قَدْ أَفْلَحَ ۸۴۸ النور

وَلْيَسْتَعْفِفِ الَّذِينَ لَا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّى يُغْنِيَهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ وَالَّذِينَ يَبْتَغُونَ الْكِتَابَ مِمَّا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ فَكَاتِبُوهُمْ إِنْ عَلِمْتُمْ فِيهِمْ خَيْرًا وَآتُوهُمْ مِنْ مَالِ اللَّهِ الَّذِي آتَاكُمْ وَلَا تُكْرِهُوا فَتَيَاتِكُمْ عَلَى الْبِغَاءِ إِنْ أَرَدْنَ تَحَصُّنًا لِتَبْتَغُوا عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَمَنْ يُكْرِهْهُنَّ فَإِنَّ اللَّهَ مِنْ بَعْدِ إِكْرَاهِهِنَّ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۳۳﴾

اوځان دی پاک ساتی هغه کسان چه نه مومی نکاح لره تردی پوری چه مالداری به ورکړی اللّه تعالٰی دوی ته دفضل خپل نه او هغه کسان چه غواړی مکاتب کیدل دهغه چانه چه مالک دی پری خی لاسونه ستاسو مکاتب کړئ دوی لره که چیری پوهیږئ تاسو په هغوی کښی خیر (ایمان) اوورکوئ دوی ته دمال د اللّه تعالٰی نه هغه چه درکړی دی تاسوته اوزور مه کوئ په جینکوخپلوباندی دبدکارئ (اودنکاح نه کولو) که چیری غواړی هغوی پاکدامنی (نکاح کول) ددی دپاره چه اولټوئ سامان د ژوند دنیوی او چاچه زور اوکړو په دوی باندی نویقیناً اللّه تعالٰی روسته دزورکولونه په دوی باندی بخښنه کؤونکی رحم کؤونکی دی ﴿۳۳﴾

[۳۳] ابتداء‌ ددی آیت دمخکښی آیت سره تعلق لری، مطلب دادی چه یوکس دنکاح وس نه لری د فقیرئ دوجی یاد نورو اسبابوپه وجه نوعفت او پاکدامنی دی نه بربادوی اوحدیث صحیح کښی ئی دهغه طریقه خودلی ده په روژه نیولو سره فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ؛ فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ بیاپه دی آیت کښی نهم ادب دی دپاره دبندلو داسبابو دبدکارئ - حاصل دادی چه په کومه معاشره کښی مریان او وینځی ډیری وی نوپه هغی کښی بدکاری ډیره پیدا کیږی ځکه چه هغوی په خپله وس او اختیار دنکاح نه لری او مولائ ئی دنکاح خیال نه ساتی نودین اسلام دمریانو وینځو کمولو مختلف طریقی ښائی (۱) هسی ازادول ئی ثواب ډیرلری (۲) په کفارو دگناهونو کښی ازادول (۳) په مدبرکولوسره (۴) په مکاتب کولوسره هرکله چه انسان حرصناک دی دعمل په عوض کښی مال غواړی ددی وجی نه په دی آیت کښی دکتابت په طریقه د آزادولو امرورکوی چه دا یو ادنٰی طریقه ده د ازادولو - کتابت دیته وئیلی کیږی چه دمرئی یا وینځی په طلب یابغیرد طلب دهغوی مولٰی ورته اوائی چه دومره عوض روپئ راوړه په قسطونوسره نوته به آزاد ئی نوهرکله چه هغه قسطونه پوره ادا کړی نوازاد به شی - په دی کښی دمعاهدی او قسطونو لیکل په کاردی نوځکه ورته کتابت وئیلی کیږی - (خَيْرًا) ددی نه مراد ایمان دی اوورسره قدرت دهغه په کسب دمال باندی دی اوصلاحیت او تقویٰ (وَآتُوهُمْ) په دی کښی عام مسلمانان مخاطب دی چه هغوی دده سره په صدقه یاپه زکوٰة سره امداد اوکړی اومولاهم په دی خطاب کښی داخل دی چه دهغه سره دی مالی امداد اوکړی - (وَلَا تُكْرِهُوا) دالسم ادب دی یعنی لونړه خویندی دنکاح نه منع کول یا خپلی وینځی په زنا باندی دمال دکسب کولودپاره مجبوره کول لوئ سبب دبدکارئ‌ دی ددی نه ځان بچ کول فرض دی - په آیت کښی دوه تفسیره دی اول داچه دفتیات نه مراد وینځی دی اوبغاء نه مراد زنا ده تحصناً نه مراد ځان دبدکارئ نه بچ کول دی (عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا) نه مراد اجرت دزنا دی یعنی زور مه کوئ په وینځو خپلو دزنا کولو ، ددی دپاره چه په دی ذریعه سره مال اوگټئ هرکله چه هغوی پاکدامنی غواړی په دی معنیٰ کښی اشکال دادی إِنْ أَرَدْنَ تَحَصُّنًا شرط دی نود شرط نه معلومیږی چه که پاکدامنی نه غواړی نوبیا په هغوی اکراه دزنا کولو جائزده؟ جواب اول دادی اِن په معنیٰ د اِذ دی، دوهم جواب دادی چه اکراه هله راځی چه هغوی تحصن غواړی کله چه دا وینځی په زنا رضا وی نوبیاخو معنیٰ داکراه په کښی نه راځی - دوهم تفسیردادی چه فتیات نه مراد لونړه خویندی دی اوبغاء‌ نه مراد نکاح نه کول دی او تَحَصُّنًا نه مراد نکاح کول دی و عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا نه مراد مال اخستل په عوض دنکاح دمهرپه نوم سره یا د رواج په طریقه سره یعنی کله چه مالدار سړی دده لور خور نه غواړی اوده لره ډیرمال نه ورکوی نودی دغه لورخور بل چاله په نکاح نه ورکوی اوداسبب اوگرځی دهغی دگناهونو کولو دپاره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>