اقْتَرَبَ ۷۹۸ الحج

يُصْهَرُ بِهِ مَا فِي بُطُونِهِمْ وَالْجُلُودُ ﴿۲۰﴾ وَلَهُمْ مَقَامِعُ مِنْ حَدِيدٍ ﴿۲۱﴾ كُلَّمَا أَرَادُوا أَنْ يَخْرُجُوا مِنْهَا مِنْ غَمٍّ أُعِيدُوا فِيهَا وَذُوقُوا عَذَابَ الْحَرِيقِ ﴿۲۲﴾ إِنَّ اللَّهَ يُدْخِلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِنْ ذَهَبٍ وَلُؤْلُؤًا وَلِبَاسُهُمْ فِيهَا حَرِيرٌ ﴿۲۳﴾

ویلی کیدی به شی په هغی سره هغه څه چه ددوی په خیټوکښی دی او څرمنی ﴿۲۰﴾
او ددوی (دوهلو) دپاره گرزونه دی د اوسپنی نه ﴿۲۱﴾
هروخت چه اوغواړی چه اوځی د اورنه دغم دوجی نه واپس به گرځولی شی په هغی کښی (وئیلی کیږی به) اوڅکئ عذاب داور سوزؤونکی ﴿۲۲﴾
یقیناً اللّه تعالٰی به داخلوی هغه کسانولره چه ایمان ئی راوړی دی اوعملونه کړی دی په تابعدارئ دنبی جنتونوته چه بهیږی به لاندی دهغه نه ولی ښائسته کیدی به شی دوی په هغی کښی په بنگړو دسرو زرو او ملغلری او جامی ددوی په هغی کښی ریښم به وی ﴿۲۳﴾

[۲۰] ددی تفسیرپه حدیث دترمذی کښی موجود دی چه رسول اللّٰه ﷺ فرمائیلی دی چه حمیم به ددوی دسرونو دپاسه واړولی شی نواوبه رسی دننه خیټو ددوی ته نو ددوی دخیټونه به لاندی اوبهیږی ترخپوپوری اودا صهردی بیابه دوباره ددوی بدنونه جوړکړی شی (وَالْجُلُودُ) ددی سره مناسب فعل پټ مراد دی یعنی تحرُّق او تشوِیْ یعنی څرمنی به اوسوزولی شی روتی به کړی شی -
[۲۲،۲۱] (مَقَامِعُ) دقمع نه ماخوذ دی ذلیل کولوته وئیلی کیږی یعنی د ذلیل کولو په طریقه به وهلی شی او تختیدو ته به ئی نه پریږدی که صرف اراده دتختیدلو کوی نوپه دغه گرزونو سره به ئی وهی او دارنگ سورة سجده (۲۰) کښی دی -
[۲۳] مخکښی یو خصم ئی ذکرکړو په طریقه دتخویف اخروی اوس په دی آیت کښی ذکر دبل خصم دی په طریقه دبشارت اخرویه - په تخویف کښی عذاب د شرمندگئ او اهانت ئی ذکرکړی وو نوپه دی بشارت کښی ډیراکرام اوعزت ئی ذکرکړی دی (أَسَاوِرَ) به صرف په لاسونو کښی وی او (وَلُؤْلُؤًا) به په ټول بدن باندی وی ځکه ئی لُؤْلُؤًا جدا ذکرکړو اوداسی په سورة فاطر (۳۳) کښی دی اوسورة دهر (۲۱) کښی دی (فِضَّةً) (سپین زر) ذکر کړی دی اشاره ده اقسامود اساوروته چه بعضی به ذهب د (سروزرو) وی او بعضی به د سپینو زرو نه وی - سورة دهر کښی لوخی د جنت هم د سپینوزرو ذکر کړی دی نو بنگړی ئی هم د سپینوزرو ذکر کړی دی اوپه دی سورة کښی دتقابل د وجی نه -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>