قَدْ أَفْلَحَ ۸۴۵ النور

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴿۲۷﴾ فَإِنْ لَمْ تَجِدُوا فِيهَا أَحَدًا فَلَا تَدْخُلُوهَا حَتَّى يُؤْذَنَ لَكُمْ وَإِنْ قِيلَ لَكُمُ ارْجِعُوا فَارْجِعُوا هُوَ أَزْكَى لَكُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ ﴿۲۸﴾

ای ایمان والو مه داخلیږئ کورونوته سیواد کورونو ستاسونه ترهغی پوری چه ځان ورته معلوم کړئ په اجازت غوښتلوسره او سلام اوکړئ دهغی په اوسیدونکوباندی دابه غوره تاسولره ددی دپاره چه یاد ولرئ دا حکم ﴿۲۷﴾
پس که چیری نه مومئ په هغی کښی څوک (چه اجازت ورکړی) نومه داخلیږئ تردی پوری چه اجازت اوکړی شی تاسوته اوکه چیری اوئیلی شی تاسوته واپس شئ نوواپس لاړشئ دابچ کؤونکی ده دبدنامئ تاسولره او اللّه تعالٰی ستاسو په عملونوباندی پوهه دی ﴿۲۸﴾

[۲۷] ددی آیت نه تر (۳۵) پوری دریم باب دی په دی کښی ذکرکیږی لس اداب چه هغه بندش دی د اسبابو د فحش کارئ‌ نه اوپه آخرکښی ترغیب دی - په دی آیت کښی اول ادب ذکرکوی یعنی یودبل داوسیدلو ځای ته په اجازت سره داخلیدل ضروری دی بی اجازته حرام دی اوپه دی کښی لوی فساد پیداکیږی چه بی اذنه (ناساپه) داخل شی نوکیدی شی چا اوسیدونکی دکور نارینه یا زنانه په داسی حالت کښی وی چه عورت ئی ښکاره وی - اودابی حیائی ده اوددی وجی دا حکم د خپلی ښځی داوسیدلو مکان نه علاوه هرکور او هرځآی د اوسیدوته شامل دی تردی پوری چه دمور داوسیدلوځای ته هم دا حکم شامل دی لکه چه داسی حدیث ابن جریر طبری وغیره کښی راغلی دی (حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا) مراد استیناس نه اجازت طلب کول دی لیکن هرکله چه ددی اذن غوښتلودپاره الفاظ متعین نیشته صرف مقصد ترینه عرفی تعارف کول دی کوروالوته ځکه لفظ د استیناس ئی ذکرکړی دی اوددی دپاره مختلفی طریقی دی - اوله طریقه داده چه دروازی نه به یوطرف اودریږی او آواز ورکړی چه زه فلانی اجازت غواړم ددننه داخلیدلو اورسره به سلام هم ملگری کړی، دوهمه طریقه داده چه قاصد په چا پسی اولیږی اوهغه د قاصد سره راشی نوبیا اجازت غوښتلوته حاجت نیشته دقاصد سره راتلل اجازت دی - دریمه طریقه داده چه دروازه په دمه سره اوټکوی اود اذن انتظار اوکړی دادری واړه طریقی په احادیث صحیح کښی ذکرکړی شوی دی - څلورمه طریقه په احادیث د ابن ماجه کښی ذکرده چه استیناس دی چه تسبیح اوائی یا اللّه کبر، یا الحمد اللّه، یا غاړه تازه کړی - په داسی طریقه چه کوروالا خبرشی بیا داذن انتظار اوکړی - (وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا) مراد ددی نه سلام کول دی په وخت داذن طلب کولو کښی داسی اوائی السلام علیکم اَاَدخُل اودری کرته به دا سلام وی یامراد ددی نه سلام دی پس د اذن نه کله چه داخل شی - اودابوهریرة رضی اللّه عنه نه روایت دی چه د اذن سره سلام اونه کړی نوواپس دی کړی شی تردی پوری چه سلام اوکړی -
فائده: دا استیذان داسی فرض دی که یوکس مخکښی داذن غوښتلونه دچا کورته نظراوکړی نوکوروالوته اجازت دی چه دده سترگه په یو ډکی سره اوباسی داپه حدیث د صحیح مسلم کښی راغلی دی اوپه ظاهر باندی حمل دی -
[۲۸] مقصد د آیت دادی چه بغیرد اذن کولو نه داخلیدل منع دی که څوک په کورکښی موجود نه وی یاموجود وی لیکن اذن نه ورکوی چپ وی نونه به داخلیږی اوکه دواپس کیدلو اوئیلی شی نو واپس کیدل ضروری دی په هغی باندی خفگان کول نه دی په کار -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>