قَالَ يَا هَارُونُ مَا مَنَعَكَ إِذْ رَأَيْتَهُمْ ضَلُّوا ﴿۹۲﴾ أَلَّا تَتَّبِعَنِ أَفَعَصَيْتَ أَمْرِي ﴿۹۳﴾ قَالَ يَا ابْنَ أُمَّ لَا تَأْخُذْ بِلِحْيَتِي وَلَا بِرَأْسِي إِنِّي خَشِيتُ أَنْ تَقُولَ فَرَّقْتَ بَيْنَ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَلَمْ تَرْقُبْ قَوْلِي ﴿۹۴﴾ قَالَ فَمَا خَطْبُكَ يَا سَامِرِيُّ ﴿۹۵﴾
اوئیل موسیٰ علیه السلام ای هارون څه څیز منع کړو تالره هرکله چه تا دوی اولیدل چه گمراه شول ﴿۹۲﴾
چه تا ځما تابعداری اونه کړه آیا نافرمانی اوکړه تا دحکم ځما نه ﴿۹۳﴾
اوئیل هغه ای دمور ځویه مه نیسه ږیره ځما اونه سرځما یقیناً زه ویریدلی یم چه ته به اوائی ډلی دی پیداکړی په مینځ د بنی اسرائیلو کښی اولحاظ دی نه کؤو ځما دخبری ﴿۹۴﴾
اوئیل موسیٰ علیه السلام څه سبب ؤو (ستا ددی کار) ای سامری ﴿۹۵﴾
[۹۳،۹۲] هرکله چه تیرشوو آیتونونه معلومه شوه چه هارون علیه السلام هیڅ مداهنت نه دی کړی لیکن موسیٰ علیه السلام خبرنه وؤ نودغصی دوجی نه ئی دهغه سراو ږیره ئی اونیول او ځان ته ئی راښکه اوورته ئی اوئیل هغه خبره چه په دی دواړو آیتونو کښی ده (أَلَّا تَتَّبِعَنِ) دوه معنی دی اوله معنیٰ داده چه تا ددوی سره جنگ ولی نه کوو یعنی په لاس سره دی منع کول ولی نه کول په شانته ځما - دوهمه معنیٰ داده چه ته ولی ځما دخبرولو دپاره نه راتلی میقات ته او د (أَمْرِي) نه مراد هغه دی چه سورة اعراف کښی ذکرکړی شوی دی په آیت (۱۴۲) کښی - اودا زورنه د موسیٰ علیه السلام بنا وه دهغه په اجتهاد باندی گنی هارون علیه السلام خپله ذمه واری ادا کړی وه -
[۹۴] په دی آیت کښی بیان دعذر دی دهارون علیه السلام په جواب ددی قول کښی چه (أَلَّا تَتَّبِعَنِ) یعنی که ما دوی سره قتال کولی یا تاپسی درغلی وی اودوی می پریخودلی وی نوددوی په مینځ کښی افتراق او ډلی پیدا کیدلی (وَلَمْ تَرْقُبْ قَوْلِي) ددی جملی دوه احتماله دی - اول احتمال دادی چه دا قول دهارون علیه السلام دی یعنی که بنی اسرائیل ډلی ډلی شوی وی اوماتاته عذر پیش کولی نوتا ځما عذر نه قبلولو - دوهم احتمال دادی چه دا داخل دی په قول د موسیٰ علیه السلام کښی او د قَوْلِي نه مراد هغه دی چه سورة اعراف (۱۴۲) کښی تیرشوی دی -
فائده: ددی آیت نه معلومه شوه چه ږیره او سر دومره ساتل چه نیولی کیدی شی، سنت دپیغمبرانو دی نوڅوک چه وائی چه د ږیری مقدار مقرر نیشته که هرڅومره ترینه پری کولی شی نوجائزده اودلیل نیسی په حدیث د سنن ترمذی چه نبی ﷺ دخپلی ږیری د اطرفو نه اخستل نوهغه حدیث ضعیف دی - اوددی آیت نه هم خلاف دی -
[۹۵] مراد ددی تپوس نه دادی چه څه باعث وو په تاباندی اوڅه دلیل وو ستا چه سخی نه دی معبود جوړکړو -