اقْتَرَبَ ۸۰۵ الحج

وَالْبُدْنَ جَعَلْنَاهَا لَكُمْ مِنْ شَعَائِرِ اللَّهِ لَكُمْ فِيهَا خَيْرٌ فَاذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهَا صَوَافَّ فَإِذَا وَجَبَتْ جُنُوبُهَا فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْقَانِعَ وَالْمُعْتَرَّ كَذَلِكَ سَخَّرْنَاهَا لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۳۶﴾ لَنْ يَنَالَ اللَّهَ لُحُومُهَا وَلَا دِمَاؤُهَا وَلَكِنْ يَنَالُهُ التَّقْوَى مِنْكُمْ كَذَلِكَ سَخَّرَهَا لَكُمْ لِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَبَشِّرِ الْمُحْسِنِينَ ﴿۳۷﴾ إِنَّ اللَّهَ يُدَافِعُ عَنِ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُورٍ ﴿۳۸﴾

اوغټ څاروی (اوښان) گرځولی دی مونږتاسولره دخاص دنخو د اللّه تعالٰی نه تاسولره په هغی کښی فائدی دی پس یادوئ نوم د اللّه تعالٰی په هغی باندی په داسی حال کښی چه ولاړ ئی پس هرکله چه رااوغورځیږی اړخونه دهغوی پس خورئ دهغی نه اوخوراک ورکوئ گذاره کؤونکی ته اوحرصناک ته دغسی تابع کړی دی مونږ دا څاروی ستاسو دفائدی له دی دپاره چه شکراوکړئ ﴿۳۶﴾
هیچ چیری نه رسی اللّه تعالٰی ته (دقبولیت دپاره) غوښی ددوی او نه وینی ددوی اولیکن رسی هغه ته (قبولیت سره) اخلاص ستاسو نه دغسی تابع گرځولی دی اللّه تعالٰی دا څاروی ستاسو فائدی لره دی دپاره چه تکبیراوائی په هغی باندی په هغه طریقه سره چه خودلی ده اللّه تعالٰی تاسوته اوزیری ورکړه ښائسته عمل کؤونکوته ﴿۳۷﴾
یقیناً اللّه تعالٰی اړوی دجنگ دمؤمنانونه (کافرانولره) یقیناً اللّه تعالٰی مینه نه کوی دهرخیانت گرناشکره سره ﴿۳۸﴾

[۳۶] هرکله چه وړاندی ذکر دعامو شعائراللّه ئی اوکړو بیا ذبح د هديی او قربانئ‌ ته ترغیب بیان کړو بیا ددی احکامو دپابندئ کؤونکو صفات ئی بیان کړل، نواوس په دی آیت کښی دبعضی شعائراللّه (چه هغه اوښان دهدی دی) دهغوی احکام بیانوی - اول حکم داد شعائراللّه نه دی نوتعظیم ئی ضروری دی دوهم حکم ددی دذبح کولو په طریقه شرعیه سره خیراوثوابونه دی، دریم حکم ذکر دبسم اللّه دی په وخت دنحرکولو په ولاړه باندی ځکه نحرداوښانو په حالت دولاړوالی کښی سنت دی څلورم حکم کله چه مړه شی نوپه ځمکه راپریوځی نودهغی نه خوړل په خپله اومحتاجوته ورکول په خپله دخوړلو امردپاره دمخالفت دمشرکانو دی چه هغوی ددی هدي‌ نه خوړل جائزنه گنړل (الْقَانِعَ) امام مالک نه قرطبی نقل کړی دی چه قانع فقیر دی (ځکه چه په لږه باندی قناعت کوی) اومعتَر هغه دی ځان پیش پیش کوی او ملاقات کولو په بهانه سوال کوی که ښکاره کوی اوکه چپ کوی (تَشْكُرُونَ) نه مراد په دی ځآی کښی عمل کول دذبح او دنحردی دحکم شرعی مطابق لکه چه مخکی ذکرشول -
[۳۷] په دی آیت کښی ذکر داخلاص دی چه هغه شرط دقبولیت دی په هرعمل کښی اوپه دی کښی اشاره ده چه کومه هدي اوقربانی داخلاص او اتباع سنت نه خالی وی نوهغه صرف غوښه اووینه ده - (كَذَلِكَ سَخَّرَهَا) دذکردلوئ انعام دی چه دا قدرت د اللّه تعالٰی دی چه دکمزوری انسان دپاره ئی لوی قوی حیوان تابع گرځولی دی مخکښی آیت کښی هم تسخیربیان شو دپاره ددی چه بسم اللّه ورباندی ذکرکړی شی اوپه دی آیت کښی ئی هم ذکرکړلو دپاره ددی چه اللّه اکبرهم دبسم اللّه سره یوځای ذکرکړی شی او مخکښی آیت کښی جعلنامتکلم ذکروؤ نوسخرنٰهائی هم په صیغه د دمتکلم ذکرکړی دی اوپه دی آیت کښی لن ینال اللّه په صیغه غائب سره ذکر دی نوسخرها هم په صیغه دغائب سره ذکرکړو (الْمُحْسِنِينَ) نه هغه مراد دی چه تیرشوی احکام په احسن طریقه (یعنی په شرعی طریقی) سره ادا کوی دبدعاتو خلط ورسره نه کوی اواخلاص کوؤنکی دی -
[۳۸] ددی آیت نه تر (۵۸) پوری دریم باب دی په دی کښی ترغیب دی قتال ته سره دذکرکولو دعلتونو د هغی نه او صفتونه دمجاهدینودی بیا تسلی ده سره دتخویف دنیوی نه په ذکردهلاکت داقوام مکذبو، بیا اتم زجردی په زرعذاب غوښتلوسره او تخویف دنیوی دی بیا اثبات درسالت او بشارت اوتخویف دی بیا عداوت دشیطان ئی ذکرکړی دی چه دوی شبهات اچوی او اللّه تعالٰی ئی زایل کوی اوحکمت د القاء‌ شبهات او حکمت دازالی ئی ذکرکړی دی بیا تخویف او بشارت دی - په دی (۳۸) کښی تسلی ده مؤمنانوته یعنی که دوی سفردحج یا دجهاد کوی نو اللّه تعالٰی به ددوی د کورونو اود اهل وعیال حفاظت کوی او ددوی دنفسونو حفاظت به هم کوی ځکه چه دوی د اللّه تعالٰی دوستان دی اوددوی دشمنان چه خوان کفور دی هغه د اللّه تعالٰی هم دشمنان دی نوظاهره خبره ده چه اللّه به دخپلودوستانو د دشمنانونه حفاظت او مدافعت کوی (خَوَّانٍ) ډیر خیانت گرهغه دی چه د اللّه تعالٰی ددوستانو اهل وعیال او مال کښی خیانت کوی - او (كَفُورٍ) ځکه دی چه اللّه تعالٰی په ده باندی انعامات کړی دی اودی دهغی ناشکری کوی -