اقْتَرَبَ ۷۹۷ الحج
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ هَادُوا وَالصَّابِئِينَ وَالنَّصَارَى وَالْمَجُوسَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا إِنَّ اللَّهَ يَفْصِلُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ ﴿۱۷﴾ أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يَسْجُدُ لَهُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَمَنْ فِي الْأَرْضِ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ وَالنُّجُومُ وَالْجِبَالُ وَالشَّجَرُ وَالدَّوَابُّ وَكَثِيرٌ مِنَ النَّاسِ وَكَثِيرٌ حَقَّ عَلَيْهِ الْعَذَابُ وَمَنْ يُهِنِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ مُكْرِمٍ إِنَّ اللَّهَ يَفْعَلُ مَا يَشَاءُ ۩﴿۱۸﴾ ࣛ هَذَانِ خَصْمَانِ اخْتَصَمُوا فِي رَبِّهِمْ فَالَّذِينَ كَفَرُوا قُطِّعَتْ لَهُمْ ثِيَابٌ مِنْ نَارٍ يُصَبُّ مِنْ فَوْقِ رُءُوسِهِمُ الْحَمِيمُ ﴿۱۹﴾
یقیناً هغه کسان چه ایمان والا دی اوهغه کسان چه یهودیان دی اوصابیان او نصاریٰ اومجوسیان دی اوهغه کسان چه شرک ئی کړی دی یقیناً اللّه تعالٰی به جدائی راولی په مینځ ددوی کښی په ورځ دقیامت یقیناً اللّه تعالٰی په هرڅیز حاظر ناظردی ﴿۱۷﴾
آیا ته نه گوری چه یقیناً اللّه تعالٰی ته سجده کوی هغه څوک چه په آسمانونو کی او هغه څوک چه په ځمکه کښی دی اونمراوسپوږمئ او ستوری اوغرونه او ونی اوزنده سر او ډیر دخلقونه اوډیرو باندی فیصله شوی ده فیصله دعذاب اوهغه څوک چه سپک کړی هغه لره اللّه تعالٰی نونیشته هغه لره هیڅ څوک عزت ورکؤونکی یقیناً اللّه تعالٰی کوی هغه چه اوغواړی ﴿۱۸﴾
دا دوه ډلی دی چه جگړه کوی په باره درب ددوی کښی پس هغه کسان چه کفرئی کړی دی جوړولی به شی دوی دپاره (دډیرو تکړونه) جامی داور اړولی به شی پورته دسرونو ددوی نه یشیدلی اوبه ﴿۱۹﴾
[۱۷] په دی آیت کښی ذکر دفرقو دمشهورو دخلقو دی چه یوه فرقه دمؤمنانو ده چه د آیات بینات نه فائده اخلی اونوری فرقی ددغه آیاتونه اعراض کوؤنکی نن په دنیاکښی مشترک دی - لیکن قیامت کښی به اللّه تعالٰی ددوی په مینځ کښی فیصله اوکړی مؤمنان به جنت ته داخل کړی اونوربه جهنم ته داخل کړی او إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ، دلیل دی د يَفْصِلُ یعنی اللّه تعالٰی په هرڅیزخبردی نوحقه فیصله به اوکړی -
فائده: ابن عطیه په تفسیر کښی دقتاده نه روایت کړی دی چه ټول اصول د ادیان شپږدی پنځه دشیطان دی او یو درحمان دی او (الصَّابِئِينَ) هغه قوم دی چه دملائکوعبادت کوی اوکعبی ته مخ کوی او توحید (په خپل گمان کښی) منی او زبورکتاب لولی - او (مجوسیان) هغه دی چه داور رنړا او نمراو سپوږمئ عبادت کوی (وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا) په دی کښی غیرکتابی شرک کوؤنکی مراد دی دهغوی بل نوم نیشته ځکه ئی په اشرکوا سره ذکرکړی دی نومخکښی بعضو ډلو کښی هم شرک شته لیکن دا عطف دوجی دمغایرت دنوم نه دی -
[۱۸] دا آیت دلیل عقلی دی چه سجود دټول عالم اللّه تعالٰی ته دلیل دی دلیل دی د اللّه تعالٰی په توحید او په عظمت باندی اوپه آیت کښی هغه مخلوقات ئی ذکرکړی دی چه مشرکانو دهغوی عبادت کړی دی نودهغه معبودانو باطلو عجز بیانوی ابن عطیه ذکرکړی دی چه حمیرقبیلی دنمرعبادت کوؤ اوکنانه دسپوږمئ اوتمیم د بران ستوری اولحم د مشتری ستوری او طیی دثریا او قریش دشعری او اسد دعطارد او ربیعه دمرزم ستوری عبادت کوؤ او دغرونواو دونو نه معبودان جوړوی او دواب کښی بقراو مار او چرگ داخل دی چه دهغوی عبادت کړی شوی دی نوپه دی آیت کښی ډلو مشرکانوته اشاره ده په طریقه دردکولو سره په هغوی باندی (وَكَثِيرٌ مِنَ النَّاسِ) نه روستو لفظ دمرحومون پټ مراد دی یا دا عطف دی من فی الارض باندی دقبیلی دعطف دخاص نه په عام باندی (وَكَثِيرٌ حَقَّ عَلَيْهِ الْعَذَابُ) نه روستو خبر حذف دی یعنی مهانون ذلیلون اومراد په آیت کښی سجده په رضا اوپه توحید سره - یامراد دسجدی نه عام دی که طوعاً وی یا کرهاً وی یا کرهاً نو د كَثِيرٌ حَقَّ نه روستو تقدیرته حاجت نیشته بلکه په مخکی باندی عطف دی (وَمَنْ يُهِنِ اللَّهُ) مراد داهانت نه ترک دسجود د اللّه تعالٰی دی -
[۱۹] (هَذَانِ) کښی اشاره ده هغه دوه فریقو مقابلینوته چه ذکرشوی دی تیرشوی دواړه آیاتونو کښی هغوی اگرچه ډیری ډلی دی لیکن مرجع دهغوی دوه ډلوته ده - اوددوی اختصام او اختلاف همیشه دی په باره دتوحید د اللّه تعالٰی اودصفاتو دهغه کښی یعنی ددوی اختلاف د دنیا په مقاصدو باندی بنا نه دی بیایو فریق ته تخویف اوبل فریق ته بشارت تفصیلاً ذکرکوی اودا ددوی په مینځ کښی فیصله ده (قُطِّعَتْ لَهُمْ ثِيَابٌ مِنْ نَارٍ) مراد ترینه دادی چه دجهنم دجنس نه به ددوی دپاره جامی جوړولی شی لکه سورة ابراهیم (۵۰) کښی دی یاداکنایه ده چه اوربه په دوی باندی داسی احاطه اوکړی لکه جامه په بدن باندی -