قَالَ أَلَمْ ۷۴۷ طٰهٰ

وَمَا أَعْجَلَكَ عَنْ قَوْمِكَ يَا مُوسَى ﴿۸۳﴾ قَالَ هُمْ أُولَاءِ عَلَى أَثَرِي وَعَجِلْتُ إِلَيْكَ رَبِّ لِتَرْضَى ﴿۸۴﴾ قَالَ فَإِنَّا قَدْ فَتَنَّا قَوْمَكَ مِنْ بَعْدِكَ وَأَضَلَّهُمُ السَّامِرِيُّ ﴿۸۵﴾

(اوئیل اللّه تعالٰی) اوڅه څیز زر اویستلی ته دقوم خپل نه ای موسیٰ ﴿۸۳﴾
اوئیل هغه هغوی دغه دی چه ځما په نقش قدم را روان دی او زر راغلم تاته ای ربه ځما دی دپاره چه ته رضا شی ﴿۸۴﴾
اوئیل اللّه تعالٰی پس یقیناً ازمیښت اوکړو مونږ په قوم ستاباندی روستو ستانه اوگمراهی ته راوبلل دوی لره سامری ﴿۸۵﴾

[۸۳] ددی آیت نه شپږم مقام شروع دی تر (۹۸) آیت پوری په دی کښی ذکر دغضب د موسیٰ علیه السلام دی خپل قوم ته، اوبیا ورورته، اوبیا سامری ته، او جواب کول دهریو په خپلی طریقی سره اوپه اخرکښی سوزول دسخی دی چه ماده دشرک وه، اودعوت دی توحید ته -
فائده: په دی (۸۳) کښی ذکر کوی اول میقات د موسیٰ علیه السلام دپاره داخستلو دکتاب چه تفصیل دهغی سورة اعراف (۱۴۲) کښی تیرشوی دی اوپه دی آیت کښی د موسیٰ علیه السلام نه دوه تپوسونه ذکر دی په یولفظ سره چه ما اعجلک دی - اول دا چه قوم دی په کوم حالت کښی پریخودلی دی اودوهم داچه د میقات دمقرر وخت نه وړاندی ولی راغلی -
[۸۴] په دی آیت کښی ددواړو سوالونو جوابونه دی - اول جواب چه قوم ځما تابعدار دی، یعنی په هغی کښی شرک نیشته لفظ د اثری په دی معنیٰ باندی دلالت کوی - اودوهم جواب دادی چه دوخت نه مخکښی راتلل ددی دپاره چه ته ځما نه ډیر رضا شی داما په خپل اجتهاد سره کړی دی لکه چه یومؤمن مسجد ته دوخت دداخلیدلو نه مخکښی دمونځ دپاره لاړشی بعضی مفسرینو داثری معنیٰ سره لیکلی دی چه قوم ما پسی طورته را روان دی لیکن زه ترینه مخکښی زر راغلم داقول د سورة اعراف دترتیب نه خلاف دی ځکه چه په اول میقات کښی د موسیٰ علیه السلام سره نورخلق نیشته هغوی (اویاکسان) خوپه دوهم میقات کښی وو اوواقعه دعبادت دعجل ددوهم میقات نه وړاندی شوی ده -
[۸۵] په دی کښی اخبار دی موسیٰ علیه السلام ته چه ستا قوم په شرک کښی اخته شوی دی او ( فَتَنَّا) کښی اشاره ده چه شیطان انسی یا جنی په یوقوم باندی مسلط کول امتحان د اللّه تعالٰی دی او (أَضَلَّهُمُ) په معنیٰ ددعوت کولو دگمراهئ دی ځکه اضلال په اصل کښی فعل د اللّه تعالٰی دی - اوسبب دهغی سامری گرځیدلی دی - په ایت کښی دلیل دی په دی خبره چه موسیٰ علیه السلام په غیب باندی خبرنه وؤ -