فَأُلْقِيَ السَّحَرَةُ سُجَّدًا قَالُوا آمَنَّا بِرَبِّ هَارُونَ وَمُوسَى ﴿۷۰﴾ قَالَ آمَنْتُمْ لَهُ قَبْلَ أَنْ آذَنَ لَكُمْ إِنَّهُ لَكَبِيرُكُمُ الَّذِي عَلَّمَكُمُ السِّحْرَ فَلَأُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ مِنْ خِلَافٍ وَلَأُصَلِّبَنَّكُمْ فِي جُذُوعِ النَّخْلِ وَلَتَعْلَمُنَّ أَيُّنَا أَشَدُّ عَذَابًا وَأَبْقَى ﴿۷۱﴾ قَالُوا لَنْ نُؤْثِرَكَ عَلَى مَا جَاءَنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالَّذِي فَطَرَنَا فَاقْضِ مَا أَنْتَ قَاضٍ إِنَّمَا تَقْضِي هَذِهِ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا ﴿۷۲﴾ إِنَّا آمَنَّا بِرَبِّنَا لِيَغْفِرَ لَنَا خَطَايَانَا وَمَا أَكْرَهْتَنَا عَلَيْهِ مِنَ السِّحْرِ وَاللَّهُ خَيْرٌ وَأَبْقَى ﴿۷۳﴾
پس اغورځولی شول جادوگران سجده کوونکی اوئیل دوی ایمان راوړی دی مونږپه رب دهارون علیه السلام او د موسیٰ علیه السلام ﴿۷۰﴾
اوئیل فرعون آیا ایمان راوړلو تاسو په ده باندی مخکښی ددی نه چه اجازت کړی وی ما تاسوته یقیناً دا ستاسو مشردی هغه چه خودلی ئی دی تاسوته جادو نوضرور به پری کړم لاس ستاسو او خپی ستاسو ادل بدل اوضرور پهانسی به کړم تاسو په تنو دکجورو کښی اوخامخا پوهه به شئ چه کوم زمونږنه ډیرسخت عذاب والادی او همیشه (عذاب والا) دی ﴿۷۱﴾
دوی اوئیل هیچ چیری نه غوره کؤو مونږ تاپه مقابله دهغه چه راغلی دی مونږته د ښکاره معجزاتونه او هغه ذات چه مونږئی پیدا کړی یو پس فیصله اوکړه هغه چه ته فیصله کوؤنکی ئی یقیناً ستا فیصله چلیږی په دی ژوند دنیوی کښی ﴿۷۲﴾
یقیناً مونږ راوړی دی ایمان په رب خپل باندی ددی دپاره چه بخنه اوکړی مونږ ته د گناهونو زمونږ اوهغه چه زور کړی دی تا په مونږ باندی په باره دهغی کښی دجادوکولونه او اللّه تعالٰی غوره دی او همیشه دی ﴿۷۳﴾
[۷۰] لفظ د أُلْقِيَ دلالت کوی په دی باندی چه معجزه د موسیٰ علیه السلام ښکاره دلیل وو په توحید د اللّه تعالٰی چه په وجه دهغی سره دوی مجبورشوسجده کولو ته اوایمان راوړلوته ددی وجی نه صیغه د مجهول ئی راوړله (آمَنَّا) اشاره ده چه دا سجده ددوی دایمان دوجی نه ده سجده طبعی یا عادتی نه ده -
فائده: په نورو سورتونو کښی موسیٰ او هارون روستو ذکر شوی دی اودلته ئی هارون مخکښی راوړی دی یوخود آیاتونو دفواصلود وجی نه اودوهم په دی سورة کښی د هارون علیه السلام شان ذکرکول مقصد دی لکه چه دهغه دنبوت سوال اوکړی شو بیادوی ته ئی رسولا په تثنیه سره اوئيل او روستو دهارون علیه السلام صفائی ذکرکوی دلقد قال لهم هارون سره -
[۷۱] په دی آیت کښی ذکرکړی ده اول زورنه دفرعون ساحرانوته په ایمان راوړلو بی اجازته اوبیائی ذکرکړی دی دروغژن دلیل دهغه چه موسیٰ علیه السلام ستاسو استاذ دی حال دادی چه د موسیٰ علیه السلام دمصرد راتللونه مخکښی داساحران موجود وؤ سحرونه ئی کول (أَيُّنَا أَشَدُّ) مراد ددی نه ځان دفرعون او رب د موسیٰ علیه السلام دی - اوبیائی ذکرکړی دی په دریو جملوکښی دباؤ کول په ساحرانو په عذاب ورکولوسره -
[۷۲] په دی آیت کښی ئی ذکرکړی دی شجاعت د ساحرانو پس دایمان راوړلونه د (وَالَّذِي فَطَرَنَا) دوه معنی دی اوله معنیٰ داده چه نه غوره کوؤ مونږ تالره په مقابله دهغه ذات کښی چه مونږئی پیدا کړی یو - دوهمه معنیٰ داده چه قسم دی په هغه ذات چه مونږه ئی پیدا کړی یو - اود آخری جملی مطلب دادی چه ستا زور صرف په دنیا کښی چلیدی شی اوپه آخرت کښی نه چلیږی -
[۷۳] په دی آیت کښی دلیل دی چه په ایمان راوړلو سره ټول تیرشوی گناهونه معاف کیږی - (وَمَا أَكْرَهْتَنَا عَلَيْهِ) نه مراد دادی چه هرکله دساحرانو دمقابلی کولونه مخکښی چه د موسیٰ علیه السلام پیغمبری اوپیژندله نو دوی انکار اوکړو دمقابلی نه نوفرعون په دوی باندی اکراه اوکړه په سحرکولو سره یامراد ددی نه دادی چه فرعون په خپل کښی تعلیم دسحر په زور جاری کړی وو (وَاللَّهُ خَيْرٌ وَأَبْقَى) یو معنیٰ داده چه د اللّه تعالٰی اطاعت غوره دی اوثواب دهغی همیشه دی دوهمه معنیٰ داده چه اللّه غوره دی کله چه دهغه اطاعت اوکړی شی اوعذاب دهغه باقی او همیشه نه دی کله چه دهغه عصیان اوکړی شی -