قَدْ أَفْلَحَ ۸۴۴ النور

إِنَّ الَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ الْغَافِلَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ لُعِنُوا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۲۳﴾ يَوْمَ تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ وَأَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۲۴﴾ يَوْمَئِذٍ يُوَفِّيهِمُ اللَّهُ دِينَهُمُ الْحَقَّ وَيَعْلَمُونَ أَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ الْمُبِينُ ﴿۲۵﴾ الْخَبِيثَاتُ لِلْخَبِيثِينَ وَالْخَبِيثُونَ لِلْخَبِيثَاتِ وَالطَّيِّبَاتُ لِلطَّيِّبِينَ وَالطَّيِّبُونَ لِلطَّيِّبَاتِ أُولَئِكَ مُبَرَّءُونَ مِمَّا يَقُولُونَ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ ﴿۲۶﴾

یقیناً هغه کسان چه بدنامی لگوی په پاکو زنانوسادگانو ایمان والو باندی لعنت کړی شوی په دوی باندی په دنیا کښی او آخرت کښی اودوی لره عذاب لوی شان والا دی ﴿۲۳﴾
په هغه ورځ چه گواهی کوی په دوی باندی ژبی ددوی او لاسونه ددوی او خپی ددوی په عملونو باندی چه دوی ئی کوی ﴿۲۴﴾
په دغه ورځ پوره ورکړی دوی ته اللّه تعالٰی بدله ددوی (چه دوی ئی حق لری) اویقین به اوکړی چه اللّه تعالٰی هغه حق دی ښکاره دی (حقانیت دهغه) ﴿۲۵﴾
پلیتی دپاره دپلیتانودی او پلیتان دپاره دپلیتودی اوپاکی دپاره دپاکانودی اوپاکان دپاره دپاکووی دغه پاک دی دهغه خبرونه چه وائی (ورپسی) پلیتان ددوی دپاره بخښنه ده اورزق عزت والا دی ﴿۲۶﴾

[۲۵،۲۴،۲۳] په دی آیاتونو کښی تخویف اخروی دی بدنامه لگوونکو منافقانوته چه هغوی دا عمل جائز گنړی - اوتوبه ئی نه وه کړی اودا صفت دمنافقانو دی اوآیت عام دی نارینو اوزنانو ته شامل دی یعنی د المحصنات نه مراد نفسونه پاکدامن دی اوهرکله چه منافقانو په دی واقعه کښی ژبی او لاسونه او خپی استعمال کړی دی نودهغی شهادت ئی ذکرکړو، او داسی شهادت په سورة یٰس (۶۵) او سورة حمٓ سجده (۲۰) کښی ذکرشوی دی (الْحَقُّ الْمُبِينُ) نوم دی دنومونو د اللّه تعالٰی نه - لازمی معنیٰ داده چه ښکاره دی حقانیت د اللّه تعالٰی په هرقسم دلیلونوسره یامتعدی معنیٰ ده چه بیانوؤنکی دی حق لره -
[۲۶] په دی آیت کښی بشارت دی مؤمنانوته روستو دذکر دتخویف نه اواشاره ده دلیل ته په برائت عائشه رضی اللّه عنها یعنی پاکدامنی دپیغمبردلیل دی په پاکدامنئ د بیبیانو دهغه باندی ځکه چه (الطَّيِّبَاتُ لِلطَّيِّبِينَ) او (أُولَئِكَ مُبَرَّءُونَ) کښی دلیل دی چه په بهتان وئیلو دخبیثاتو سره د پاکدامنو پاکوالی ته نقصان نه رسی او، الْخَبِيثَاتُ او الطَّيِّبَاتُ، زنانو او کلماتو او کارونو او عاداتوټولو ته شامل دی -
فائده: مفسر قرطبی لیکلی دی چه اللّه تعالٰی برائت دیوسف علیه السلام ښکاره کړی وؤ (په دیوشاهدسره) اوبرائت دمریم ئی ښکاره کړی وؤ‌په ژبه دولددهغی په وړوکوالی دهغه کښی - اولیکن برائت د عائشه رضی اللّه عنها، اللّه تعالٰی په خپله اوکړو په انزال ددی سورة سره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>