فَتَوَلَّى فِرْعَوْنُ فَجَمَعَ كَيْدَهُ ثُمَّ أَتَى ﴿۶۰﴾ قَالَ لَهُمْ مُوسَى وَيْلَكُمْ لَا تَفْتَرُوا عَلَى اللَّهِ كَذِبًا فَيُسْحِتَكُمْ بِعَذَابٍ وَقَدْ خَابَ مَنِ افْتَرَى ﴿۶۱﴾ فَتَنَازَعُوا أَمْرَهُمْ بَيْنَهُمْ وَأَسَرُّوا النَّجْوَى ﴿۶۲﴾ قَالُوا إِنْ هَذَانِ لَسَاحِرَانِ يُرِيدَانِ أَنْ يُخْرِجَاكُمْ مِنْ أَرْضِكُمْ بِسِحْرِهِمَا وَيَذْهَبَا بِطَرِيقَتِكُمُ الْمُثْلَى ﴿۶۳﴾ فَأَجْمِعُوا كَيْدَكُمْ ثُمَّ ائْتُوا صَفًّا وَقَدْ أَفْلَحَ الْيَوْمَ مَنِ اسْتَعْلَى ﴿۶۴﴾
پس مخ اوگرځوؤ فرعون نو جمع ئی کړل خپل چل والا بیا راغی ﴿۶۰﴾
اوئیل دوی ته موسیٰ علیه السلام تباه به شئ مه جوړوئ په اللّه تعالٰی باندی دروغ پس ویخ به اوباسی ستاسو په عذاب سر ه او یقیناً ناامیده شو هغه څوک چه دروغ جوړ کړل ﴿۶۱﴾
پس اختلاف کړو دوی په باره دهغوی کښی په مینځ خپل کښی او پټه جرگه ئی اوکړله ﴿۶۲﴾
اوئیل دوی یقیناً دا دواړه خامخا جادوگران دی غواړی دوی چه اوباسی تاسولره دوطن ستاسو نه په سبب دجادو خپل او ورانه کړی (لری کړی) لار ستاسو چه غوره ده ﴿۶۳﴾
پس کلک کړئ چل ول خپل بیا راشئ صفونه او یقیناً کامیاب دی نن هغه څوک چه بری ئی اوموندلو ﴿۶۴﴾
[۶۰] یوه معنیٰ داده چه فرعون دحق نه مخ واړوؤ اوپه ضدباندی اودریدو اودوهمه معنیٰ داده چه روان شو خپل ځای ته دپاره دتیاری کولود مقابلی او د کَیدَه مراد ساحران دی یعنی اهل کید یامراد داچه پوخ ئی کړو تدبیرخپل -
[۶۱] موسیٰ علیه السلام ساحرانو ته نصیحت اوکړو چه شرک مه کوئ معلومه شوه چه تمام خلق دمصرمشرکان وؤ دهریان نه وؤ (فَيُسْحِتَكُمْ) سحت بیخ کندئ ته وئیلی شی اومراد ددی نه عذاب دنیوی دی (وَقَدْ خَابَ) کښی مراد عذاب اخروی دی یا (بِعَذَابٍ) نه مراد عام دی دنیوی او اخروی اوقدخاب نه مراد ناکامی ده په مقابله کښی - او ویره ئی ورکړه هغوی ته په عذاب سره -
[۶۲] یعنی د موسیٰ علیه السلام په دی نصیحت کولوسره په ساحرانو کښی اختلاف پیدا شو چا اوئیل چه دا خبری دده د نبوت دی او بعضو اوئیل چه دا په مونږباندی دباؤ کوی اوپټه جرگه ئی اوکړه، که دی نبی وی نو غالب به شی نو مونږ به په ده باندی ایمان راوړو -
[۶۳] داقول دفرعونیانودی اوهغوی دری خبری اوکړی یوئی حکم اوکړو چه دا دواړه جادوگردی - دوهم حکومت والائی اویرول چه ستاسونه بادشاهی اخلی دریم عوام ئی اویرول چه دوی ستاسوحق دین خرابوی (إِنْ هَذَانِ) ابن کثیروئیلی دی چه داهم دبعضی عربو لغت دی چه د اِنَّ په ځای اِن او اسم دهغی مرفوع وائی اوبعضووئیلی دی چه دا مختلف دی دمثقل نه اوضمیرشان (اسم) ئی حذف دی او هذان مبتداء ده اوبعضووئیلی دی چه اِن نافیه دی اولام په معنیٰ د اِلَّا سره دی -
[۶۴] (صَفًّا) ددی یوه معنیٰ داده چه صفونه جوړکړئ دپاره ددی چه په موسیٰ علیه السلام باندی رعب راشی - دوهمه معنیٰ داده چه راشئ عیدگاه ته یعنی ځای دجشن کولوته (وَقَدْ أَفْلَحَ) دا دنیا پرستو خیال دی چه ددنیا کامیابی فلاح گنړی (اسْتَعْلَى) ئی ددی وجی نه اوئیل چه علو خو دوی اصلی د فرعون دپاره گنړله اوپه مقابلی سره چه علوحاصلیږی هغه عارضی وی نوهغی ته ئی استعلاء اوئیل -