وَلِكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنْسَكًا لِيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ عَلَى مَا رَزَقَهُمْ مِنْ بَهِيمَةِ الْأَنْعَامِ فَإِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَلَهُ أَسْلِمُوا وَبَشِّرِ الْمُخْبِتِينَ ﴿۳۴﴾ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَالصَّابِرِينَ عَلَى مَا أَصَابَهُمْ وَالْمُقِيمِي الصَّلَاةِ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ ﴿۳۵﴾
او دپاره دهرامت مقرر کړی ده مونږطریقه دقربانئ دی دپاره چه یاد کړی نوم د اللّه تعالٰی په هغه باندی چه اللّه تعالٰی ورکړی دی دوی ته د چارپایانو دڅارؤو نه ځکه چه حق دار دبندگئ ستاسو یوذات دی پس خاص هغه ته اخلاص کوئ او زیری ورکړه ځان کوزگنړونکوته ﴿۳۴﴾
هغه خلق چه هرکله یاد کړی شی اللّه تعالٰی اویریگی زړونه ددوی اوصبرکؤونکی وی په هغه مصیبت چه دوی ته رسیدلی وی اوپابندی کؤونکی دمونځ دی اودهغه نه چه مونږ دوی ته ورکړی دی خرچ کوی ﴿۳۵﴾
[۳۴] روستو دذرکولو داحکامو دذبح دهدایا نه ترغیب دی دغه حکم ته چه داحکم په ټولو امتونوکښی دی، منسک نه مراد عبادت دذبح دقربانئ اود هديی دی بیاددی حکم فائده بیانوی (لِيَذْكُرُوا) سره یعنی چه تمام انسانان عادت شی په ذکر داسم د اللّه تعالٰی په څاروؤ باندی چه چیرته د غیراللّه په نوم ئی نذر یا ذبح نه کړی، بیا ددی علت ئی ذکرکړو (فَإِلَهُكُمْ) یعنی نذر او ذبح د اللّه تعالٰی په نوم پوری ځکه خاص ده چه هغه یواځی حق دار دبندگئ دی شریک ئی نیشته بیاعام امردی امت ته په کلکوالی سره په توحید باندی په فله اسلموا سره بیا بشارت دی (الْمُخْبِتِينَ) نه مراد تواضع کوؤنکی اوغاړه ښکته لرونکی حکم د اللّه تعالٰی ته اوعمربن اوس نه ابن عطیه اوقرطبی نقل کړی دی مخبتون هغه خلق دی چه ظلم نه کوی اوکه چیری په دوی باند ظلم اوکړی شی نو انتقام (بدله) نه آخلی او بَشِّرِ ئی مطلق ذکرکړو دپاره دعظمت دبشارت -
فائده: هرکله چه ټول مناسک دحج په تواضع او عاجزئ سره اداکیږی یعنی دوه جامی داحرام بربنډ سر، په ښپو کښی ادنیٰ پیزار په ځمکه باندی خوب کول وغیره داټوله تواضع ده نوددی وجی نه په دی سورة کښی مخبتین ئی ذکرکړو -
[۳۵] ددی دبعضی صفاتو تفصیل په ابتداء دسورة انفال کښی بیان شوی دی په (۲) کښی - هرکله چه د قلب احوال زرزربدلیږی نوددی وجی نه اول صفت ئی په صیغه دفعل مشروط سره ذکرکړو اوصبر او اقامة الصلوة چه هروخت مطلوب دی نوهغه ئی په اسم سره ذکرکړل اوانفاق هم کله کله وی نوهغه ئی په صیغه دفعل سره ذکرکړو - اوددی آیت په تفسیرکښی امام قرطبی سخت رد کړی دی په مبتدعین پیرانوذاکرینو چه په وخت دذکر د اللّه تعالٰی کښی په هغوی جذبه راځی اوټوپونه او چغی وهی اودی ته وجد وائی داټول دصحابه کرامو دصفاتونه مخالفت دی بلکه دایو قسم ته لیونتوب دی اودا شیطانی اعمال دی، ابن جوزی رحمة اللّٰه علیه تلبیس ابلیس کښی دحسن بصری نه نقل کړی دی چه دداسی خلقوسره زمونږشرط دادی چه دوی دی دکوهی په غاړه باندی یاپه بلئ دکوټی باندی کښینی اوبیا دی ذکر الٰهی اوکړی اوپه دوی دی جذبه او وجدراشی -