قَالَ أَلَمْ ۷۴۶ طٰهٰ

وَأَضَلَّ فِرْعَوْنُ قَوْمَهُ وَمَا هَدَى ﴿۷۹﴾ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ قَدْ أَنْجَيْنَاكُمْ مِنْ عَدُوِّكُمْ وَوَاعَدْنَاكُمْ جَانِبَ الطُّورِ الْأَيْمَنَ وَنَزَّلْنَا عَلَيْكُمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوَى ﴿۸۰﴾ كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَلَا تَطْغَوْا فِيهِ فَيَحِلَّ عَلَيْكُمْ غَضَبِي وَمَنْ يَحْلِلْ عَلَيْهِ غَضَبِي فَقَدْ هَوَى ﴿۸۱﴾ وَإِنِّي لَغَفَّارٌ لِمَنْ تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا ثُمَّ اهْتَدَى ﴿۸۲﴾

اوی بی لاری کړو فرعون قوم خپل لره او هیڅ لارئی اونه خودله دوی ته ﴿۷۹﴾
ای بنی اسرائیلو یقیناً بچ کړئ مونږ تاسو ددشمن ستاسونه اووعده کړی وه مونږتاسوسره دطرف دطور خی طرف او رالیږلی دی مونږپه تاسوباندی من او سلویٰ ﴿۸۰﴾
(اوئیل مونږ) خورئ‌ دحلال پاک دهغی نه چه مونږدرکړی ؤو تاسوته اوسرکشی مه کوئ په دی کښی پس نازل به شی په تاسو باندی عضب ځما اوهغه څوک چه نازل شو په هغه باندی غضب ځما پس یقیناً هلاک شو ﴿۸۱﴾
اویقیناً زه خامخا بخنه کؤونکی یم هغه چاته چه توبه ئی کړی ده او ایمان ئی راوړی دی اوعمل ئی کړی دی په تابعدارئ دسنت بیا کلک وی په دین باندی ﴿۸۲﴾

[۷۹] په دی کښی رد دی په دعوی دفرعون باندی چه هغه ذکرشوی ده په سورة حمٓ مؤمن آیت (۲۹) کښی -
[۸۰] په دی ایت کښی ذکر دنعمتونو دی په بنی اسرائیلو باندی ددی په سرکښی دا لفظ (چه اوئیل مونږ دغرق دفرعون نه روستو) پټ دی - اول نعمت نجات ددشمن نه او دوهم نعمت وعده دکتاب اللّه تعالٰی ورکول وو - اودریم نعمت د مَن او سَلویٰ وو - اول نعمت د امن دی دوهم روحانی نعمت دی دریم جسمانی نعمت دی -
[۸۱] د كُلُوا نه مخکښی (قلنا) پټ مراد دی اوطغیان په خوراک کښی په څلورو طریقو سره دی اوله طریقه ناشکری کول دوهمه طریقه په بدل د اعلٰی ادنٰی غوښتل، دریمه طریقه دهغی ذخیره کول په خلاف کولو دحکم د اللّه تعالٰی سره، او څلورمه طریقه په هغی کښی دځان نه حلال او حرام جوړول اودا ټول طریقی اسباب د غضب الٰهی دی (فَقَدْ هَوَى) په دی لفظ کښی اشاره ده چه ډیروالی د نعمتونو ددنیا سره د ناشکرئ نه سبب دتنزل دی اگرچه دنیا پرست خلق دیته ترقی وائي اودا تنزل په آخرت کښی پوره ښکاره کیږی - اود آیت په اخرکښی تخویف اخروی ذکر دی -
[۸۲] په دی آیت کښی بشارت دی په مغفرت د گناهونوسره (اهْتَدَى) هدایت په یو څو طریقو سره حاصلیږی، اوله طریقه استقامت په ایمان باندی ترمرگه پوری اودوهمه طریقه دشکونونه بچ کیدل او دریمه طریقه په سنت دنبی مضبوط کیدل ابن کثیروئیلی دی چه مستقیم شئ په سنت او جماعت باندی اودا درجه (استقامت) دایمان او عمل صالح نه روستوده ځکه ئی دا روستو ذکرکړی ده -