قَدْ أَفْلَحَ ۸۴۹ النور

وَلَقَدْ أَنْزَلْنَا إِلَيْكُمْ آيَاتٍ مُبَيِّنَاتٍ وَمَثَلًا مِنَ الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ وَمَوْعِظَةً لِلْمُتَّقِينَ ﴿۳۴﴾ اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ مَثَلُ نُورِهِ كَمِشْكَاةٍ فِيهَا مِصْبَاحٌ الْمِصْبَاحُ فِي زُجَاجَةٍ الزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ دُرِّيٌّ يُوقَدُ مِنْ شَجَرَةٍ مُبَارَكَةٍ زَيْتُونَةٍ لَا شَرْقِيَّةٍ وَلَا غَرْبِيَّةٍ يَكَادُ زَيْتُهَا يُضِيءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ نُورٌ عَلَى نُورٍ يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ مَنْ يَشَاءُ وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۳۵﴾

اویقیناً نازل کړی دی مونږتاسوته آیاتونه وضاحت کؤونکی او نمونی دهغه کسانو چه تیرشوی دی ستاسونه مخکښی اووعظ دپاره دمتقیانو دی ﴿۳۴﴾
اللّه تعالٰی نور دآسمانانو اود ځمکی دی حال دنوردتوحید دهغه (په زړه دمؤمن مبلغ کښی) په شان دطاقچی دی چه په هغی کښی چراغ وی اودا چراغ په شیشه کښی وی دا شیشه گویا کښی دا ستوری دی پرقیدونکی بله ولی شی (داچراغ دتیلو) د اونی برکت والا نه چه خونه دی نه ده نمرته مخامخ اونه خالص په سوری باندی نزدی دی تیل دهغی چه رنړا اوکړی اگرچه نه دی لگیدلی دهغی سره اور زنړا ده دپاسه دبلی رنړا هدایت ورکوی اللّه تعالٰی ددی نورخپل نه هغه چاته اوغواړی اوبیانوی اللّه تعالٰی مثالونه خلقوته او اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی پوهه دی ﴿۳۵﴾

[۳۴] په دی آیت کښی ترغیب دی قرآن کریم ته عموماً اودی سورة ته خصوصاً دپاره دعمل کولو یعنی احکام واضح او ښکاره دی اودمخکنو قومونو واقعات هم دعبرت دپاره دی، او دوعظ او نصیحت خبری په کښی هم شته اوپه دی باندی په عمل کولو سره تقویٰ حاصلیږی (مُبَيِّنَاتٍ) بَیِّنات اکثر استعمالیږی په احکامو دعقیده کښی او مُبَيِّنَاتٍ، په اعمالو کښی (مَثَلًا) په دی کښی اشاره ده ذکردعذابونو د مخالفینو ته - (مَوْعِظَةً) کښی اشاره ده بشارتونو د متقیانو ته -
[۳۵] ددی آیت نه تر (۴۷) پوری څلورم باب دی په دی کښی دعویٰ دتوحید او مثال دمؤحد دی چه دعوت ورکوی توحید ته سره داوصاف داهل نورنه اوبشارت دهغوی، بیا دوه مثالونه دظلمات والوچه کافران مشرکان دی بیاپنځه عقلی دلیلونه اوپه آخرکښی ترغیب - نوم ددی (۳۵) آیت (آیت النوردی) -ربط دمخکښی مضمون سره دادی چه هرکله چه دفع اشوه د ظلماتو چه ناکاره اعمال او اخلاق دی نواوس ترغیب ورکوی نور ته - دارنگ هرکه چه داخلاق دخبیثین نه منع اوکړه نواوس حال دطیّبین ذکرکوی - تشریح: دالفاظو ددی آیت داده (اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ) نوراسم د اللّه تعالٰی دی داسماء‌ حسنیٰ هغه نه بغیردشبیه او تمثیل دمخلوق سره - اودلالت کوی چه دآسمانونو اوځمکو اومافیها پیداکوونکی اودهغی تدبیراو نظام چلوؤنکی اوهدایت کوؤنکی یو اللّه تعالٰی دی په دی معنیٰ کښی دهغه شریک نیشته نودادعویٰ دتوحید ده چه دهغی په مخالفت کښی منافقانو په توحیدوالوبدنامی لگولی دی اولگوی نورختمول ددوی مقصد دی لیکن په دی مقصد کښی چیری نه کامیابیږی روستو مثال دلالت کوی چه ددی نورمقابله څوک نه شی کولی -

چراغی راکه ایزد برفروزد          هرآنکه تف زند ریشش بسوزد

(مَثَلُ نُورِهِ) دانور غیردی داول نورنه ځکه چه دلته په اضافت سره ذکردی اومضاف غیروی دمضاف الیه نه پس مراد ددی نه هدایت دتوحید اود ایمان دی د اللّه تعالٰی دطرف نه په زړه دمؤحد کښی بیا دغه مؤحد چه توحید اوایمان ته دعوت ورکوی نودا نورپه دنیا کښی مشهورشی (لَا شَرْقِيَّةٍ وَلَا غَرْبِيَّةٍ) یعنی خالص په مشرق کښی نه وی چه همیشه په نمرکښی وی اوخالص په مغرب کښی نه وی چه همیشه په سوری کښی وی بلکه په درمیانی ځمکه کښی وی یاداچه قریب وی مشرق ته نونمرترینه زرواوړی اوچه قریب وی مغرب ته نوسوری ترینه زر راغوڼدیږی بلکه درمیانه ځای کښی ده نوتیل ئی صاف وی - تشریح دمثال: سینه دمؤمن مشابه ده د مشکوٰة سره او زړه دمؤمن مشابه دی دزجاجه سره - په شیشه کښی دری صفات دی (۱) نه ډیرسخته په شان دگټی او نه ډیره نرمه په شان دخاوری یا خټی (۲) صفاوالی (۳) شفافیت چه پوری راپوری ترینه څیزونه ښکاریږی دارنگ زړه دمؤمن نرم دی دمؤمنانوسره - سخت دی په کافرانو باندی (أَذِلَّةٍ عَلَى المُؤمِنينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الكافِرينَ) (اَشِدّآءُ عَلَی الکُفّارِ رُحَمآءُ بَینَهُم) اوزړه دمؤمن صفا او پاک دی دشکونو اوشبهاتونه اودشفافت وجی نه علمونه او حکمتونه په زړه دمؤمن کښی تجلَّی (روښانه) کیږی - اوایمان او عقیده دمؤمن مشابه ده دمصباح سره چه سبب درنړا دی (كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ دُرِّيٌّ) یعنی څنگه چه شیشه کښی دارنړا په شان دستوری چمکدار ده دارنگ ایمان په زړه دمؤمن کښی سبب دی درسیدلودی مقصد ته په تیرو کښی (يُوقَدُ مِنْ شَجَرَةٍ مُبَارَكَةٍ زَيْتُونَةٍ) څنگه چه چراغ د زیتون (خونه) دتیلو نه بلیږی دارنگ ایمان دمؤمن حاصل شوی وی د علومو دقرآن او حدیث نه - اوکوم ایمان چه تقلیدی وی نوپه هغی کښی شکونه شبهات راځی دوام ئی نه وی اوکوم ایمان چه د قرآن او سنت نه ماخوذ وی نوهغه دشک او شبهی نه پاک وی او دائم وی - اوڅنگه چه اونه د زیتون د درمیانه ځمکی وی نودارنگ نزول دقرآن اوسنت هم په حجازمقدس کښی دی چه نه مشرقی ملک دی اونه مغربی ملک دی (يَكَادُ زَيْتُهَا يُضِيءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ) څنگه چه تیل ددغه ونی د زیتون بغیر داور لگیدلو نه چمک کوی دارنگ عملونه دقرآن اوسنت سره که څوک ورباندی ایمان لری اوکه نه لری واضح او صفا دی (نُورٌ عَلَى نُورٍ) څنگه چه د تیلو دچمک سره مصباح رنړا جمع شوه نودارنگ دقرآن اوسنت سره چه دعقل ددلیلونو تائید چه یوځای شوی وی نو ایمان پوره او کامل دی وجه دتشبیه داده څنگه چه دغه نور چه موصوف دی په داسی صفتونو او حالاتو سره غالب دی په ټولو تیرو باندی اودلری نه ښکاری او چمک کوی اوچه په زجاجه کښی بند وی نومړ کول ئی هم گران دی نودارنگ مؤحد چه دتوحید دعوت ئی دقرآن اوسنت په رنړا کښی شروع کړی دی مشهوردی په هرملک کښی اومؤمنان ورسره محبت کوی - اوخلق درنړا ددین دحاصل کولودپاره دده خواته راځی اوپه ټولو مخالفینوددین باندی په حجت اوپه رعب سره غالب وی اومخالفین دده دمقابلی نه عاجزوی دده رنړا نه شی ختم کولی (يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ مَنْ يَشَاءُ) داسی هدایت اونور اللّه تعالٰی خاص بندگانوته ورکوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>