قَدْ أَفْلَحَ ۸۴۷ النور
وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُولِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاءِ وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِنْ زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿۳۱﴾ وَأَنْكِحُوا الْأَيَامَى مِنْكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ إِنْ يَكُونُوا فُقَرَاءَ يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ﴿۳۲﴾
او اوایه مؤمنانو زنانوته چه کوز ساتی دنظرونو خپلونه اوبچ ساتی عورتونه خپل اونه ښکاره کوی ډول خپل مگرچه ښکاری دهغی نه (بی اختیاره مجبوراً) او اچوی دی لوپټی خپلی په گریوانونو خپلوباندی اونه دی ښکاره کوی ډول خپل مگرخاوندانو خپلوته یا پلارانو خپلوته یا سخرانو خپلوته یا ځامنو خپلوته یابن ځو خپلوته یارونړو خپلوته یا وریرونو خپلوته یا خوریونو خپلوته اوزنانو خپلو (یعنی مؤمنو) ته یاهغه وینځی چه مالک دی پری خی لاسونه ددوی یا خدمتگاران چه نه دی شهوت والا دنارینونه یاهغه واړه چه نه دی خبرشوی په عورتونو دزنانو باندی او نه ږدی خپلی خپی په زوره سره په ځمکه باندی دپاره ددی چه معلوم شی خلقوته هغه چه پټ دی دکالو ددوی نه اوتوبه اوباسئ اللّه تعالٰی ته ټول ای مؤمنانو دی دپاره چه کامیاب شئ ﴿۳۱﴾
اونکاح اوکړئ دلونډانو ستاسونه او دنیکانو (مؤحدینو) دمرئیانو او د وینځو ستاسونه که دوی وی فقیران نومالداری به وکړی اللّه تعالٰی دفضل خپل نه او اللّه تعالٰی فراخ فضل والا عالم په هرڅیزباندی دی ﴿۳۲﴾
[۳۱] په دی کښی پنځه اداب زنانومؤمنانو دپاره ذکرکړی دی - اول ادب غض دبصردهغی، تفصیل ئی مخکښی بیان شو یعنی لکه چه نارینه منع دی پردو زنانو ته دنظرکولونه نودارنگ زنانه هم منع کړی شوی دی دنظرکولونه نارینوته - دوهم ادب حفاظت دفروجو هغه هم مخکښی ذکرکړی شو - دریم ادب (وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ) زینت دوه قسمه دی خلقی او کسبی اوبیا دوه قسمه ظاهری او باطنی، خِلقی زینت مخ او بدن دی او کسبی جامی کالی اوچول رنگ لگول رانجه لگول وغیره (إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا) ظَهَرَ نه مراد هغه دی چه په مجبورئ باندی ښکاره کیږی نودا استثناء منقطع ده معنیٰ داشوه چه زنانه دی قصداً خپل زینت نه ښکاره کوی چه مجبوراً ښکاره کیږی نوپه هغی کښی گناه نیشته - اومجبوراً ښکاره کیدونکی زینت څادر او بورقه پړونی دی ځکه چه دهغی دپاسه نوری جامی نه شی اچولی - اودارنگ دلاری دلیدلو په ضرورت سره یو سترگه ښکاره کول دی اودارنگ گوتی د یولاس چه په هغی سره په ځان باندی څادریا پړونی رانیسی اویا سیلئ راشی جامه ترینه واړوی دا مجبوراً ښکاره کیدل دی -
فائده: بعضی مفسرینواو فقهاؤ دماظهرمنها نه مراد مخ او ورغوی اراده کړی دی اومشروط لگولی دی چه دانظرهغه وخت جائز دی چه نه شهوت وی اونه احتمال دشهوت وی اوددی دپاره ئی دلیل پیش کړی دی په قول دعلی او ابن عباس رضی اللّه عنهم سره په تفسیر دما ظهرمنها کښی - دوهم دلیل ئی حدیث د اسماء رضی اللّه عنها ذکرکړی دی اوپه هغی کښی نقل دی چه کله زنانه بالغه شی نونه دی جائزچه ښکاره شی دهغی نه مگردا او اشاره ئی اوکړه مخ او ورغوؤ ته - جواب داول دلیل نه دادی، ابن همام فتح القدیر ص (۹۷) شرح هدایه کښی وئیلی دی چه دما ظهرمنها په تفسیرکښی دصحابه کرامو نوراقول هم نقل دی چه هغه دلالت نه کوی په مدعا باندی او دلالت د قول د علی رضی اللّه عنه او ابن عباس رضی اللّه عنهم هم واضح نه دی (ځکه چه هغوی نه الکحل والخاتم نقل دی) نوظاهرداده چه مراد دکحل نه ځای دکحل دی یعنی سترگی او مراد د خاتم نه ځای دگوتم مراد دی یعنی گوتی دلاس ددی وجی نه دا دلیل ثابتوؤنکی د مدعا نه دی - او دوهم دلیل نه جواب تفسیرابن کثیرکښی ذکر کړی دی چه ابوداؤد او ابوحاتم وئیلی دی دا حدیث مرسل (منقطع) دی ځکه چه خالد بن دریک دعائشه رضی اللّه عنها نه اوریدل نه دی کړی - اوبل جواب ابن قدامه الحنبلی په المغنی (ج ۹ ص ۵۰۰) کښی ذکرکړی دی وئیلی دی که حدیث اسماء چیری صحیح شی پس احمتال لری چه روایت دنزول دحجاب نه وړاندی وؤ اونور احادیث مرفوعه په جواز دنظر دمخ باندی بغیر د خِطيی نه هیڅ دلالت نه کوی - تفسیر سمرقندی حنفی (ج ۲ ص ۴۳۷) دعبداللّه بن مسعود رضی اللّه عنه نه روایت نقل کړی دی چه دده نه تپوس کړی شوی وؤ په باره د الاماظهرمنها کښی نوهغه په سرباندی څادر واچوؤ اومخ ئی پټ کړو اویوه سترگه ئی ښکاره کړه اودارنگ په تفسیر د (يُدْنينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلاَبِيبِهِنَّ) کښی ذکرکړی شوی دی (لکه په تفسیردسورة احزاب کښی به انشاءاللّه تعالٰی راشی) -
تنبیه: دوجی د اختلاف دروایاتو په باره دمخ او ورغوؤ کښی حکم دستر ددی کښی تخفیف دی په نسبت دنوربدن سره لکه څرنگ چه صاحب هدایه په باره دزنگون اوپتون او عورة غلیظه کښی دحکم فرق ذکر کړی دی دوجی داختلاف د روایاتونه - څلورم ادب (وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ) یعنی لوپټه او پړونی په داسی طریقه سره اغوندی چه سراو گریبان پټ شی اورد دی په طریقه د جاهلیت باندی چه دهغوی زنانو به په لوپټه باندی سینی نه پټولی بلکه شاته او اوگوباندی به ئی لوپټه اویزانه کړی وه - او خمرهن جمع دخمارده ، پټه وؤنکی ته وئیلی کیږی نوکومه لوپټه چه نری وی اوویخته سرسینه ورباندی نه پټیږی نودهغی استعمال حرام دی -
فائده: دا آیت دلیل دی چه قمیصونوکښی گریبان په سینه باندی جوړول په کاردی داسی مفسرقرطبی ذکرکړی دی - او امام بخاری هم باب جیب المقیص عندالصدرترجمة الباب ذکرکړی دی - نوپه قمیصونوکښی گریبان په اوگه باندی یاپه شاباندی جوړول لکه چه بعضی متوصفه کوی یازنانه کوی داخلاف دمسنون طریقی نه دی (وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ) هرکله چه مخکښی استثناء مجبوری ذکرکړه نو اوس استثناء اختیاری ذکرکوی، اومراد دزینت نه اعضاء (اندامونه) دزینت دی یعنی سر، مخ، غوږونه، غاړه، څنگلی، لاسونه، خپی او پنډئ ځکه چه کالی اکثر په دی اندامونو کښی استعمالیږی یازینت کالوته وئیلی شی لکه سورة طٰهٰ (۸۶) کښی اوغوره داده چه سرپه کښی داخل نه دی - اودا دولس اقسام دی چه ددوی په مینځ کښی هم تفاوت دی په حکم کښی لیکن مطلق ابداء زینت کښی شریک دی (أَوْ نِسَائِهِنَّ) دادلیل دی چه دکافری او مشرکی زنانه نه ستردزینت فرض دی (أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ) دصحابه او تابعینو اختلاف دی چه په دی آیت کښی غلام دښځی داخل دی اوکه نه دی داخل اوکه نه وی داخل لکه دا غوره قول دی لیکن بیاهم دهغه په باره کښی په حکم کښی تخیفیف دی (غَيْرِ أُولِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ) مراد ددی نه هغه نارینه دی چه په هغوی کښی ماده دشهوت نه وی اودارنگ دزنانوپه حسن او جمال باندی هم نه پوهیږی اوخدمتگاران وی په کورنوکښی اوپه دی کښی هیجړاگان او خزنائی ده دی داخل -
فائده: ددی اقسامو نه علاوه کسانو په وړاندی زینت ښکاره کول حرام دی لکه تره، او دتره اولاد، ماما، اود ماما اولاد، لیور، اوبعضی علماؤ دتره او ماما په باره دجواز قول ذکرکړی دی - پنځم ادب (وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ) یعنی زنانه دی په داسی طریقه قدم نه ږدی اونه دی رفتار کوی چه دکالو آوازئی اوریدلی کیږی ځکه چه په دی سره حرکت دشهوت په زړونوپیدا کیږی -
[۳۲] په دی آیت کښی ذکر داتم ادب دی حاصل دادی چه بی واده سړی یازنانه مه پریږدئ اودارنگ مریان او وینځوله هم ضرور ودونه اوکړئ ځکه چه په واده کولوسره معاشره کښی فحاشی بدکاری پیداکیږی اوبدنامی هم ډیریږی (يُغْنِهِمُ اللَّهُ) مراد دادی چه کوم یوغریب سړی په دی نیت نکاح اوکړه چه عفت او پاکدامنی حاصله کړی نو اللّه تعالٰی هغه لره غنا ورکوی غِنا په مال او غنا په زړه، دواړه ورکوی اودلالت کوی په دی باندی حدیث ابن ماجه چه رسول اللّٰه ﷺ فرمائیلی دی دری قسمه کسان دی چه اللّه تعالٰی هغوی سره ضرور امداد کوی (۱) مجاهد فی سبیل اللّه (۲) نکاح کوؤنکی په اراده د عفت او پاکدامنئ سره (۳) مکاتب چه اراده لری دبدل دکتاب - اودا آیت دلیل دی چه نکاح دپاره دمال کفائت نیشته -