قَدْ أَفْلَحَ ۸۴۶ النور
لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَنْ تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ مَسْكُونَةٍ فِيهَا مَتَاعٌ لَكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا تَكْتُمُونَ ﴿۲۹﴾ قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ ﴿۳۰﴾
نیشته په داسی گناه چه داخل شئ کوټوته چه اوسیدل نه کیږی په هغی کښی فائده به وی ستاسو او اللّه تعالٰی پوهه دی په هغه څیزچه ښکاره کوئ اوهغه چه پټوئ تاسو ﴿۲۹﴾
او اوایه مؤمنانو ته کوز ساتی بعضی نظرونه خپلونه اوبچ ساتی عورتونه خپل داطریقه پاک ساتونکی ده دوی لره یقیناً اللّه تعالٰی خبردی په هغه کارونو چه دوی ئی کوی ﴿۳۰﴾
[۲۹] مراد ددی نه داسی مکانونه دی چه څوک په کښی اوسیدل نه کوی مثلاً دکان، منډئ، دفتراوهغی ته څوک دخپل ضرورت دپاره داخلیږی نواذن طلب کولوته حاجت نیشته دی -
[۳۰] دا دریم ادب دی مؤمنانولره په باره دپابندئ کولو په سترگوباندی اوپه فروج (عورت خاصه) باندی - دسترگوادب ئی مقدم ذکرکړو ځکه چه دااصل سبب دی زړه ته داثررسولو دپاره اودارنگ دمیلان دپیداکیدلو دپاره (مِنْ أَبْصَارِهِمْ) لفظ دمِن صله ده دپاره دغض - ځکه چه غض کمولو ته وائی نو معنیٰ داده چه دسترگودنظر نه دی کمی اوکړی اویا دپاره د تبعیض دی او غض په معنیٰ دکوزولو دی نو معنیٰ داده چه کوزاو خکته دی ساتی بعضی د نظرونو خپلونه اودواړو مراد دادی چه په سترگوباندی د هرڅیزاو هرځای ته نه گوری - بیا دلته مفعول ئی نه دی ذکرکړی لیکن شرعاً او عادتاً معلوم دی چه هغه ځایونه دبدن مراد دی چه دهغی ښکاره کول نارینه او زنان لره حرام وی اوبعضی نظرچه جائزدی هغه ناساپه نظرکول دی اوهغه بی اختیاره دی په هغی حکم دادی چه زربه خپل نظر واپس کوی لکه چه په حدیث دصحیح مسلم کښی دجریربن عبداللّه نه روایت راغلی دی اوبعضی جائزنظر دضرورت د علاج کولو په وخت کښی دی (يَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ) حفاظت دفروجونه مراد ساتل دکشف (ښکاره کولونه) اودارنگ بچ ساتل دبدکارئ نه په کښی په طریقه اولٰی سره داخل دی اوددی سره ئی مِن نه دی ذکرکړی ځکه چه حفاظت دفروجو، دښځی او خپلی وینځی نه علاوه هروخت لازم او ضروری دی اگرچه انسان ځان له په خلوت کښی ناست وی هم به عورت (بلاضرورت) نه ښکاره کوی دوجی دحیا دملائکونه اود اللّه تعالٰی نه، دارنگ صحیح حدیث کښی ذکرکړی شوی دی (أَزْكَى) یعنی په دی ادب باندی په عمل کولوسره دانسان زړه او اندامونه دبد خیالاتو او گناهونونه پاک وی اودارنگ دبدنامئ او تهمتونونه هم پاک شی په دی کښی اشاره ده چه پاکه معاشره په داسی ادابو سره پیدا کیږی (يَصْنَعُونَ) صنع هغه کارته وئیلی کیږی چه عادت گرځیدلی وی یعنی چاچه سترگی په ناکاره نظرکولو عادت کړی دی یاد عورت د ښکاره کولو عادت ئی نیولی وی نوهغه ته زورنه ده -