فَرَجَعَ مُوسَى إِلَى قَوْمِهِ غَضْبَانَ أَسِفًا قَالَ يَا قَوْمِ أَلَمْ يَعِدْكُمْ رَبُّكُمْ وَعْدًا حَسَنًا أَفَطَالَ عَلَيْكُمُ الْعَهْدُ أَمْ أَرَدْتُمْ أَنْ يَحِلَّ عَلَيْكُمْ غَضَبٌ مِنْ رَبِّكُمْ فَأَخْلَفْتُمْ مَوْعِدِي ﴿۸۶﴾ قَالُوا مَا أَخْلَفْنَا مَوْعِدَكَ بِمَلْكِنَا وَلَكِنَّا حُمِّلْنَا أَوْزَارًا مِنْ زِينَةِ الْقَوْمِ فَقَذَفْنَاهَا فَكَذَلِكَ أَلْقَى السَّامِرِيُّ ﴿۸۷﴾ فَأَخْرَجَ لَهُمْ عِجْلًا جَسَدًا لَهُ خُوَارٌ فَقَالُوا هَذَا إِلَهُكُمْ وَإِلَهُ مُوسَى فَنَسِيَ ﴿۸۸﴾
پس واپس لاړو موسیٰ علیه السلام قوم خپل ته غصه عمژن اوئیل هغه ای قومه زما آیا وعده نه ده کړی تاسوسره رب ستاسو وعده ښائسته پس اوږده شوه په تاسوباندی وعده یا اراده اوکړه تاسو چه نازل شی په تاسوباندی غضب ستاسو درب طرف نه پس خلاف اوکړو تاسو دوعدی ځمانه ﴿۸۶﴾
دوی اوئیل خلاف نه دی کړی مونږ ستا دوعدی نه په اختیار خپل سره اولاکن بوج کړی شو په مونږباندی گناهونه (دخیانت) دوجی د کالو دقوم فرعون نه پس اغورځول مونږ هغی لره پس دارنگ اوغورځول سامری ﴿۸۷﴾
پس جوړئی کړه دوی لره سخی جوسه چه هغه لره آواز وؤ نو دوی اوئیل خلقو ته دا ستاسو دبندگئ کولو حق دار دی او الٰه د موسیٰ هم دی پس ده هیرکړی دی ﴿۸۸﴾
[۸۶] په دی آیت کښی اشاره ده چه دبدکار په لیدلوسره غصه کیدل دانبیاء علیهم السلام طریقه ده - (غَضْبَانَ) ظاهری غصی ته وئیلی شی او أَسِفًا د زړه خفگان ته وئیلی شی اوهغه زیات غضب دی - (وَعْدًا حَسَنًا) ددی نه مراد مسئله دتوحید ده اوهغه اللّه تعالٰی ثابت کړی ده په دلیلونو او معجزاتوسره - حاصل دادی چه تاسی خلاف اوکړو د وعدی دتوحید نه نو ددی وجی نه چه وخت په دی باندی ډیرشوی دی زړه شوه نوستاسو نه هیره شوه - اویا قصداً هم خلاف اوکړو، نود اللّه تعالٰی غضب نازلیدل غواړئ - دوهم دا چه (وَعْدًا حَسَنًا) نه مراد وعده د تورات دورکیدلو ده - حاصل داچه تاسو خلاف اوکړو دوعدی نه (یعنی دوعدی انتظارهم اونه کړو) ددی وجی نه چه موده ډیره شوی ده نوستاسو نه وعده هیره شوه یاهم اراده اوکړه چه د اللّه تعالٰی غضب درباندی نازل شی نوځکه تاسو خلاف اوکړلو -
[۸۷] یعنی دوی د خلاف دوعدی دپاره دریمه وجه بیان کړله سیوا دهغو دوه وجهونه چه په وړاندی آیت کښی تیرشوی ددریم وجی حاصل دادی چه مونږلره سامری په مسئلی سره پړه کړلو اومجبوره کړو - ځکه هغه راته اوئیل چه تاسوسره دقوم فرعون زیورات دی، اودامال غنیمت دی، او مال دغنیمت نه فائده اخستل حلال نه دی (لکه چه دا حکم وؤ په تیرشوی امتونوکښی) نودا په اور سوزول لازم دی نومونږ ددی گناه نه ځان بچ کولو دپاره زیورات اور ته غورځول اوسامری هم ددهوکی ورکولو دپاره خپل زیورات اورته اوغورځول - اودابهانه ددی خلقوپه حقیقت کښی غلطه وه، ددی وجی نه که ددی زیوراتو سوزول لازم وی نو موسیٰ علیه السلام ولی دا حکم نه کوؤ چه نبی دیوڅیز حرمت نه وی بیان کړی، نوامتی ته هیڅ اختیارنیشته چه هغه حرام کړی نودوی تقلید اوکړو دسامری په خلاف د موسیٰ علیه السلام کښی -
فائده: ابن کثیر لیکلی دی دی خلقو ځان د وړوکی گناه نه (ددوی په گمان کښی) بچ ساتلو او لوئ گناه چه دعجل عبادت کول وؤ دهغی نه ئی ځان نه ساتلو داد بی عقلو کاردی (زِينَةِ) په معنیٰ دکالو دی (أَوْزَارًا) نه مراد گناهونه دی (حُمِّلْنَا) نه مراد گناه دخیانت کولو دی ځکه چه تحمیل کله په معنیٰ د خیانت راځی -
[۸۸] (جَسَدًا) دلات کوی چه دغه سخی غوښی او هډوکو او وینو نه وو بدل شوی بلکه دسروزرو وؤ او کیدی شی چه د اواز کولو دپاره ئی څه اله لگولی وه اودا روایت د ابن عباس رضی اللّه عنهم نه مفسرینو نقل کړی دی (فَقَالُوا) اشاره ده، چه دسامری نور ملگری هم وؤ اوهغه ټولود سخی دعبادت کولودعوت ئی شروع کړی وؤ - اودوی ورته الٰه ددی وجی نه وئیل چه اللّه تعالٰی دننه په دی جسد کښی حلول کړی دی او اللّه تعالٰی ددی سخی په صورت کښی ښکاره شوی دی اودسخی نه چاپیره طوافونه او گډا ئی کوله او دائی عبادت گنړلو لکه بعضی متصوفه اوس هم گډیدل او غنا کولوته عبادت وائی او وائی چه دا چشتیه طریقه ده - اوداد ټولو حلولیه اتحادیه عقیده ده (فَنَسِيَ) ضمیر د نَسِيَ راجع دی موسیٰ علیه السلام ته نودا داخل دی لاندی د قالوا نه اویاراجع سامری ته نودا قول د اللّه تعالٰی دی چه سامری خپل الٰه هیرکړی دی -