قَدْ أَفْلَحَ ۸۴۳ النور

إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴿۱۹﴾ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ وَأَنَّ اللَّهَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ ﴿۲۰﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ وَمَنْ يَتَّبِعْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ فَإِنَّهُ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ مَا زَكَى مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ أَبَدًا وَلَكِنَّ اللَّهَ يُزَكِّي مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۲۱﴾ وَلَا يَأْتَلِ أُولُو الْفَضْلِ مِنْكُمْ وَالسَّعَةِ أَنْ يُؤْتُوا أُولِي الْقُرْبَى وَالْمَسَاكِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلْيَعْفُوا وَلْيَصْفَحُوا أَلَا تُحِبُّونَ أَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۲۲﴾

یقیناً هغه کسان چه خوښوی داچه خوره شی بدکاری په مؤمنانوی کښی دوی لره عذاب دردناک دی په دنیا اوآخرت کښی او اللّه تعالٰی پوهیږی او تاسونه پوهیږئ ﴿۱۹﴾
اوکه چیری نه وی فضل د اللّه تعالٰی اورحمت دهغه اوداچه یقیناً اللّه تعالٰی شفقت کؤونکی رحم کؤونکی دی ﴿۲۰﴾
ای ایمان والو مه ځئ په قدمونو دشیطان پسی او څوک چه روان شو په په قدمونو دشیطان پسی یقیناً هغه خودنه کوی دگنده کارونو او ناکاره خبرو او که چیرته نه وی فضل د اللّه تعالٰی په تاسوباندی اورحمت دهغه پاک به نه وی دبدنامونه ستاسو نه هیڅ څوک هیچ چیری او لیکن اللّه تعالٰی پاک ساتی چالره چه اوغواړی او اللّه تعالٰی هرڅه آوری اوپه هرڅه پوهیږی ﴿۲۱﴾
اوقسم دی نه کوی غوره والی والا ستاسونه او مالا والا دورکولو نه خپلوانوته او مسکینانوته اوهجرت کؤونکوته په لار د اللّه تعالٰی کښی او معافی دی کوی اومخ دی اړوی (دملامته کولونه) آیا تاسو نه غواړئ چه بخښنه اوکړی اللّه تعالٰی تاسوته او اللّه تعالٰی بخنه کؤونکی رحم والا دی ﴿۲۲﴾

[۱۹] په دی کښی ذکر دصفت دمنافقانو دی اوتخویف دنیوی او اخروی دی اومراد د اشاعت دفاحشه نه عام دی - بدنامی دیومؤمن خورول اوکفراوشرک اشاعت بدعات اورسم ورواج ته دعوت ورکول د فحاشئ او دبدکارئ اسباب عام کول سینما ته ترغیب ورکول دا ټول په اشاعت دفاحشه کښی داخل دی، اوعذاب مشروط دی په شرط دتوبی نه کولوسره -
[۲۰] په دی آیت کښی ترغیب دی اوتخویف ته اشاره ده چه حذف دجزاء د لَوْلَا سره چه لعذبکم دی اودی آیت کښی دفضل نه مراد بیان دعلاماتو دمنافقانو دی اومراد درحمت نه حفاظت دی د فاحشی او د اشاعت دهغی نه او دا دواړه خبری دمؤمنانودپاره رآءفت او رحمت دی -
[۲۱] په دی آیت کښی ذکر دادب دی دپاره دمؤمنانو اومنع دکارونو دمنافقت نه ده چه هغی ته اشاره ده په (خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ) سره (بِالْفَحْشَاءِ) نه مراد عملونه دی چه ټولو اهل عقلو په نیزباندی قبیح دی لکه دروغ وئیل اوبهتان تړل بدکاری کول (وَالْمُنْكَرِ) نه مراد هغه کارونه دی چه دهغی نه شرع منع کړی وی اگرچه نورخلق ئی بد نه گنړی - اودی آیت کښی فضل نه مراد قرآن کریم دی چه منع کوؤنکی دی دتابعدارئ دشیطان نه - اودرحمت نه مراد ددی سورة نازولول دی دپاره دعفت او پاکدامنئ اوشاره ده چه انسان په تزکیه کښی اللّه تعالٰی ته محتاج دی -
[۲۲] په دی آیت کښی ذکر دادابودی مؤمنانوته یعنی لوی مرتبی والا مؤمن دپاره لوئ اخلاق په کاردی اوپه دی آیت کښی ذکر دعظمت شان دصحابه کرامو دی ځکه آیت نازل شوی دی په باره د ابوبکراو مسطح بن اثاثه رضی اللّه عنهما کښی مسطح د ابوبکر رضی اللّه عنه دخاله ځوی وؤ مسکین وؤ مهاجر وؤ لیکن په بهتان دعائشه رضی اللّه عنها کښی شریک شوی وؤ نو ابوبکررضی اللّه عنه قسم اوکړو چه زه به ده ته آینده دپاره هیڅ نفقه او صدقه نه ورکوم نوروستو ددی آیاتونو دنزول نه او توبی دمسطح نه دا آیت نازل شو - اواشاره ده چه په یوگناه (بغیردشرک او کفرنه) سره عملونه نه برباد کیږی دداسی شخص سره قرابت او دهغه په عمل دهجرت کښی نقصان نه راځی - اودا آیت دلیل دی چه بل چاته دهغه جرم معاف کول سبب دمغفرت دگناهونو دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>