مِنْهَا خَلَقْنَاكُمْ وَفِيهَا نُعِيدُكُمْ وَمِنْهَا نُخْرِجُكُمْ تَارَةً أُخْرَى ﴿۵۵﴾ وَلَقَدْ أَرَيْنَاهُ آيَاتِنَا كُلَّهَا فَكَذَّبَ وَأَبَى ﴿۵۶﴾ قَالَ أَجِئْتَنَا لِتُخْرِجَنَا مِنْ أَرْضِنَا بِسِحْرِكَ يَا مُوسَى ﴿۵۷﴾ فَلَنَأْتِيَنَّكَ بِسِحْرٍ مِثْلِهِ فَاجْعَلْ بَيْنَنَا وَبَيْنَكَ مَوْعِدًا لَا نُخْلِفُهُ نَحْنُ وَلَا أَنْتَ مَكَانًا سُوًى ﴿۵۸﴾ قَالَ مَوْعِدُكُمْ يَوْمُ الزِّينَةِ وَأَنْ يُحْشَرَ النَّاسُ ضُحًى ﴿۵۹﴾
ددی ځمکی نه مونږ پیدا کړی ئی تاسو او په دی کښی به دوباره بوځوتاسو اوددی نه به رااوباسو تاسو بل ځل ﴿۵۵﴾
اویقیناً اوخودلی مونږ فرعون ته نخښی زمونږ ټولی نودروغژن ئی کړی او انکارئی اوکړو ﴿۵۶﴾
اوئیل آیا ته راغلی ئی مونږته چه اوباسی مونږ د وطن زمونږنه په جادو خپل سره ای موسیٰ ﴿۵۷﴾
پس رابه ولو تاته جادو ددی په شان پس مقرر کړه په منیځ زمونږ اوستاکښی مقرر وخت چه خلاف به نه کؤو مونږ اونه ته ځای برابر ﴿۵۸﴾
اوئیل موسیٰ علیه السلام مقرروخت ستاسو ورځ دخوشحالئ ستاسوده اوچه راجمع کړی شی خلق په وخت دساخت کښی ﴿۵۹﴾
[۵۵] په دی کښی بل دلیل عقلی دی اود انسانانودری حالتونه ئی ذکرکړی دی - اوپه هغی دری واړو حالتونو کښی دوی اللّه تعالٰی ته محتاج دی اول ژوند ورکول بیا مرگ بیا دوباره ژوند (بعث بعدالموت) -
[۵۶] ددی آیت نه څلورم مقام شروع کیږی ترآیت (۷۶) پوری په دی کښی ذکرکیږی مقابله د موسیٰ علیه السلام دساحرانوسره اوغلبه موندل په هغوی باندی، بیائی ذکرکړی دی ایمان راوړل دساحرانو په شجاعت دهغی بیا تخویف دی په (۷۴) آیت کښی اوبشارت دی مؤمنانوته په (۷۶،۷۵) آیت کښی - په دی (۵۶) آیت کښی ذکردټولو معجزاتو د موسیٰ علیه السلام دی په اجمالی طریقوسره اوهغه نهه دی لکه چه سورة بنی اسرائیل کښی په آیت (۱۰۱) کښی تیرشوی دی - اوتفصیل دهغی په سورة اعراف کښی ذکرکړی شوی دی (فَكَذَّبَ) دا ذکر داسبابو دعذاب دی تکذیب نه مراد دادی چه دا آیات ئی دطرف د اللّه تعالٰی نه نه منل او ابیٰ داده چه دتوحید او درسالت منلونه ئی انکار اوکړو -
[۵۷] دا اعتراض دفرعون بنادی په وهم دهغه باندی یا دوکه ورکوی قوم ته چه دا موسیٰ علیه السلام زمونږنه وطن قبضه کوی اوآیاتونوته ئی سحر اوئیل -
[۵۸] په دی آیت کښی وعده کول دی دفرعون د موسیٰ علیه السلام سره په مقابله کولو په جادو سره اواختیارئی ورکړو موسیٰ علیه السلام ته چه تاریخ او ځای دمقابلی کولوته په خپله مقرر کړه (مَوْعِدًا) وخت او مکان دواړو ته شامل دی نو (مَكَانًا سُوًى) ددی نه بدل بعض دی اومراد د سُوًى نه دادی چه دواړو فریقو په مینځ کښی دی اوراتلل ورته ددواړو آسان دی یا سُوًى په معنیٰ دهموار میدان دی -
[۵۹] په دی آیت کښی مقررکړو موسیٰ علیه السلام وخت او تاریخ دمقابلی تاریخ ته ئی (يَوْمُ الزِّينَةِ) اوئیل یعنی هغه ورځ چه په هغی کښی جشن کیده دفرعون دپیدائش یا دهغه د تاج پوشئ اوپه دی لفظ سره دمکان تعین هم اوکړی شو ځکه چه زینت په دارالخلافه کښی کیږی - داورځ ددی وجی نه مقررشوه چه دخلقو به هم چهټی وی نوگنړخلق به ښارته راجمع کیږی تماشه به اوکړی - اووخت دساخت ئی ځکه مقرر کړو چه خلق دلری لری ځایونونه را اورسی اوبیاهم دشپی دپاره واپس خپلو کورونوته اورسی خلقوته به آسانه وی اوپه فرعون باندی به د خلقو دخوراک تکلیف هم نه راځی -