اقْتَرَبَ ۸۰۰ الحج
وَإِذْ بَوَّأْنَا لِإِبْرَاهِيمَ مَكَانَ الْبَيْتِ أَنْ لَا تُشْرِكْ بِي شَيْئًا وَطَهِّرْ بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْقَائِمِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ ﴿۲۶﴾ وَأَذِّنْ فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ ﴿۲۷﴾
اوهرکله ځای ورکړو مونږ ابراهیم علیه السلام ته به بیت اللّه کښی (اوئیل مونږ) چه شریک مه جوړوه ماسره هیڅ څیز اوپاک ساته کور ځما دپاره د طواف کؤونکو او په ولاړه سره (عبادت کؤونکو) او رکوع سجده کؤونکولره ﴿۲۶﴾
اواعلان اوکړه په خلقو کښی دحج نوراځی به تاته پیاده او سواره په هره تیزرفتار سورلئ چه راځی به د هری لاری لری نه ﴿۲۷﴾
[۲۶] ددی آیت نه دوهم باب دی تر (۳۸) پوری په دی کښی دلیل نقلی دی د ابراهیم علیه السلام نه دپاره د رد دشرک فعلی او تفصیلی بیان د مسائلودحج دی دپاره دتوحید فعلی په تعظیم کولو دحرمات الٰهیه او تحلیل دتحرمات غیراللّه اوتعظیم د شعائراللّه اوتحذیردی د نذر دغیراللّه او بیان د هلاکت دمشرک دی په تمثیل سره - په دی (۲۶) آیت کښی دلیل نقلی دی د ابراهیم علیه السلام نه دپاره دشرک اوهرکله چه تیرشوی آیت کښی د الحاد فی الحرم نه منع اوکړه نودی آیتونوکښی دطاعة خاصه دحرم ذکرکوی اوهرکله چه لوی مقصد دبناء د بیت اللّه دشرک ختم کوروستو داعلان دتوحید نه اعلان دحج دی - په دی ترتیب کښی اشاره ده چه حاجی باندی د حج نه وړاندی دشرک پریخودل ضروری دی او دارنگ اشاره ده چه حج داسی عبادت دی چه په هغی کښی د توحید عملی تعلیم دی ځکه په دی کښی سفرکول کور د اللّه تعالٰی ته په نیت دعبادت سره اوطواف کول دی اوڅاروی په نوم د اللّه تعالٰی باندی دنذرکول اودهغه په نوم سره ذبح کول دی اودا ټول دتوحید داعمال دی (رِجَالًا) ئی ځکه مخکښی راوړو چه پیاده حج کښی ثواب ډیردی لیکن راجح قول دادی چه په سورلئ سره غوره دی ځکه چه نبی ﷺ په سورلئ سره حج کړی دی نورجالاً دپاره دنزدی خلقو دی او علٰی کل ضامرٍ دپاره دلری خلقو دی (ضَامِرٍ) هغه څاروی د سورلئ چه نری بدن والا وی چه ستړی کیږی نه په رفتارکولو باندی - یاهغه دی چه ډیرسفرکولو په وجی سره ټپ لاغرشوی وی په دی کښی ئی ددریاب ذکرنه دی کړی ځکه دریاب د مکی سره متصل نه دی نوکه په دریاب کښی راشی نوبیا هم به په وچه باندی مزل کوی تربیت اللّه پوری (فَجٍّ) دغرونو په مینځ کښی فراخه لاری ته وئیلی کیږی اوښاردمکی ته هره لار داسی ده -ل دی نوددی وجی نه ( أَنْ لَا تُشْرِكْ) ئی ورسره ذکرکړو اوآیت کښی طعن دی په مشرکین مکه باندی چه هغوی دخپل نیکه (ابراهیم علیه السلام) نه مخالفت کوی (وَطَهِّرْ بَيْتِيَ) تطهیردبیت اللّه عام دی شرک اوکفراوبدعاتواونوروپلیتو نه پاک ساتل، اومقصود په دی سره اعلان دتوحید دی دپاره ددی چه څوک بیت اللّه په شرک سره پلیت نه کړی، هم داسی سورة بقره (۱۲۵) کښی تیرشوی دی هلته ئی عکوف هم ذکرکړی وؤ ځکه چه دطواف نه روستوعکوف بهترعبادت دی اودی سورة کښی عاکف ئی تیرشوی آیت کښی ذکرکړی دی نوپه دی آیت کښی ئی ذکر نه کړو (لِلطَّائِفِينَ) ابن کثیروئیلی دی چه په ټولو عبادتونوکښی ډیرخاص دی په بیت اللّه پوری نونه شی کیدی په هیڅ حصه دځمکی کښی ماسوی دکعبی نه -
[۲۷] روستو داعلان دتوحید نه اعلان دحج دی - په دی ترتیب کښی اشاره ده چه حاجی باندی د حج نه وړاندی دشرک پریخودل ضروری دی او دارنگ اشاره ده چه حج داسی عبادت دی چه په هغی کښی د توحید عملی تعلیم دی ځکه په دی کښی سفرکول کور د اللّه تعالٰی ته په نیت دعبادت سره اوطواف کول دی اوڅاروی په نوم د اللّه تعالٰی باندی دنذرکول اودهغه په نوم سره ذبح کول دی اودا ټول دتوحید داعمال دی (رِجَالًا) ئی ځکه مخکښی راوړو چه پیاده حج کښی ثواب ډیردی لیکن راجح قول دادی چه په سورلئ سره غوره دی ځکه چه نبی ﷺ په سورلئ سره حج کړی دی نورجالاً دپاره دنزدی خلقو دی او علٰی کل ضامرٍ دپاره دلری خلقو دی (ضَامِرٍ) هغه څاروی د سورلئ چه نری بدن والا وی چه ستړی کیږی نه په رفتارکولو باندی - یاهغه دی چه ډیرسفرکولو په وجی سره ټپ لاغرشوی وی په دی کښی ئی ددریاب ذکرنه دی کړی ځکه دریاب د مکی سره متصل نه دی نوکه په دریاب کښی راشی نوبیا هم به په وچه باندی مزل کوی تربیت اللّه پوری (فَجٍّ) دغرونو په مینځ کښی فراخه لاری ته وئیلی کیږی اوښاردمکی ته هره لار داسی ده -