اقْتَرَبَ ۸۰۳ الحج

ذَلِكَ وَمَنْ يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِنْ تَقْوَى الْقُلُوبِ ﴿۳۲﴾ لَكُمْ فِيهَا مَنَافِعُ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى ثُمَّ مَحِلُّهَا إِلَى الْبَيْتِ الْعَتِيقِ ﴿۳۳﴾

دا یاد کړئ او چاچه تعظیم اوکړو دخاص نخو چه اللّه تعالٰی مقرر کړی دی نویقیناً دا تعظیم داخلاص دزړونو دی ﴿۳۲﴾
تاسو لره په هغی کښی فائدی دی ترنیټی مقرر پوری بیا انتها ددی (فائدو) دبیت اللّه آزاد سره ده ﴿۳۳﴾

[۳۲] (شَعَائِرَ اللَّهِ) هغه څیزونه دی چه خاص وی په دین د اللّه تعالٰی پوری اوهغه علامات دی ددین د اللّه تعالٰی کعبة اللّه، صفاومروه، منیٰ، عرفات، مزدلفه شعائراللّه دی، دارنگ هدایا دحرم او قلائد او مساجد او عبادت شرعیه ظاهره شعائراللّه دی اودلته مراد ترینه هغه څاروی دی چه حرم ته بوتللی کیږی دپاره د هَدْی او ذبح کولو، دهغی تعظیم دهغه اداب شرعیه اداکول دی اودهغی د هتک او بی عزتئ نه ځان بچ کول دی اودهغی خائسته کول او خوراک سکاک ورکول دی (تَقْوَى الْقُلُوبِ) دا حقیقی تقویٰ ده ځکه چه حدیث کښی وارد دی چه رسول اللّٰه ﷺ اوفرمائیل تقویٰ دلته کښی ده او اشاره ئی اوکړله زړه ته یا تقویٰ په معنیٰ د اخلاص ده ځکه چه دهراندام تقویٰ دهغی مناسب ده -
[۳۳] که مراد دشعائرنه عام مواقف دحج وی نوپه هغی کښی منافع د هغی وقوف اوعبادت ادا کول دی لکه وقوف دمنیٰ اودعرفی او د مزدلفی او (أَجَلٍ مُسَمًّى) نه مراد آخری وخت شرعی دوقوف دی په هرموقف کښی چه هغه په حدیث سره ثابت دی او (مَحِلُّهَا) نه مراد منتهی ددغی اعمالو طواف د بیت اللّه دی چه هغه طواف وداع ته اشاره ده اودا معنیٰ امام مالک موطا کښی ذکرکړی ده اوکه مراد د شَعَائِرَ اللَّهِ نه صرف څاروی دهديی وی نود أَجَلٍ مُسَمًّى دوه معنی دی اوله معنیٰ روانول په نیت دهديی یعنی ددغه روانولو نه وړاندی په هغه څاروؤ باندی سورلی کول دهغی نه پئ لشل دهغی نه وړئ، ویخته پشم پری کول جائزدی اودوهمه معنیٰ د أَجَلٍ مُسَمًّى نه یوم النحرده یعنی ددغه څاروؤ نه حاجت او د ضرورت په وخت کښی فائده دسورلئ وغیره جائزده تریوم النحرپوری او مَحِلُّهَا نه مراد ځای د حلالی اوذبحه کولو دی اوبیت العتیق نه مراد حرم دی اوپه هغی کښی خاص مِنیٰ کښی ذبح کول افضل دی -