أَفَلَا يَرَوْنَ أَلَّا يَرْجِعُ إِلَيْهِمْ قَوْلًا وَلَا يَمْلِكُ لَهُمْ ضَرًّا وَلَا نَفْعًا ﴿۸۹﴾ وَلَقَدْ قَالَ لَهُمْ هَارُونُ مِنْ قَبْلُ يَا قَوْمِ إِنَّمَا فُتِنْتُمْ بِهِ وَإِنَّ رَبَّكُمُ الرَّحْمَنُ فَاتَّبِعُونِي وَأَطِيعُوا أَمْرِي ﴿۹۰﴾ قَالُوا لَنْ نَبْرَحَ عَلَيْهِ عَاكِفِينَ حَتَّى يَرْجِعَ إِلَيْنَا مُوسَى ﴿۹۱﴾
آیا دوی نه پوهیږی چه دا سخی دوی ته نشی گرځولی هیڅ جواب او نه اختیار لری دوی لره دضرر او دفائدی ورکولو ﴿۸۹﴾
اویقیناً وئیلی ؤو دوی ته هارون ددی نه مخکښی ای قومه ځما یقیناً فتنه (شرک) کښی اوغورځولی شوئ په سبب ددی سخی سره اویقیناً ستاسو رب رحمان دی پس ځما دعمل تابعداری کوئ او اطاعت کوئ دخبری ځما ﴿۹۰﴾
دوی اوئیل همیشه به یو مونږ په دی سخی منجوران (عبادت کؤونکی) تردی چه واپس راشی مونږته موسیٰ علیه السلام ﴿۹۱﴾
[۸۹] په دی آیت کښی رد دی په دغه مشرکینوباندی په نفی کولو دصفتونو دالوهیت سره دسخی نه - یوصفت کلام کول اوجواب ورکول دی نومعلومه شوه چه کلام د اللّه تعالٰی صفت دی - صفت اختیار دنفعی او ضرردی ځکه چه الٰه حق اختیارمند دنفعی او ضرر دی -
فائده: دا دواړه صفتونه په هغه مرده گانواولیاؤ کښی هم نه دی موجود چه دی خلقو دهغوی نه معبودان جوړ کړی دی - نه خبری کولی شی اونه جواب ورکولی شی اونه اختیاردنفعی او ضرر دچا لرلی شی -
[۹۰] په دی آیت کښی تذکیردهارون علیه السلام دی قوم خپل ته په څلورو جملوکښی په اول جمله کښی رد دی په شرک باندی اواشاره ده چه معامله دسامری ټوله فتنه ده اوپه دوهمه جمله کښی بیان دتوحید دی اوپه دریمه جمله کښی امردی په اتباع سره اوپه څلورمه جمله کښی امردی په اطاعت سر ه او دا خلاصه ده ددعوت دحق اودائی ددی وجی نه ذکرکړو چه څوک دا استدلال یا اعتراض اونه کړی چه هارون علیه السلام مداهنت کړی دی نومعلومه شوه چه مداهنت جائز دی -
فائده: فرق په مینځ د اتباع او اطاعت کښی دادی، چه اتباع په عمل او په طریقه کښی ده اواطاعت په وینا اوپه حکم کښی دی یعنی هارون علیه السلام قوم ته اوئیل چه ځما په شانتی عمل کوئ په طریقه دتوحید سره، اوځما دحکم اطاعت اوکړئ په شرک پریخودلوسره -
[۹۱] دا جواب دی دقوم طرف نه هارون علیه السلام ته ځکه دوی هغه کمزوری اوگنړه اود موسیٰ علیه السلام واپس کیدل ئی شرط کړه - ځکه چه ددوی خیال وؤ چه موسیٰ علیه السلام به په عبادت دسخی کښی زمونږه موافقت اوکړی -
فائده: دعکوف معنیٰ داده چه یو شی لازم اونیسی، اوهغه ته توجه اوکړی په طریقه دتعظیم او دعبادت سره دوی هم د هغه سخی عبادت او تعظیم شروع کړو اودهغی نه به ئی طواف کوو او گډا به ئی کوله -