قَدْ أَفْلَحَ ۸۴۲ النور

لَوْلَا جَاءُوا عَلَيْهِ بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاءَ فَإِذْ لَمْ يَأْتُوا بِالشُّهَدَاءِ فَأُولَئِكَ عِنْدَ اللَّهِ هُمُ الْكَاذِبُونَ ﴿۱۳﴾ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ لَمَسَّكُمْ فِي مَا أَفَضْتُمْ فِيهِ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۱۴﴾ إِذْ تَلَقَّوْنَهُ بِأَلْسِنَتِكُمْ وَتَقُولُونَ بِأَفْوَاهِكُمْ مَا لَيْسَ لَكُمْ بِهِ عِلْمٌ وَتَحْسَبُونَهُ هَيِّنًا وَهُوَ عِنْدَ اللَّهِ عَظِيمٌ ﴿۱۵﴾ وَلَوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ قُلْتُمْ مَا يَكُونُ لَنَا أَنْ نَتَكَلَّمَ بِهَذَا سُبْحَانَكَ هَذَا بُهْتَانٌ عَظِيمٌ ﴿۱۶﴾ يَعِظُكُمُ اللَّهُ أَنْ تَعُودُوا لِمِثْلِهِ أَبَدًا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ ﴿۱۷﴾ وَيُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۱۸﴾

ولی نه راوړی دوی په دی باندی څلور گواهان پس هرکله چه دوی نه راونړل گواهان نودغه کسان په نیز د اللّه تعالٰی دوی دروغژن دی ﴿۱۳﴾
اوکه چیری نه وی فضل د اللّه تعالٰی په تاسوباندی اورحمت دهغه په دنیا او آخرت کښی خامخا رسیدلی به وی تاسوته په وجه دهغه کار چه ورننوتلی تاسو په هغی کښی عذاب لوی شان والا ﴿۱۴﴾
کوم وخت چه راخستله تاسو داخبره دیوبل نه په ژبو خپلوسره اووئیل تاسو په خپلو خولو هغه خبره چه نه ؤو تاسولره په هغی باندی هیڅ علم (دلیل) اوگمان کؤوتاسو معمولی خبره اوهغه په نیز د اللّه تعالٰی لویه بده خبره ده ﴿۱۵﴾
او ولی نه وه کله چه تاسو واوریدله چه وئیلی وی تاسو نه دی روا مونږلره چه خوله اوخوځؤو په دی باندی پاکی ده تالره دابدنامه لویه ده ﴿۱۶﴾
منع کوی تاسولره (په نصیحت سره) اللّه تعالٰی چه بیا اونه کړی په شان ددی هیڅ کله که چیری تاسو مؤمنان یئ ﴿۱۷﴾
اوبیانوی اللّه تعالٰی تاسوته احکام او اللّه تعالٰی پوهه دی حکمتونووالادی ﴿۱۸﴾

[۱۳] په دی آیت کښی زجردی منافقانو ته او علت دماقبل دی یعنی هرکله چه دوی څلورگواهان نه شی پیش کولی نوبغیردثبوت شرعی نه ولی په مؤمنانوباندی گمان کوی (عِنْدَ اللَّهِ) ددی نه مراد حکم دشرع دی یعنی په داسی امورو کښی گمان دانسان ته اعتبارنیشته بلکه چه ثبوت شرعی ورسره نه وی نوپه ده باندی حکم ددروغژن کیدلی شی -
[۱۴] په دی کښی ترغیب او تسلی ده مؤمنانوته اومراد فضل نه زجرونه دی منافقاتوته په بهتان لگولو سره په مؤمنانوباندی اومراد درحمت نه ذکر دښائسته ادابودی چه په دنیا او آخرت کښی فائده ورکوؤنکی دی -
[۱۵] په دی کښی بیازجردی منافقانوته اوداعلت دمخکښی تیرشوی مضمون دی چه استحقاق دعذاب دی اوپه دی زجردی په دری کارونوسره اول په ژبه دیوبل نه نقل کول بی تحقیقه، دوهم خبره کول بی دلیله دریم غټه گناه معمولی خبره گنړل اودا صفتونه دمنافقانودی -
[۱۶] په دی ذکرددریم ادب دی مؤمنانو ته یعنی منافقان خوپه دی باندی ژبی خوځوی لیکن مؤمنانولره په کاردی چه خپلی ژبی ددی نه اوساتی اوپه دی کښی داول ادب نه زیات تاکید دی په اول کښی صرف ترغیب وؤ ښائسته گمان کولوته اوپه دی ترغیب دی ښکاره انکارکولود بهتان ته -
[۱۷] په دی آیت کښی دابل ادب دی مؤمنانودپاره یعنی منع کول دبهتان تړلو نه همیشه -
[۱۸] په دی آیت کښی ترغیب دی تعمیل ددی ادابوته مراد دآیت نه اداب او علامات دمنافقانو دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>