اقْتَرَبَ ۸۰۱ الحج

لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِي أَيَّامٍ مَعْلُومَاتٍ عَلَى مَا رَزَقَهُمْ مِنْ بَهِيمَةِ الْأَنْعَامِ فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْبَائِسَ الْفَقِيرَ ﴿۲۸﴾ ثُمَّ لْيَقْضُوا تَفَثَهُمْ وَلْيُوفُوا نُذُورَهُمْ وَلْيَطَّوَّفُوا بِالْبَيْتِ الْعَتِيقِ ﴿۲۹﴾

دی دپاره چه حاضر شی فائدی خپلوته اویاد کړی نوم د اللّه تعالٰی په ورځو معلومو کښی په هغه څه چه ورکړی دی دوی ته اللّه تعالٰی د څارؤو نه پس خورئ دهغی نه او خوراک ورکوئ مصیبت وهلی محتاج ته ﴿۲۸﴾
بیا دی لری کړی دوی خیری خپل اوپوره دی کړی منختی خپلی اوطواف دی اوکړی دبیت (کور) آزاد ﴿۲۹﴾

[۲۸] په دی آیت کښی بعضی مقاصد دحج ذکرکړی دی، مراد دمنافع نه اخروی فائدی دی چه په ادا دمناسکودحج سره حاصلیږی ثوابونه بخښنه دگناهونو دعاگانی اودهغی قبولیت وغیره (وَيَذْكُرُوا) داخاص حکمت دحج دی یعنی ذبح په نوم د اللّه تعالٰی سره خاص کول په خلاف دمشرکانونه چه نذراوذبح دغیراللّه په نوم سره کوی نوپه حج کښی تربیت دتوحید حاصلیږی (أَيَّامٍ مَعْلُومَاتٍ) ددی نه مراد ایام دقربانئ دی یوم النحر اودوه ورځی ورپسی اوڅلورمه ورځ کښی اختلاف دی (فَكُلُوا) نه مراد دادی چه دهغی نه ځان له خوړل حرام مه گنړئ لکه چه مشرکانو حرام گنړلو خوراک کول دهغی نه سنت د نبی ﷺ دی - (الْبَائِسَ الْفَقِيرَ) سخت اوگی محتاج (الْبَائِسَ) سره فقیرځکه ذکرکړو چه کله اوگی وی لیکن مالدار وی خوراک نه کوی دڅه عارض دوجی نه نوهغه لره ددی نه دی نه ورکوی -
[۲۹] هرکله چه سورة بقره کښی اعمال دحج ئی تروقوف اورمی دمنیٰ پوری ذکرکړی وؤ نوپه دی سورة کښی دهغی نه روستواعمال دحج ذکرکوی یعنی په مِنیٰ کښی دی ذبح اوکړی نوبیا دی حلق اوکړی - (ثُمَّ لْيَقْضُوا تَفَثَهُمْ) کښی دا مراد دی ځکه تفث ویخته او نوکونه دی دهغی لری کول واجب دی په ورځ دنحرکښی، اوبیادی طواف فرض اوکړی (وَلْيَطَّوَّفُوا) کښی طواف فرض مراد دی (وَلْيُوفُوا نُذُورَهُمْ) نورواجبات مراد دی که په خپله ځان باندی نذر الٰهی منلی وی دمال یا دحیوان دذبح باره کښی نودهغی وفا واجب ده اوکه د اللّه تعالٰی دطرف نه نورواجبات حج وی -
فائده: وفا دلیل دی چه دنذرکړی شوی څیزنه به ځان له هیڅ نه خوری ځکه چه وفا پوره کولو ته وائی اودا دلیل دی چه دنذروفا واجب ده (الْعَتِيقِ) په دی کښی ډیروجوه دی اول داچه عتیق په معنیٰ د زوړ دی اوحدیث صحیح کښی ددی تائید دی چه دا اول مسجد دی چه په ځمکه کښی جوړ کړی شوی دی اوسورة العمران (۹۶) کښی هم داسی ذکرشوی دی، دوهم په معنیٰ د آزاد ساتلی شوی دلاسونو دجابرانو ظالمانونه ترقرب قیامت پوری اوترمذی روایت کړی دی په سند دحسن د عبداللّه بن زبیر رضی اللّه عنه نه چه رسول اللّٰه ﷺ فرمائیلی دی چه دی ته عتیق ځکه وئیلی کیږی چه نه شی غالب کیدلی په دی باندی جبَّار، اوددی تفصیل تفسیرقرطبی کښی موجود دی، دریم داچه آزاد دی دملکیت دخلقو نه - څلورم داچه په دی کښی گنهگار خلق دگناهونونه ازادولی شی، پنځم داچه عتیق په معنیٰ د کریم او شریف دی -