قَالُوا يَا مُوسَى إِمَّا أَنْ تُلْقِيَ وَإِمَّا أَنْ نَكُونَ أَوَّلَ مَنْ أَلْقَى ﴿۶۵﴾ قَالَ بَلْ أَلْقُوا فَإِذَا حِبَالُهُمْ وَعِصِيُّهُمْ يُخَيَّلُ إِلَيْهِ مِنْ سِحْرِهِمْ أَنَّهَا تَسْعَى ﴿۶۶﴾ فَأَوْجَسَ فِي نَفْسِهِ خِيفَةً مُوسَى ﴿۶۷﴾ قُلْنَا لَا تَخَفْ إِنَّكَ أَنْتَ الْأَعْلَى ﴿۶۸﴾ وَأَلْقِ مَا فِي يَمِينِكَ تَلْقَفْ مَا صَنَعُوا إِنَّمَا صَنَعُوا كَيْدُ سَاحِرٍ وَلَا يُفْلِحُ السَّاحِرُ حَيْثُ أَتَى ﴿۶۹﴾
اوئیل دوی ای موسیٰ یا ته اوغورځوه یابه مونږ شو اول دغورځؤونکونه ﴿۶۵﴾
اوئیل هغه بلکه اغورځوئ تاسو نودغه وخت رسئ دهغوی او همساگانی دهغوی په خیال کښی راتلی موسیٰ علیه السلام ته د وجی دجادو دهغوی نه چه یقیناً دا منډی وهی ﴿۶۶﴾
پس تیره کړه په زړه کښی ویره موسیٰ علیه السلام ﴿۶۷﴾
اوئیل مونږ مه ویریږه یقیناً ته بره ئی ﴿۶۸﴾
او اورغورځوه هغه چه ستاپه ښی لاس کښی دی تیربه کړی (په یوځل) هغه چه دوی څه جوړکړی دی یقیناً هغه دوی جوړکړی دی چل ول دجاودگرئ اونه کامیابی جادوگر هرځای چه راشی ﴿۶۹﴾
[۶۵] په دی آیت کښی اشاره ده چه ساحرانو د موسیٰ علیه السلام ادب کړی دی اوددی په وجه هغوی له ایمان نصیب شو اوپه حدیث دبخاری اسلمت علی ماسلف بک من الخیر کښی هم دیته اشاره ده -
[۶۶] په دی آیت کښی اشاره ده چه سحردهغوی نظربندی کول وو اودا دلیل دی په دی خبره باندی چه دسحراثرپه پیغمبرانوباندی هم کیږی لیکن دهغوی عقل اودین ته نقصان نه شی رسولی صرف قوت خیالیه باندی اثرپریوځی اودا یومرض دی چه دنبوت سره منافات نه لری ددی تفصیل په سورة فلق کښی راځی -
[۶۷] ویره کول د موسیٰ علیه السلام دمارانونه طبعی ویره وه اوددی نبوت سره منافات نیشته یا موسیٰ علیه السلام دی نه اویریدو چه عام خلقوباندی دسحر دوجی نه حق گډوډ نه شی یا ددی وجی نه چه معجزه خو دده په اختیارکښی نه وه نو کیدی شی چه په دی وخت کښی د اللّه تعالٰی دطرف نه امر اونه شی -
[۶۸] په دی آیت کښی تسلی ده موسیٰ علیه السلام ته په اوچت والی دمرتبی سره په دنیا او آخرت کښی اودلیل دی په دی خبره چه داعلٰی اطلاق په خلقوباندی هم کیدی شی -
[۶۹] دی کښی تسلی ده موسیٰ علیه السلام ته په ذکردسبب دغلبی دهغه په دوه طریقوسره اوله طریقه په تَلْقَفْ سره ده او دوهمه طریقه په وَلَا يُفْلِحُ السَّاحِرُ سره ده اوپه لفظ د (مَا فِي يَمِينِكَ) کښی اشاره ده چه ستامعجزه بی تکلیفه کاردی اواشاره ده چه ستا همساء سره دوړوکوالی نه غټئ رسئ او همساگانی به تیری کړی د تلقف دوه معنی دی اوله معنیٰ مشهوره ده چه هغی مار د موسیٰ علیه السلام هغه ټولئ رسئ اوهغه همساگانی د یو نوړی په شان تیری کړی اودوهمه معنیٰ شعرائی وئیلی دی چه داکنایه ده دهغی داثرختم کولونه یعنی همساگانو او رسونه شکل دمارانو ختم شو لیکن اوله معنیٰ صحیح ده (إِنَّمَا) دا مرکب دی د انَّ او ما موصوله نه (حَيْثُ أَتَى) یعنی هرمقام کښی نه شی کامیاب کیدی اوخصوصاً د معجزی په مقابله کښی هیڅ کله نه شی کامیاب کیدلی -