه سره اکثرحصه دعورت ښکاری پرواه ئی نه کوی په دی وخت (غرمه) کښی اکثرجماع کول نه وی نوعلت ئی صرف وضع الثیاب ذکرکړی دی اومخکښی دمونځ دفجراو روستو دمونځ د عشاء نه دواړه وجی شته نودهغی ذکرته حاجت نیشته (طَوَّافُونَ) دا علت دی دتیرشوی حکم دپاره اومراد ددی دخدمت دوجی نه او موراوپلار ته دبچو ډیر حاجتونوپه وجی سره تله راتله کیږی نوکه هروخت اجازت طلب کول لازم شی نوډیرحرج به راشی -