اقْتَرَبَ ۸۰۲ الحج

ذَلِكَ وَمَنْ يُعَظِّمْ حُرُمَاتِ اللَّهِ فَهُوَ خَيْرٌ لَهُ عِنْدَ رَبِّهِ وَأُحِلَّتْ لَكُمُ الْأَنْعَامُ إِلَّا مَا يُتْلَى عَلَيْكُمْ فَاجْتَنِبُوا الرِّجْسَ مِنَ الْأَوْثَانِ وَاجْتَنِبُوا قَوْلَ الزُّورِ ﴿۳۰﴾ حُنَفَاءَ لِلَّهِ غَيْرَ مُشْرِكِينَ بِهِ وَمَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَكَأَنَّمَا خَرَّ مِنَ السَّمَاءِ فَتَخْطَفُهُ الطَّيْرُ أَوْ تَهْوِي بِهِ الرِّيحُ فِي مَكَانٍ سَحِيقٍ ﴿۳۱﴾

دا (یادلرئ) اوچاچه تعظیم اوکړو دحرمتونو د اللّه تعالٰی نودا غوره ده ده لره په نیزدرب خپل اوحلال کړی شوی دی تاسولره څاروی مگرهغه چه لوستلی کیدی شی په تاسوباندی پس ډډه کوئ دپلیتئ نه چه بندگی دغیراللّه نه او ډډه کوئ ددروغ وینا نه ﴿۳۰﴾
کلک شئ‌ په اخلاص کولو اللّه تعالٰی ته مه کیږئ شرک کؤونکی دهغه سره اوچاچه شرک اوکړو د اللّه تعالٰی سره نوگویا چه دی رااورغورځیدلو دآسمان نه پس اوتختوی ده لره مارغان یا ښکته اوغورځوی ده لره سیلئ په مکان لری کښی ﴿۳۱﴾

[۳۰] په دی آیت کښی دحج نوری فائدی ذکرکولی شی چه تعظیم د محرماتو د الٰهیو دی اوبل حکم د محرمات د غیراللّه دی په تحلیل دهغی سره اوبل اجتناب دنذر دغیراللّه نه اوبل اجتناب دی دشرکی الفاظ او دروغ وئیلونه یعنی په جج سره ددی امورو عمل اومشق ایزده کولی شی نوکوم الحاج چه ددی اموروپابندی اونه کړی معلومیږی چه هغه حج نه دی کړی (حُرُمَاتِ اللَّهِ) نه مراد هغه څیزونه دی چه اللّه تعالٰی په احرام اوپه حرم مکه کښی حرام کړی دی، مثلاً ښکارکول دحرم بوټی پری کول ماسوا دسرگړی نه - اوتعظیم دهغه نه مراد هغه کارونو نه ځان ساتل دی کوم چه اللّه تعالٰی منع کړی دی (وَأُحِلَّتْ لَكُمُ الْأَنْعَامُ) په دی کښی رد دی په تحریم د غیراللّه باندی چه مشرکانو د اللّه تعالٰی دتحریماتو په مشابهت سره دځان نه څاروی په ځان باندی حرام کړی وؤ اودهغی تفصیل په سورة مائده کښی تیرشوی دی (إِلَّا مَا يُتْلَى) نه مراد هغه څاروی دی چه اللّه تعالٰی په عام اوقاتوکښی حرام کړی دی لکه مرداره خنزیروغیره - (فَاجْتَنِبُوا الرِّجْسَ مِنَ الْأَوْثَانِ) وثن په معنیٰ د هرمعبود من دون اللّه دی که بت وی اوکه صلیب د نصاریٰ وی (لکه چه په حدیث د عدی رضی اللّه عنه بن حاتم کښی صلیب ته ئی وثن وئیلی دی) اوکه قبروی ځکه چه حدیث صحیح کښی وارد دی (اللَّهُمَّ لا تَجعَلْ قَبرِي وَثناً يُعبَدُ) یعنی دکوم قبرچه عبادت کیدلی شی (سجدی نذرونه طوافونه وغیره) نوهغی ته هم وثن وئیلی کیږی لکه چه البلاغ المبین کښی ذکردی اومراد د من الاوثان نه عبادت کول داوثانو دی مثلاً کوم څیزچه دوثن په نامه نذرکړلی شی نوهغه پلید دی، اوتفسیرد ابن عطیه کښی داسی لیکلی دی چه دا اشاره هغه ذبحه کولوته ده چه دپاره داوثانو وی (مِنَ الْأَوْثَانِ) کښی من بیانی دی نو معنیٰ درجس عبادت داوثانو دی یامِن دابتداء‌ دپاره دی نو معنیٰ عامه شوه یعنی هرهغه پلیتئ نه ځان اوساتئ چه دعبادت داوثانو (یعنی دشرک) نه پیداکیږی (قَوْلَ الزُّورِ) هرهغه وینا ته وئیلی کیدی شی چه دحق نه اوړیدلی وی چه هغه دشرک کلمات دی لکه خبره دتحریم د غیراللّه یا خبره د نذر دغیراللّه اودارنگ شهادت ددروغو اودروغ وئیل، داټول دعامو مسلمانانو اوخاص کرپه حاجیانوباندی ډیرضروری دی -
[۳۱] حُنَفَاءَ کښی اشاره ده چه اجتناب د اوثان او قول زور نه په سبب دحنیفیت سره کول ضروری دی نه دوجی دخپل خواهش یا دنیوی مقصد نه (حنیف) پریخودونکی ددین باطل او کلک په دین حق باندی (وَمَنْ يُشْرِكْ) دامثال دذلت او د هلاکت دمشرک دی چه دهغه دنجات هیڅ طریقه نیشته لکه څرنگ چه یو انسان دآسمان نه را اوغورځیږی او مارغان ئی پوټی پوټی کړی یا دبیابان په یو ډونگی کنده کښی اوغورځیږی، او تفصیل دمثال ابن قیم رحمة اللّٰه علیه داسی لیکلی دی چه توحید په مثال د آسمان دی په هغی کښی نمرسپوږمئ ستوری شته نوچاچه شرک اوکړو نودتوحید نه محروم شو او قرآن الکریم او سنت رسول اللّٰه ﷺ اوطریقی دصحابه کرامونه ښکته را اوغورځیدو او ښکته اغورځیدل اشاره ده ډیرذلت ته او مشرکان ملایان او پیران په مثال دمارغانو دی یعنی دهغوی په لاسونو کښی پریوتو نوهغوی دده ایمان، حیا، غیرت او مال پوټی پوټی کړو یاکه ددوی په لاس کښی رانه شی نوپه دهریت کښی اخته شی چه د اللّه تعالٰی او د دین نه بالکل انکاری شی او دواړه حالتونو کښی په دنیا او آخرت کښی ذلیل شی -