اقْتَرَبَ ۷۹۹ الحج
وَهُدُوا إِلَى الطَّيِّبِ مِنَ الْقَوْلِ وَهُدُوا إِلَى صِرَاطِ الْحَمِيدِ ﴿۲۴﴾ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ الَّذِي جَعَلْنَاهُ لِلنَّاسِ سَوَاءً الْعَاكِفُ فِيهِ وَالْبَادِ وَمَنْ يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿۲۵﴾
او هدایت ورکړی شوی ددوی پاکی وینا ته او هدایت ورکړی شوی ؤو ددوی لاری د ستائیلی شوی ذات ته ﴿۲۴﴾
یقیناً هغه کسان چه کفرئی کړی دی اومنع کوی د لاری د اللّه تعالٰی نه او دمسجد حرام نه هغه چه گرځولی دی مونږهغه دخلقو دپاره برابر دیره په هغی کښی او مسافر او چاچه اراده اوکړه په هغی کښی دکگ لیچ په ظلم سره اوبه څکؤو هغه ته د عذاب درد ناک نه ﴿۲۵﴾
[۲۴] په دی آیت کښی سبب دبشارت ئی ذکرکړی دی (الطَّيِّبِ مِنَ الْقَوْلِ) نه مراد کلمه دتوحید ده او (صِرَاطِ الْحَمِيدِ) نه مراد قرآن پاک دی -
[۲۵] په دی آیت کښی تخویف دی هغه قسم کافرانوته چه دهغوی کفرمتعدی دی اوښکاره خصومت کوی ځکه چه د سَبِیلُ اللّه نه منع کوی (وَيَصُدُّونَ) صیغه دمستقبل ئی راوړله اشاره ده چه دوی منع کول هروخت کوی ددی وجی نه دا خاص نه دی حدیبیه پوری لکه چه بعضی مفسرینو لیکلی دی - (وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ) نه مراد خاص مسجد دی چه په هغی کښی په اتفاق د اهل علموسره مقیم او مسافربرابردی اوکه ددی نه مراد ټول حرم وی په ذکردجزء او مراد ترینه کل وی نودهغی په برابروالی کښی دعلماؤ اختلاف دی اودا قید د مزید قباحت ددوی دی چه داسی ځای چه مقیم او مسافرپه کښی برابرحقوق لری اودوی دهغی نه منع کول کوی (وَالْبَادِ) نه روستو دا لفظ پټ مراد دی خبرد انّ خسروْا وَهلکوا - (وَمَنْ يُرِدْ) کښی اشاره ده چه په حرم کښی په اراده دگناه سره هم عتاب دی اودا د عبداللّه بن مسعود رضی اللّه عنه نه روایت دی (بِظُلْمٍ) عام دی شرک اوکفرکول ناحق قتل کول ښکارکول ونی پری کول بغیرد احرام نه داخلیدل (سره د ارادی دعمری یا حج نه) کنځل کول قسمونه کول وغیره - یعنی چه صرف په ارادی دگناه سره په حرم کښی دعذاب استحقاق دی نوددی نه په منع کولو سره خو دلوئ عذاب استحقاق دی صحیح حدیث کښی وارد دی چه دری قسم کسان اللّه تعالٰی ته ډیرمبغوض دی یو دهغوی نه الحاد کؤونکی دی په حرم کښی -