قَالَ أَلَمْ ۷۴۵ طٰهٰ

إِنَّهُ مَنْ يَأْتِ رَبَّهُ مُجْرِمًا فَإِنَّ لَهُ جَهَنَّمَ لَا يَمُوتُ فِيهَا وَلَا يَحْيَى ﴿۷۴﴾ وَمَنْ يَأْتِهِ مُؤْمِنًا قَدْ عَمِلَ الصَّالِحَاتِ فَأُولَئِكَ لَهُمُ الدَّرَجَاتُ الْعُلَى ﴿۷۵﴾ جَنَّاتُ عَدْنٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَذَلِكَ جَزَاءُ مَنْ تَزَكَّى ﴿۷۶﴾ وَلَقَدْ أَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى أَنْ أَسْرِ بِعِبَادِي فَاضْرِبْ لَهُمْ طَرِيقًا فِي الْبَحْرِ يَبَسًا لَا تَخَافُ دَرَكًا وَلَا تَخْشَى ﴿۷۷﴾ فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ بِجُنُودِهِ فَغَشِيَهُمْ مِنَ الْيَمِّ مَا غَشِيَهُمْ ﴿۷۸﴾

یقیناً څوک چه راشی رب خپل ته مجرم پس یقیناً ده لره جهنم دی دی نه به مری په هغی کښی اونه به ژوندی دی (په فائده مند ژوند سره) ﴿۷۴﴾
اوڅوک چه راشی هغه ته مؤمن حال داچه نیک عملونه ئی کړی وی نودغه خلق دوی لره درچی اوچتی دی ﴿۷۵﴾
جنتونه د همیش والی بهیږی به لاندی دهغی نه ولی همیشه به وی دوی په هغی کښی اودا بدله ده دهغه چاچه ځان پاک ساتلی دی (دشرک نه) ﴿۷۶﴾
اویقیناً وحی اوکړه مونږ موسیٰ علیه السلام ته چه دشپی بوځه بندگان ځما پس اوهه (دریاب) (جوړی کړه) دوی لره لاری په دریاب کښی اوچی نه به ویریږی دلاندی کولونه اونه به ویریږی د غرقیدلونه ﴿۷۷﴾
پس لاړو فرعون په دوی پسی دلښکروسره پس راگیرکړو دوی لره د دریاب نه هغه څه چه دوی ئی پټ کړل ﴿۷۸﴾

[۷۴] په دی آیت کښی تخویف اخروی دی منکرینوته اولفظ د مجرمانو کښی اشاره ده چه په میدان د قیامت کښی په گناهگارو باندی دهغوی گناهونه به ښکاریږی (وَلَا يَحْيَى) مراد دادی چه په ژوند سره به فائده نشی حاصلولی اوداسی په سورة اعلٰی (۱۳) کښی دی اولایموت دلیل دی چه اهل جهنم به همیشه وی -
[۷۶،۷۵] په دی آیتونو کښی بشارت اخروی دی قد عمل الصالحات کښی اشاره ده استقامت او شجاعت ته په شان دهغه ساحرانو (الدَّرَجَاتُ الْعُلَى) په حدیث سره ثابت دی چه په جنت کښی سل درجی دی اوهردواړو درجو په مینځ کښی د آسمان او د ځمکی په شان فاصله ده - خوپه آخری جمله کښی اشاره ده چه جنت دپاکانو ځای دی او پاکوالی حاصلیږی په ایمان او نیک عمل سره (تَزَكَّى) ابن کثیر وائی چه ځان پاک کړئ دخیری او پلیتئ دشرک نه اوبندگی د اللّه تعالٰی کوئ اودرسولانو اتباع کوئ -
[۷۷] ددی آیت نه پنځم مقام شروع کیږی ترآیت (۸۲) پوری په دی کښی ذکر د نجات موندلو د بنی اسرائیلو دی او غرق کیدل دفرعون دی سره دقوم نه بیایاداشت ورکول دی بنی اسرائیلو ته په نعمتونوسره او تخویف او بشارت دی -
فائده: په دی آیت کښی هجرت د بنی اسرائیلو ذکرکوی اوپه هغی کښی اختصارکړی دی تفصیل دهغی په سورة شعراء‌ کښی دی (طَرِيقًا) اسم جنس دی په معنیٰ دجمع سره دی یعنی دولس لاری - دَرَكًا لاندی کول دفرعونیانو تاسو لره اوداوبونه (وَلَا تَخْشَى) دغرقیدلو نه په دریاب کښی - اوحکم دهجرت کولو دشپی په وخت کښی ددی وجی نه دی چه مفسدان خلق دشپی په غفلت کښی وی او دا هجرت ددوی په وحی د اللّه تعالٰی سره وو -
[۷۸] په دی آیت کښی ذکر دغرقیدلو دی دفرعون سره دلښکر نه په طریقه د اختصارسره (مَا غَشِيَهُمْ) دا ابهام دپاره د ډیر عظمت او هیبت دی لکه په سورة نجم (۵۴) کښی -